روژه
21.07.2013 15:08ليري موله منځه کړه خفګان روژي
یود سولي تږي افغانان روژي
سږافغان ولس ته خوشحالي راوړه
ټول ديو وحدت لروارمان روژي
ته یې مقدسه اوسپیڅلي میاشت
نازل سو په تا کي پاک قران روژي
تاکښي فضیلت اوبرکت سته دي
تاته کړي هوس مسلمانان روژي
عظيم جان لاسونه لپه کړي دي
غواړي(کاکړ)بخښه له سبحان روژي

