د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حزب اسلامى افغانستان اعلاميه

حزب اسلامى افغانستان 15.05.2013 10:38

حزب اسلامي افغانستان د ايراني ځواکونو له لورې دافغانانو وژنه په کلکه غندي.
حزب اسلامي افغانستان د فراه ولايت تر څېرمه د افغانستان او ايران په ګډه پوله د يو شمېر بېګناه افغانانو وژنه د ګاونډيتوب او نړيوالو قوانينو خلاف عمل بولي.
د تيرې شنبې په ورځ د افغانستان او ايران په ګډه پوله برهغو درې سوو تنو افغانانو چې د خوارۍ مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو، د ايراني سرحدي ځواکونو له لورې پرې د ټولو اسلامي او انساني نورمونو خلاف بې رحمانه او ناتاره ډزې وشوې، چې په پايله کې يې لس تنه بې ګناه افغانان شهيدان، تر لسو زيات ټپيان او د (١٥٠) تنو په شاوخوا کې ترننه بې درکه دي. ايراني ځواکونو پردې بې رحمانه عمل، زموږ يو شمير هيوادوال دغم او وير پر ټغر کينول.
حزب اسلامي افغانستان د ايراني ځواکونو دا کړنه يوه ستره انساني فاجعه او غيرې اسلامي عمل ګڼي او د افغان دولت نه د دې غمجنې پيښې دجدي څيړنې او پلټنې غوښتنه کوي او همدارنګه پر افغان دولت غږ کوي چې دافغانانو د سر، مال او ناموس په کلکه ساتنه وکړي او په راتلونکې کې دې د دا ډول پيښو دمخنيوي لپاره جدي تدابير ونيسي.
د حزب اسلامي افغانستان
فرهنګي څانګه
کابل - افغانستان