د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاشلي زهر

همایون نایل 28.05.2013 20:44

د ځینو اندکو؛ خو مهمو خبرو پر سر ډېر تاوېدل را تاوېدل کېدای شي، په هېواد کې یو ځل بیا د داخلي جنګ په لور احتمالي نژدېکیت ولري.
دا احتمال له هغې وروسته سر را پورته کړ، له کومې ورځې چې په دې هېواد کې ځینې صحنې داسې ننداره کېدې چې ورسره د هېوادوالو اندېښنې زیاتې شوې.
د نژاد پرستي، قوم پرستې، د پښتون او هزاره تر منځ تعصبات که څه هم په تېرو څو کلنو کې نه درک کېدل؛ خو جرړې یې د خاورو لاندې رکې روغې پاتې وې.
د دغو جرړو د را برسېره کول د عامو خلکو له توانه پورته خبره وه؛ خو د هغه ځواک لپاره دومره ګرانه نه وه چې تر ډېره یې خوف له سترګو تښتېدلی، د سترځواک (دولت) په چوګاټ کې په قانوني ټول شتون لري؛ خو له دغه ځواک څخه غېرې قانوني استفاده کوي.
له خپل پرستو یې بشري قوه جوړه کړې، دوی یې ترشا لاس لري؛ حمایه یې کوي، د ستونزې په شنډېدو کې هم ورسه تر ډېره مرسته کولای شي.
هغه جرړه بیا د بشري قوې د کین لاس کار دی، یوازې د چا امر ته په تمه وي، بیا د داسې یو چا امر چې د لاڅپوسي توپ بخېدو لپاره یې د بادارانو حېثیت ورکړی.
خو دغو ځواکمنو ته دولت کوم اهمیت نه لري، له پخوا یې پرې سترګې سرې دي، د ډېرو لویو مسالو په حل کې یې پرې تشې را برنې کړي، ورسره داسې حل تر لاسه کوي، په کوم ډول چې یې غوښته شوې وی.
د لته پوښتنه پېدا کېږي، هغه څوک چې د ولت په لمن ناست دي، لوی پوستونه یې نیولي او له هغې سره ورته ځان ځواکمن ښکاري، په داسې حال کې چې دولت باید د غېرې قانوني کړنو پر وړاندې جدي برخورد وښیی.
ولې په دې نه توانېږي، هغه مسالې چې غېرې قانوني بڼه لري، نه یوزاې چې ورسره به یې نه مني، لا دې ترې پوښتنه وکړي، چې په داسې کړنو ولې لاس پورې کوي.
خو لا یې ورسره مني او ملاتړ یې هم کوي؟
د دې پوښتنې حل د ورستې جرړې په را بربنډېدو کې له ورایه ښکاري.
پوهنتون چې له پخوا نه په همدې نوم یادېده، داسې نوم چې نه به ورسره درې ژبو مخالفت کاوه او نه هم پښتنو؛ خو په دې وروستېو کې چې کله د دانشتګاه او پوهنتون خبرې کېږي، ډېره ساده خبره ده چې هېڅ زیان نه شي رسولای؛ خو چې ولې مهمه ده او تر ډېره بریده یې خلک را پارولي؟ ان ډېر پکې سره ژور لاړ شي.
هزارګان بیا ان په لارینونو لاس پورې کړي، چې وړاندوېنه یې کېدای شي د یو لوی تعصب زېږېدو او یا پیاوړي کېدو نښانه وي.
دانشتګاه چې په ایراني فارسي کې پوهنتون ته ویل کېږي، د افغانستان دري ژبو هم په کلکه عقیده د پوهنتون د نوم پر ځای کاروي. دا چې دا نوم په کومه بڼه راغی، ولې راغی، بیا دومره غښتلی او نامتو شو چې اوس پرې د هزاره او پښتون ترمنځ اغزن دېوال جوړېږي، یو بل ته یې نظرونه مرګوني شي.
وسیله یې همدا ځینې شخصیتونه چې هم په دولت کې دنده لري، ورسره په ډېرو نورو لمسونونو او لاسپوڅيتوب کې مخکې دي. په داسې حال کې چې ځان د ځینو سیمو باداران پېژني. د هغوې شومو اهدافو ته د ژمن کېدو او وفا دارۍ په خاطر دا کلمه را وړه او دلته یې ورته شهورت ور کړ.
سرچینه یې د همدې ورځې د را رسېدو په انتظار وه، چې کله به یې جادو وینې، په سر روانې لانجې یې تر کومه خلک بوخت ساتي او په خپل منځنو کې یو د بل لپاره مرګونۍ ګواښ ګڼي.
راځې هېوادوالو چې که به هر نامه یاست، دا دواړه یوه خبره ده، په سر یې هغه خبرې کول نه دي پکار چې په ترسره کولو یې زمونږ دښمنان خوشحاليږي او دا زمینه ورته برابره شي چې په دې هېواد کې تر دې زیاته لاسوهنه وکړي.
که په بده شي دا خبره نه ده، د نورو شرخوښو له خوا پاشل شوي زهر دي چې زمونږ په ورکولو کې ترې تر هرڅه ډېره ګټه اخیستلای شي.
نو له دې سره به نه یوازې پرمختګ نه شوو کولای، روسره لا وروسته پاتې کېږو.
له دې وروسته که مو دا مساله په ځای پرېښوده، ټول د یو افغان په نامه سره یوځای شو د هېواد د وسولې او ثبات لپاره مو هڅې پیل کړې، له یوې خوا به دا بد خویه او شرخویه دسیسه جوړونکي رټل شوي او مختورن شوي وي. له بلې خوا به مو له خپل هېواد، هېوادولو او راتلونکي نسل سره ډېره وفاداري کړي وي.