د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوې غزل

هدایت الله شیدا 17.08.2013 13:04

غزل
ځان به عدت کړم بې له تانه نور دې نه یادوم
ته بې وفا شولې جانانه نور دې نه یادو م
خیر که ګریوان څیرلی غم خوړلی ژوند تیروم
وي زندګي دې راته ګرانه نور دې نه یادوم
نو تا تر اوسه زما د پاک عشق تقدس درک نه کړ
ګلابه نه یی دومره نادانه نور دې نه یادوم
ستا محبت ماته راکړي بې له درده څه دي
رسي مې چیغې تر اسمانه نور دې نه یادوم
راغلې د عشق په براک سور زما د زړه دنیا ته
ورک د دولت کمي کړې مانه نور دې نه یادوم
شیدا