تيروختونه
16.03.2014 20:40زه چي ســتاپـه لـور درتــلـمه کلـه،کلـه
پــه افـــسـوس بـه ژړ يـــدمـه کلـه،کلـه
خيال به ستاراسره مل و،ورځ اوشپه کي
پـه خــوبو کي ژغـــيدمـه کلـه،کلـه
تــصورکي دي انـځوردوصل جـوړکـړم
پـري خــپل پـام مـشغولـومـه کلـه،کلـه
ډيـره سـخـته ده چي سـتانه بـه قرارسم
دا لـــه ځـان ســـره وايـــمـه کلـه،کلـه.
عظيم جان چي تيروختونه راپه زړه کړم
(کاکـړ)ډيـر،ډيـرځـوريــــدمـه کلـه،کلـه

