د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وطن د مور غږ

نجيبه سارا بياباني 13.12.2013 10:19

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

خوښ په ازادۍ شه اسارت خو د پښتون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوند ندی
وچ غر مې خوښېږي چې مې ژوند پکې آزاده وي
توره کږدۍ ښه ده چې بې قیده مې دمسازه وي
ژوند وي د ټاټوبي چې پخپل اختيار مې لاره وي
هو چې په وحدت کې لاره بېله له اغياره وي

نه غواړم قصرونه چې واکداره يې مجنون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوند ندی

خپل د لاس ګټلې به بېديا کې له دښتو غواړم
ولږې نه که مړه شم بې منته يې له وښو غواړم
واک غواړم اختيار غواړم ژوندون د دامانو غواړم
ننګ غواړم نجات غواړم دستور د پښتنو غواړم

بې له دې پرې ايښې ملالۍ ماته قانون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی

ډېر هوس لرم چې بيابان کې نفس درکړمه
نه چې په بنګلو کې د اسير په قفس درکړمه
ګوره غلام نشې واوره مانه چې درس درکړمه
ته آزاد پښتون يې راشه توره د پلار درکړمه

بې له غلامۍ نه خو هېڅ مرګ ماته بېلتون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی

يو عزم پښتو لرم که لور د پښتنو يمه
نلرم طاقت زه اسارت کې به تر څو يمه
ورک به يې له وطن کړم زه يې د سرد غوڅېدو يمه
خور د هر افغان يم تل اخته يې په غمو يمه

خو ځان به تسلیم نکړم زما ژوندون خو د مديون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی

هغه که ملالۍ وه زه يې هم پښتنه خور يمه
لاس په لاس ولاړه په سنګر څنګ کې د ورور يمه
زه چې پدې خاوره لوبولې خپلې مور يمه
پلار آزاده کړې له انګرېزه په لوی زور يمه

نو څنګه به زه ورکړم واک اختيار دا مې تړون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی

راشه راروان په يوې ژبې که افغان يې ته
لويه پښتونخوا افغانستان دی مسلمان يې ته
نه د انګرېز ځوی نه يې فارس نه پاکستان يې ته
ته اصیل افغان يې له نیکونو قهرمان يې ته

دين وطن ناموس نه بغیر زمونږه پيوستون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی

تاته احمدشاه بابا ګټلې درسپارلې ده
تاته ميرویس خان نیکه جرګو باندې ساتلې ده
تاته د پښتون تاریخ بېلګه انګرېز بايللې ده
دلته چې چا وېل زه يم پخپله يې ستايلې ده
دوست ؤ که دښمن ټولو په سر باندې خوړلې ده

تاریخ ده آزمويلې نور حاجت ستا د آزمون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی

زړه ېې ترېنه وباسه چې مينه يې د وطن نه وي
سر يې ترېنه پرې کړه چې دې خاورې کې يې مدفن نه وي
مې بخښه اې مورې چې سور شوی يې کفن نه وي
ځوی د دغې خاورې چې شهيد پخپل مسکن نه وي

مينه کې که مړ شي ددې خاورې جيګرخون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی

زه يمه افغانه د دې خاورې يو بچۍ يمه
غواړمه وحدت ستاسو ، نفاق کې په خوارۍ يمه
لاس راسره يو کړئ د وطن د آبادۍ يمه
تاسو مېړنو کې زم افغانه مېړنۍ يمه
او که تاسو ځان زمريان ګڼئ زم تاسو کې زمرۍ يمه

روان شئ د سارا سره وطن ته چې بېلتون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی