زما شمله او ستاشين خال
22.05.2014 14:48که دا نيمچه مسلمانان په همدې حال پاتې شي
نو انديښنه ده چې دوستان به د دجال پاتې شي
دخپل دښمن په ملګرتيا کې دومره وشرميږي
چې ترې د پلار نيکه د ننګ توره او ډال پاتې شي
چې اسلاميت او صليبيت کړي سره ورونه ورونه
دپاپ په عشق کې ترې سجدې د ذوالجلال پاتې شي
که مونږه وژني يرغلګر او مونږ يې ونه وژنو
نه به زما شمله او نه به ستا شين خال پاتې شي
راځه شم زه به اکبر خان ته دميوند ملاله
چې انګريزان رانه يوځلې بيا ملال پاتې شي
ته دناقوس کړنګا ته سرخوزوه پرې يې نږدې
زما په غوږ کې دې ښايسته غږ دبلال پاتې شي
دحق باطل په معرکه کې هرڅوک ښه مالوم شي
څوک اسلام تېښتي شي او څوک بيا اسلامپال پاتې شي
تاريخ په خپله حافظه کې ثبتوي کارنامې
څوک شاه شجاع شي دچا نوم ورکې ابدال پاتې شي
دوی دې مشفقه په سندرو عزازيل خوشال کړي
له مونږ سره دې تل وياړمن حماسي خيال پاتې شي

