د خوبونو د نړۍ روڼ اندى شاعر
17.04.2013 21:34د نړۍ پر مخ چې څومره قومونه ژوند کوي يا ددې نه مخکې تېرشويدي. هرقوم د خپلې ګټې، سولې، اتفاق، يوالي، وحدت او د بهرنيو قومونو د سازشونو،دسېسو او ډنډورو نه د خپل قوم، ژبې، کلتور، تهذيب، او ثقافت ژغورلو لپاره مختلف صلاحيتونه او استعدادونه په ځانګړو دندو اچوي. پر همدې اساس د نورو قومونو سازشونه، دسېسې او ډنډوري شنډوي او خپل قوم د عروج تر پولې رسوي. پر دغو روڼ اندو کې يو هم شاعر دى. شاعر د قوم او ژبې خدمت د شعر په واسطه کوي. د تېرې يا ماضي زمانې نه يې خبروي، د حال په ژبه ورته ګويان وي. او د اينده زمانې وړاندويينې ورته کوي چې د وخت په تېرېدو سره د تکميل جامې اغوندي چې ښکاره بېلګه يې د پېرمحمد کاروان دغه شعر دي چې تېرې زمانې کې يې ويلاى وو. نن يې د تکميل جامې اغوستي دي.
خاونده داسې وخت به په نږدې موده کې راشي
چې پورته افغانۍ وي او کلداره ښويدلې
ځکه خو ايوب صابر مجبوره شوی دى چې داسې ووايي.
د امد کېفيت داسې وي صابره!
لکه خېژې په شاعر د يو نبي رنګ
يا شاعري جز يې پېغمبري است
شاعر يوازې شاعر نه بلکې يو مورخ هم دى. پر همدې اساس شاعر ته د قوم بېنا يا غړېدلې سترګې وايي.
پر دغو روڼ اندو شاعرانو کې يو هم ځوان، تکړه او تاند شاعر شېرمحمد حېدر دى. چې نږدې موده کې يې خپله لومړۍ شعري ټولګه د (خوبونه خاورې نه شي) په نوم پښتو ادب ته ډالۍ کړه.
په کتاب کې د شاعر خپلو خبرو نه پرته تکړه شاعر، ليکوال، ژباړن، نقاد او محقق محمود اياز او محبت شاه شينواري دده په فن او هنر خبرې کړي دي.
په کتاب کې غزلې، نظمونه، قطعي، څلوريزې او لطېفې نه بلکې هايکو ګانې شاملې دي. خو د غزل برخه پکې زياته ده او په غزل کې يې زيات رياضت کړی دى. ځکه خو حېدر ته د غزل شاعر ويلاى شو.
شاعرانه خوبونه کله چې مونږ د شاعرانه خوبونو په لټه د ادبي قاموس پاڼې اړوو نو څه داسې لولو"له ډېره پخوا د شعر له ځانګړنو څخه داده چې شاعر په تصوف وزمه حالت کې هغه څه انځور کړي. چې دده پرته يې نور نه شي انځورولاى په اروپا کې د منځنۍ پېړيو په اوږدو کې به اخلاقي شعر د هغو خوبونو په بڼه رامنځ ته کېده چې شاعر به لېدل ....... "
يا خوبونه او شاعرانه خوبونه د نالېدلې نړۍ (لاشعور) عکاسي کوي. او دا عکاسي مونږ د تعبير په ارته او پراخه پرده ګورو او د ژوند د لاځوابه پوښتنو لپاره ترې ځوابونه اخلو.
نو راځئ چې د حېدر د تاندې شاعرۍ سرسري جاج واخلو. حېدر لاځوان دى. شعر يې هم دده په څېر ځوان او تاند دى. د ازمېښتونو او تجربو له بټيو څخه تېرېږي او د خپل نامالوم منزل په لور ځان رسوي. دا چې حېدر يو بااحساسه شاعر دى نو ددې احساس هم ورته شوى دى. او خپل هدف ته رسېدل يې بې درېغه ارمان او حسرت دى. ځکه خو يې خپل ټول خوبونه زمونږ سره شريک کړي او د تعبير په لټون دى. هر څو که د منزل په لورې لوړې ژورې دي، وېره خوره ده، تورتم دى، وحشت دى، غربت دى، خطره ده. حېدر هم په شا ستنېدونکى نه دى خپل ځان په خپله څه داسې ډاډه کوي.
