دپرديو سرنوشت
09.07.2013 11:58نشته ټانګ نه بې پيلوټه الوتکه
بيامو هم ده له دښمن نه لاره ورکه
دراکټ درنې مرمۍ مونږ په اوږو وړو
نه موټرنه کانټنر شته نه چورلکه
هومره زر به يرغلګر په ګونډو کيږي
څومره وي چې اراده زمونږه کلکه
بلا زړونه ورته ډک دي له غصې نه
اوباما به هم په سر وخوري چپلکه
ولسمشره ته غلام يې ته غلام يې
واک دبل دې ته بس يې لکه نانځکه
ای مشفقه شهادت راباندې ګران دی
له ځانو نه تاوو بمونه ځکه

