د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

سمیع الله خالد سهاک 06.08.2014 12:14

په لنډ مهال کی می ښکاره د دنیا حال کړ ورته
خندا خندا کی می پوره د زړه آرمان کړ ورته
او داسی نوری کیسی هم می له خولی ووتلي
ژړا ژړا کی می ژوندون خپل براعلا کړ ورته
له هلته، دلته می ډیر وویل روښانه می کړه
په هر څه پوهه او روښانه می جهان کړ ورته
هسی نه ووایی دنیا او خلک یی نه پیژنم
غم او ستم د دي دنیا می برملا کړ ورته
دي ویل هڅی راته خاندی صحیح حال نه وایی
هر څه می وواییل خالد زړه می رسوا کړ ورته
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د اګست پنځمه، ۲۰۱۴