د ماضي ساعت په یـاد کې
07.11.2013 12:37لېونی شولې زړګیه نن خو بیا د چا په یاد کې
د افسوسه چې ژړېږې بند په لومه دصیاد کې
روغ صورت دې د هجران په چړو غوڅ کړو
تقدیر کښلی به بل نشې په سودا او په فریاد کې
ستا د سوزه زمزمې دي یا فریاد دی د ځپلو
که د سترګو کرشمې دي د عاشقو ژوند برباد کې
د هجران تورو تیارو کې بندیوان یې د فراق شوې
لکه شمعه ځانله سوزي اجتماع د خیالات کې
تظاهر نشته عالمه (ایوبي) زخمې ځیګر دی
هر ساعت يې ځنکدن دی د ماضي ساعت په یاد کې