اشنا زړور زړګي ته مې ډارنې لارې څه دي
منزل مې دى لا مخکې حرکت دى را په غاړه
يا دا
په شا نه ځم د وخته که مې ستړې زندګي شي
اى ژونده! په فطرت کې مې جذبې دي نه ختمېږي
حېدر چې کله ډېر د ناهېليو په ګرداب کې ډوب شي نو څه داسې د همت چغه کړي.
پوهېږم چې د ځان په تنګو سختو ورځو شپو کې
حېدره! بل څه نشته يو همت دې راپه غاړه
نفاق د سولې او امن نشتوالى چې د پښتنو يو لوى غم او الميه ده. ددې نفاق له لاسه د هر پښتون کور، جومات، هوجره، کوڅه او ګودر په وينو لمبېدلى او د وينو وږم ترې راخېژي. د پښتون خپل وجود (تن) هم سلامت نه دى پاتې، بلکې داسې شنل شوی دى. چې د پېژاند له قېده هم وتلى دى. ددې نفاق په سوب د هر پښتون کور نه دارالجنګ او ماتم کده جوړه ده. د پښتون د سندرې نه مرثيه جوړه ده. د پښتون د هر کور نه د کونډې، بورې او يتيم د ساندو او ويرونو اوازونه راځي. جنتي پښتانه دوزخي ژوند تېروي. دا چې حېدر يو کلک پښتون او مسلمان دى. ځکه خو په سوله او امن مېن دى. نور يې په پښتنو دا دوزخي ژوند نه پېرزو کېږي. د عدم امن پر ضد ده هم ساندې او وېرونه کړي دي. راځئ چې يو څو ساندو ته يې غوږ شو.
راځئ چې مونږه يې پلټنه او پوښتنه وکړو
سپينه کوتره چې د امن په دې لاره مړه ده
څو دقابيل د فکر غړي به يو
څو به خپل کور کې ورور وژنه کوو
دا سانده خو يې ډېره د جذبې نه ډکه ده.
اېره اېره به دې ځواني شي د ګل مخو مېره!
لاړ شه کابل او پېښور ته د قيامت څپې دي
د حېدر په شاعرۍ کې ګڼ مضامين ځاى شوي دي تر ډېره حده يې شاعري د ابهام نه ستر کړې ده. حېدر د شعر د ستار په رنګين تار خپل غربت، بې وسي، جلاوطني (مسافري) د خپل ديار، کلي، ګودر، هوجرې حسرت د انصارو مينه چېړلي دي او دده په شاعرۍ کې ځاى پر ځاى تر سترګو کېږي. لکه چې وايې.
د کاره وروسته نه شو دا خولې خولې مزدور
کوي د سرو غرمو سختو لمرونو کې زګېروي
پرون که حبيب الله رفيع صيب ويل
له مانه مه غواړئ خوښي، خندا، هوس، خوشالي
چې کور په کور مې د وطن په کور کې وير پروت دى
ملت ويرجن، چاپېر ويرجن، مځکه اسمان ويرجن دى
زما په شعر د ويرجن مخيط تاثير پروت دى
نو نن حېدر څه دا رانګه ګويان دى.
خوب د څنـګل رانه هېر شوى اشنا ورکه دې شي
دا غريبي هره لمحه سړی له کوره باسي
انسان چې اشرف المخلوقات دى. خداى(ج) د ټولو مخلوقاتو نه غوره، ښايسته، باشرفه، باعزته، باهنره او افضل پېدا کړی دى. نو شيطان چې دده له لاسه د جنت نه ويستل شوی دى عزت او شرافت کې يې چرته پرېږدي. شيطان تل غواړي چې دا افضل مخلوق يو بد او ناوړه عمل تره سره کړي. بلکې په دې ناوړه عملونو کې يې اخته او ککړ کړي. حېدر هم بد کوي (شيطان يې دهوکه کوي) خو حېدر ډېر سپين زړى دى. په خپلو بدو اعمالو يې خپل ضمير څه داسې ورته وايي.
کله چې په بدو تجربه وشي
خپله ملامته کړي ضمير سړى
د حېدر ټولې غزلې ٧- ٨- ١١- ١٢- ١٤- ١٥ او ١٩ څپيزې دي. په ١٩ سيلابي غزلو کې يې هم شعريت ته پوره پاملرنه کړې ده. (د شعريت په تله پوره خېژې) حېدر په شعر کې تر څه حده يو مخصوص نا تکميل جلا رنګ لري او د يو ځانګړي رنګ په لټون لالهانده لالهانده ګرځي.د حېدر شاعري د ادبي صنعتونه ښه پرېمانه ذخېره لري. چې ادبي صنعتونه په کې ځاى په ځاى شوي دي.
