يتيم افغانستان
01.06.2013 23:23يتيم افغانستان
ژوندون ګران دی مرګ ارزان دی په دې چم کې
قدر ورک بس د انسان دی په دې چم کې
دبارودو دلوخړو په ګردو کې
خدايه ورک رانه اسمان دی په دې چم کې
هغه څوک چې خپل په نورو باندې مړه کړي
بس همغه قهرمان دی په دې چم کې
تيندکونه خوري خو رسي به منزل ته
يو سړی په لار روان دی په دې چم کې
زماهم له ډېرو خلکو نه نفرت دی
خو يوڅوک راباندې ګران دی په دې چم کې
چا پکې واخيستې نومرې او څوک ناکام شول
وخت اخېستی امتحان دی په دې چم کې
چاپرې لاس درحم کينښود مشفقه
يو يتيم افغانستان دی په دې چم کې

