پښتو
05.06.2013 21:04خـبره نـورتـرشـرمېدوتېره سوه
داسـتاوعـده چي تـركلـوتېره سوه
دصـبرلـفظ راتـه تـكـرارمــه وايــه
زمـاحوصلـه تـرصبرېـدوتېره سوه
چيـغـه د(آه)مي تـرخـولې ووتـلـه
پـاس داسـمان تركـنگروتېره سوه
وخت دحـساب اودكـتاب راغـلى
چي معامله موترفايدوتـېره سوه
عظيمه اوس يې پروانه كړم دشور
كاكړه گاى چي ترپـښتوتېره سوه.