حېدر په شعوري کوښښ نوي نوي جوړښتونه ترکېبونه په خپلې شاعرۍ کې ځاى کړي لکه . د خطر مور، د سرمايې بټۍ، د غربت ښار، د ډار څپې، د زوال کرښې او.........
حېدر په خپلو شعرونو کې ځاى په ځاى صنعت طباق يا صنعت تضاد هم راوړى دى. لکه په دې شعرونو کې
د وخت سپينه هنداره شوم د شک انځور نه لرې
د وهم جنګ ته ما د يقين زغرې لاس ته راوړې
زما د زړه احساسه خاموشي راڅخه لرې کړه
شور راکې پېده کړه ليونۍ جامې راوغونده
په پورتنيو شعرونو کې شک- يقين خاموشي او شور په خپلو کې تضاد توري دي.
حېدر په شاعرۍ کې د تورو تکرار او د صنعت تام تجنيس ښې- ښې بېلګې موندل کېږي. صنعت تام تجنيس هغه ادبي جوړښت ته ويل کېږي چې لفظ يا تورى مشترک او مفهومونه يې جلا وي.راځئ چې دلته يې يو څو بېلګې ولولو.
تور دي په زړه ته تور کارغان ګلشن ته مې
دا سپينې کوترې حقيقت لري
زما د حق وينه بلا غوندې بلا- بلا بچي به راوړي
د ځان قاتله سکه وروره تا چې ما لره سنګر نيولى
حېدر په پړاؤ-پړاؤ فساد چې خوروي
هغو خلکو لباس ځان ته اکثر سپين کړيدى
په لومړي شعر کې وينو چې "تور دي" د ظاهري رنګ اوبڼې لپاره استعمال شوى دى. او په " زړه تور" د نفرت علامت يا سمبول دى. بلا –بلا چې يو ترې مراد بلا يا ويروونکى ځناور او بل د بلها لنډ حالت دى چې مراد ترې ډېر زيات دى.
مطرف تجنيس:- هغه ادبي صنعت ته وايي. چې د لفظونو اهنګ اود تورو شمېر يې يو شان وي. مګر په يوه توري کې سره توپېر ولري. لکه په دې مثال کې.
يو څوک مې د زړه پولې ته په جنګ راځي ملګرو
په جنګ راځي ملګرو په غورځنګ راځي ملګرو
په پورتني شعر کې دوه کليمې (جنګ او ځنګ) سره په وزن او د تورو په شمېر کې سره مساوي دي. په لاندې مسرې کې د جنګ نه يو حال ټکى يا نقطه پاسه انتقال شوى او په حمزه (ء) تبديل شوی دى.
همدا مې بې وسۍ ده ورته هېڅ ويلاې نشم
ملنګ غوندې يو تن دى په قلنګ راځي ملګرو
که په دې شعر کې قافيه ننګ وى. نو په ټولو مسرو کې به مطرف تجنيس ځاى شوی وو.
د حېدر په شاعرۍ کې د صنعت تصدير بېلګې هم موندل کېږي صنعت تصدير هغه ادبي جوړښت ته ويل کېږې چې د يوې مسرې په اخر کې يو توري تکرار شي او د بلې مسرې په سر کې. يا د بلې مسرې په اخر کې او ددې مسرې په سر کې نو راځئ چې د حېدر په شاعرۍ کې بېلګې ولولو.
نه غواړي خدمت او عزت نه غواړي
غواړي خودپرسته د شهرت اذان
يو څوک مې د زړه پولې ته په جنګ راځي ملګرو
په جنګ راځي ملګرو په غورځنګ راځي ملګرو
تلميح يا تاريخي واقعات هم د حېدر په شاعرۍ کې موندل کېږي.چې د هرې تلميح تر شا يوه تاريخي واقعه پراته ده.
څو دقابيل د فکر غړي به يو څو به خپل کور کې ورور وژنه کوو
د خليل د خوي تابع يم په سره اور کې مې هم تاب دى
په اخره کې زه خپل ليک د محمد صديق پسرلي صيب ددې شعرونه سره پايې ته رسوم
حاسد که هر څو وولي شهکار اثر په تېګه
ماتېږي نه د لمر د پلوشو وزر په تېګه
دښمن د سړيتوب په سمه نرمه نه پوهېږي
د مار او د لړم نشته ځواب مګر په تېګه

