د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خيال شيطان نيولی

مشفق حريتمل 27.05.2014 10:05

لاس کې رباب په خوله سندره خيال شيطان نيولی
دخپل سرۍ پېرانو دلته هريوځوان نيولی
ديموکراسي تر کوره کوره رسېدلی ده خو
شکر بيا داچې بعضو حکم دقران نيولی
دا يرغلګر دې پاکې خاورې ته نور مه رابلئ
دا مو له روس انګريز پيرنګ نه په ايمان نيولی
دمکناټن بچي هم ډیر په دبدبه راغلي
خوښکاري دا چې بياميدان لوی اکبر خان نيولی
دګران هيواد په سرنوشت مو ده سودا روانه
چا امريکاده چا المان چا انګلستان نيولی
د وخت زلميه خير دی ويښ شه نور خوبونه پرېږده
دکليسا بچو په چل درنه وجدا ن نيولی
مشفقه دوی به هم په خپلو کړو پښېمانه شي زر
توبه ګار شوی چا چې ګران افغانستان نيولی