د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عشق رهبري

شهید فضل احمد ایوبی 03.09.2013 14:04

سرنگون پروت په صحــرا کې غــم زمــا په حـوالـه شـــــوه
عشقـه ستـا د رهبـرۍ نه دښــت او غـر را قبـالــه شــــوه

سـرگـم ناسـت یمه صحـرا کې هیڅ لـه حاله خبـر نه یـــم
لـکه ستا د خـورو زلـفــو ژونـد می ټول په کشــاله شـــــوه

ســـوی زړه لکـه فرهــاد یـم شیــرنۍ پــه طمعه گــرځـــم
خــو وصــال می نصیب نــه شــو مایــوسي را حواله شــوه

چې د عشـق درس دې راوښود، د بري لیک به مې راکړې
هسـې نـه چـې شــم رټــلی رانـه پاتې سـلالــه شـــــوه

زړه لــــه ورکـــړه ډاډگیــرنــه (ایـــوبـــی) منتظــر اوســـه !
نـاکامۍ پسـې بــــري دی په همــدې زمـا هیـلــه شـــوه