د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځوان او خوښ اوسېدو هنر کتاب چاپ شو

حنيف حيران 09.07.2013 11:55

(د ځوان او خوښ اوسیدو هنر)چاپ شو
د ځوان او خوښ اوسېدو هنر کتاب د ارواپوهنې او ټولنيزو ستونزو په اړه په زړه پورې کتاب دی، چې ښه شاعر،لیکوال او ژباړن ډاکټر محمدحنيف حيران له اردو او انګليسي ژبو څخه په خوږه او روانه ژبه پښتو ته راژباړلی دی.

دا کتاب پښتو کاروان د ژباړې مرکز په سپين کاغذ له ښې پښتۍ سره د زر ټوکه په شمېر چاپ کړی دی.
پر کتاب ښاغليو ډاکټر محب زغم، استاد هجرت الله اختيار او ډاکټر فيض محمد ځلاند سريزې ليکلي دي.
په دې کتاب کې د ماشومانو د سالمې روزنې، د نجونو او هلکانو د جنسي ستونزو د هواري، اروايي ستونزو، ژور خفګان، شخصيت، احتلام، احساس کمترۍ او … په نورو موضوعاتو په زړه پورې ليکنې شوې دي. د ځوان او خوښ اوسېدو لارې چارې پکې په ګوته کړای شوې دي او جنسيت په اړه له هغو رازونو او نيمګړتیاوو پرده پورته شوې ده چې زمونږ د ټولنې زيات وګړي ورسره لاس او ګريوان دي.
یاد شوی کتاب د ښاغلي ډاکتر صاحب حیران اتم چاپي اثردی،هغه له دې مخکې د پښتو ټپیزې لومړنی کتاب،دوه شعري ټولګې او څو ژباړې چې د طب او ارواپوهنې په برخه کې وې،په کتابي بڼه چاپ او خپاره کړي دي.