پښتني ننګ او افغانۍ مېرمنې
29.08.2013 14:50زه چې په ګران افغانستان کې دافغانۍ میرمنو او نجونو حلت ته ګورم داسې فکر نه کوم چې په یوشتمه پيړۍ کې دې ژوند کوم اوس هم فغانۍ میرمنې په تیاره کې ژوند کوي که کابل نه ووځو لرې پرتې سیمو ته لاړ شو او دا فغانۍ میرمنو نجنو ژوند ته وګورو نو له څارویو سره به یې ډېرکم توپیر وشي.
د تعلیم نه بې برخې دي په ښځو باندې تعلیم بې ننګي بولي ایا پښتني غیرت دې ته وايي؟ فکر نه کوئ چې دېوې مېرمنې روڼ اندي د یوې ټولنې دروڼتیا سبب ګرځي که چېرته موږ سعودي عرب ته وګور چې داسلام سرچینه یې بولي هلته هرکال له دیرشو زرو نه زیاتې نجونې له پوهنتونونو څخه فارغت ترلاسه کوي ولې هلته اسلام اجازه ورکوي ولې هلته غیرت اجازه ورکوي او زما پښتون ته یې نه ورکوي ولې؟ په ټوله نړۍ کې ښځه حق لري چې تعلیم وکړي خو زما په هیواد کې داحق نه لري د نورې دنیا انسانان څه چې ان څاروي یې د تعلیم له نعمت څخه بې برخې نه دي خوموږ ته داحق څوک نه راکوي موږ اوس دهغو څارویو نه هم بترشو په افغانۍ ټولنه کې دښځې ژوند په لنډه ټکوکې تاسې ته بیانول غواړم هیله ده چې دزړه په غوږونویې واورئ.
د اسلامي اصولو له مخې باید پلار او مور دخپلو بچو ترمنځ هيڅ ډول توپير ونه کړي دواړو ته باید په یوه سترګه وکتل شي خو په افغانۍ ټولنه کې بیا دا برعکس دی نجلي ته په کم او هلک ته ډېردرناوی کيږي چې داخپله لویه ګناه ده هم داسلام له نظره او هم دبشري انساني قانون له مخې ستر جرم دی نجلۍ چې وړه وي چې لږه غټه شي دوروڼو مزدوره وي ورور به ورنه کشر وي خو دا به ورته داسي زغلي لکه په کور کې یې چې نوکره ساتلې وي چې پيغله شي دمور کارونه ورپاتي کيږي هغه پرمخ وړي کله چې واده شي بیا خاوند او خواښې خوسر خدمت ورپه غاړه شي چې کله مور شي بیا د بچو خدمت او روزنه ورپه غاړه شي کله یې چې بچي ځلمیان شي بیا دهغو نازونه او دهغو سپکې سپورې وړي بچو ته چې واده وکړي بیا دازامنو همدغه مور چې ټول عمر یې دخپلو بچو خدمت کړی وی او ستر کړي یی وي داسی چلند ورسره کوي چې دلته بیا فکر کوې لکه نوکره چې وي ترهغې په همداسې کش مکش کې وي چې ومري.
دا و په افغانۍ ټولنه کې دیې افغانې میرمنې ژوند تاسې وویاست په کوم اسلامي هیواد کې له ښځو سره داسې کړنې کيږي لکه چې موږ سره کيږي.
موږ ته چې اسلام کوم حقوق راکړي دي زموږ افغانۍ میرمنو ته چاورکړي دي که مسلمانان یو خو باید د اسلامي اصلوپابند اووسو.
پیغمبر ص کوم سفر کومه جګړه کړې چې په کې دې مېرمنو ورسره ګډون نه وي کړی ؟له خپلو میرمنو سره به حضرت محمد ص په هرکار کې مشوره کوله که موږ وګورو ډیری حدیث د پيغمبرص له میرمنو په حواله ارنقل شوي دي اسلام میرمنوته عزت ورکړ له اسلام نه مخکی له ښځو سره ډېربدچلندکیده الله ج دمور په پښو کې جنت موږ ته راکړی دی خو موږ دخپل جنت قدر په هغه شان کړی دی په کوم ډول چې پکار دی؟
زموږ په ټولنه کې دمیرمنو په وړاندې ډېر داسې ناوړه دودونه شته چې د افغانۍ میرمنو ژوند یې له خاورو سره خاورې کړی دی خو زه به ورباندې سرسري بحث کوم.
حضرت محمد ص فرمايی چې که تاسې خپل لور او زوی ته واده کوۍ نو ددوی مشوره رضایت په کې حتمي دی کوم پښتون ترننه خپل لور نه دا پوښتنه کړې ده په بن یې ورکوي په بدوکې یې ورکوي قتل ورور وکړي په بدوکې خور لاړه شي زموږ ننګ وګوره چې هرچاته مو مور او پلار خوښه وي موږ یې په وړاندې اخ قدري هم نه کو دې ته وايي پښتني ننګ ؟ څاروی چې څاروی وي کله چې د قصاب په لاس کې چاړه وګوري پوی شي چې حلالوي مو نو چې هرڅومره یې کشوي نه ورسره ځی خو موږ افغانۍ میرمنې خپل ژوند د خپل پلار او دورور قرباني کو هلته که هرڅه تیریږي تیرو یې دا په اسلام کې شته ؟ اسلام دا جازه په هیڅ قیمت نه ده ورکړې چې ګناه دی یو کوي او سزادې بل ته ورسیږی .
موږ د یو انسان په توګه د تعلیم حق لرو باید داحق موږ ته راکړل شي په دې برخه کې باید له موږ سره زموږ مشران او علاما په ټوله مانا مرسته وکړي.
کله چې یوه میرمنه ناروغه شي نارینه ډاکتر ته یې بوتل ښه دي که ښځينه ؟ که چېرته موږ باندې تعلیم ونه کړئ تاسې به ښځينه ډاکترانې له کومه کړئ
موږ دهیواد نیمه برخه جوړو موږ ته باید دهیواد په جوړونه کې په سیاست کې پوره پوره ونډه راکړل شي .
زموږ مشران روڼ اندي باید زموږ په ټولنه کې هغه ناوړه دودونه چې پښتنې میرمنې او پښتانه ځوانان ورسره مخ دي باید په له منځه وړلو کې یې نه ستړکیدونکې هلې ځلې وکړي.
موږ نن مظلومې یو که تاسې مشران له موږ سره مرسته وکړئ دا هېواد له ملالو ډک دې لکه څنګه چې تاسې دمیوند په ملالۍ باندې ویاړۍ داسې ډېر ویاړونه او لعلونه شته دي چې تاسې ورباندې وویاړۍ خو دغه لعلونه په ایرو کې پټ دي دا رایستل غواړي او داستاسې مرستې ته اړتیا لري.
موږ ستاسې پړوني یو موږ ستاسې ناموس یو پرموږ ننګ وکړئ پرموږ باندې زړه وخوږوۍ
د لوی ازاد او خپلواک افغانستان په هیله

