ارمانونه لرم
26.11.2014 09:49د شاعر زړه یمه داغونه لرم
پټ په ځیګر کې خپل دردونه لرم
په خپلو وینو وینځل کیږمه زه
افغانستان یمه زخمونه لرم
ګل او بلبل مې تنده ماته نکړه
له شهیدانو ډک قبرونه لرم
په وچو شونډو کې مسکانه وینم
هره خوا څیری ګریوانونه لرم
کوم جادوګر مونږه نظره کړلو
د محبت پر ځای جنګونه لرم
زما د حسن شاعری ونشوه
حفیظ ملیاره ارمانونه لرم

