دعبرت سبق
30.04.2013 12:02بيابه ترې واخلي دا نړئ دعبرتونو سبق
دلته پردو ته مونږ ويلی د غمونو سبق
دلته نازوانا بچو ته دزانګو ښوونځي کې
وايې دننګ او په اسلام دغيرتونو سبق
دلته راتلل دي په هوس خو بيرته تګ په غم دی
له ياده وځي دخوښۍ او هوسونو سبق
ته ليونی يي ته دوکه شوی له تا سهوه وشوه
تابه لوستلی وو زما دتاريخونو سبق
دوی خو مرګي وخوړل دوی خو کيسې نه شي کوی
خپلو بچوته به ليکي په تابوتونو سبق
ماته خو هم دا مدرسه دغه ښوونځی وښايه
چيرته دې ويلی دی مشفقه دشعرونو سبق

