غـزل / زړه غـواړي
01.05.2013 12:14دا سختـې خبـرې دي دا زړه غـواړي
ښـه لـويـه سيـنـه لـکـه د غـره غـواړي
هسـي پـه کتـو خـو یـاره نـه کيـږي
مينـه ژبـه غـواړي مينـه خـولـه غـواړي
مـا خـو تـرينـه مـال او سـر لـوګـې کـړ ټـول
دغـه ظـالـم نـور لـه مـانـه څـه غـواړي
تنـده يې مـاتـيـږي تش پـه يـو کتـو
تـږي د ديـدن جـامــونـه نـه غـواړي
څـومـره کـه مـې وسـيزې پـه شـوخ نظـر
بيـا مـې هـم زړه ستـا لـور تـه کاتـه غـواړي
زړه د احمـد هـرڅـوک خـپـلـوې نـه شـي
دا نـرم زړګـې د پښتـانـه غـواړي

