د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان به رښتیا پر کونړ سین بند جوړ کړي؟

عبدالغني «هاشمي» 01.09.2013 10:41

له رسنیو مې واورېدل، چې د افغانسان د مالیې وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په افغانستان کې د یو شمېر سترو اقتصادي پروژو تړونونه لاسلیک کړل، چې یوه پکې پر کونړ سین د برښنا بند جوړولو هغه هم شامله ده.
د خبر ددې برخې پر اورېدلو مې سخت ټکان وخوړ، ځکه بهرني هېوادونه که څه هم په دې ستره پروژه کې یې ډېره اقتصادي ګټه نغښتې ده، د پاکستان له وېرې له افغانستان سره د دې تړون له لاسلیکولو تښتي، داسې تبصرې هم شوي، چې تراوسه کومه بهرنۍ ډله  ددې چې بند د سروې لپاره راغلې، نو  پټ یا ښکاره د پاکستان له وېروونکو ګواښونو سره مخ شوې او بیا ورته نه دي وړاندې شوي، ځکه پاکستان اوس که د نړۍ اټومي ځواک دی نو ترهګریز ځواک هم دی.
نږدې دوه – دوه نیم کال وړاندې یو بهرني انجنیر چې یوازې له دې سین نه یې لږې اوبه بلې خواته اړولې وې، د کونړ پرلاره ووژل شو.
دا یو روښانه حقیقت دی، چې د کونړ پر سین بند جوړول پاکستان ته ستر اقتصادي زیان اړوي، ځکه د پاکستان د کرنې او صنعت ډېره برخه د همدې سین په اوبو ژوندۍ ده  او له همدې کبله ده، چې دغه هېواد تل هڅه کړې له بېلابېلو لارو پر دغه سین د بند د جوړېدو مخه ونیسي.
له ځينو سرچینو مې دا هم اورېدلي، چې پاکستان پلان لري پر کونړ سین د ولکې په موخه د موقع پر موندلو د افغانستان خاورې یوه برخه خپله کړي، دوی وايي پر کونړ د توغندیزو بریدونو او  په ګوشته او نورو سیمو کې د افغانستان خاوره کې د پاکستان د تېري او پرمختګونو یو هدف همدا مسله هم تشکیلوي.
زه ددې تړون جزئیاتو په اړه بشپړ معلومات نه لرم، خو د افغانستان په اړه د پاکستان د همیشني دریځ او پالیسۍ له مخې ویلای شم، چې پاکستان به هیڅکه هم په دې برخه کې رښتینی نه وي، یلکې ضرور به ددې کاسې لاندې بله نیم کاسه وي.
داسې فکر کېږي، چې پاکستان په دې توګه غواړي، ددې پروژې په اړه د نورو هېوادونو د قراردادونو مخه ونیسي او پخپله هم دا پروژه په بېلابېلو بهانو وځنډوي. داسې انګېرنې هم شته، چې که پاکستان پردې پروژې باندې کار هم پیل کړي، نو ددې ترشا به هم کوم منفي هدف ولري او دا پروژه به بیا هم له زیان او ناکامۍ سره مخ کړي.
نه پوهېږم زموږ چارواکو په کوم باور او شرایطو دا تړون لاسلیک کړی، کېدای شي د ځان لپاره د معنوي او مادي امتیاز ترلاسه کولو مسله هم پکې څه ناڅه شامله وي، خو فکر کوم اړینه ده، چې  په داسې تړونونو کې له ډېر احتیاط څخه کار واخستل شي، ښه به وای چې د پاکستان په څېر هېواد سره دداسې ملي تړونونو په لاسلیکولو کې د افغانستان د خلکو نظر او توافق هم اخستل شوی وای، ځکه په دې اړه د افغانستان اکثریت وګړي شکونه او اندېښنې لري، که دا کار د ولسي او مشرانو جرګو له هوکړې وروسته ترسره شوی وای؛ نو په راتلونکي کې به له یوې خوا اړوندو دولتي چارواکو ته مسوولیت نه وای متوجه شوی او په دې پروژو کې د احتمالي ستونزو د راولاړېدو په صورت کې به خلکو له ګرېوانه نه وای نیولي او له بل لوري په دغو پروژو کې به له دولت سره د خلکو رښتیې همکاري هم ملګرې وای