د ظلم څلورمه لسيزه!
11.04.2013 22:08د پښتنو په سيمه جابر ظلم خپله لمنه داسې غوړولې ده چې له هر يوه تن له خولې نه چغې، بغارې او د تراژيديو او الميو داستانونه اوريدل کېږي. په يوه خوله کې هم خندا نشته. هره څېره د وير او غم سمبول دی. هر بااحساسه تن همدغه حالاتو په نايولو خبرو ويلو مجبوره کړی دی. هر غزل، نظم او تر دې چې د مستۍ سندرې هم د مرثيې جامې اغوستې دي. د هر يوه تن په اننګيو باندې اوښکو دارې او لارې جوړې کړي دي. د هر چا شونډو د غم پاړونو او پتري نيولي دي. په هره فنپاره کې غم ځان ځای کړی دی.
وخت هم په خپلې لمن کې اغزي نه بلکې تېرې ستنې راوړي دي او په پښتنو يې ورټومبي. د هر يوه کوره جنازه راوځي د ماجت هر لاسپيکر کې د جنازو اعلانونه دي. تېر تاريخ راته پېغورونه راکوي، د مستقبل او اينده نسل ګناهګاران يو. په حال کې په وينو لړلي يو. دوه مخي دښمن رانه په عجبه هنر څو سوه کلن غچ اخلي. ګوته ورته هم نه شو نيوی او قتلېږو هم. حالات داسې دي چې د اتل سره ټول په يو غږ او يوه خوله داسې چغې وهو،
نن راته مور په ژړاغوني غږ کې داسې وويل
زويه قدم کېنږدې نور له دروازې نه بهر
که داسې وخت کې څوک راولاړ شي او له دې ويرجن حالاتو نه بغاوت وکړي په ژړاغوني لهجې کې له ځانه سره د ښکلا يوه منظره زمزمه کړي.
د ياد مالګينې اوبه دې څاڅي په زخمي وجود مې
دې دوزخونو کې جنت جنت خوندونه ګوره
په داسې وخت کې د رومان او ښکلا په لوري تګ د چا ذهن او تصور ته هم نه راځي. حالات په هر پړاو د مرګي غمازي او نمايندګي کوي. هر څوک په پښتنو د زهرو تخمونه شيندي. د مرګي پرښتې دې سيمې ته رابولي، د ژوند د نوم يې په دې ټولنه کې نه خواښېږي. که په دې ويرجن ماحول کې څوک د چا په ښکلا يوه خبره وکړي، نو پېغور نه بلکې داد ورته پکار دی. دا خلک چې داسې پېغورونه کوي يا خو يې ځان ښودنه ترې مطلب وي يا هډو ددې حالاتو نه خبر نه دي.
د هر پښتون له قلمه مرثيز توري اوري. چې په دې ټولنه او په دې حالاتو مرثيې وايي. عملاً خو هغه تفريح موږ ته نه ده مساعده، که په خيالي نړۍ کې څوک د چا شونډې او زلفې وستايي، نو بيا دا خلک ولې پېغورونه ورکوي. نه پوهېږم چې دا يوه شيبه خندا يې هم په دې وګړو نه پېرزو کېږي. ګومان دا خلک ټول عمر دې خلکو ته غم او خفګان غواړي....
علت څه دی چې پښتانه کله مړه شي خاندي نور قومونه په ژوندوني خاندي. دلته کومه بلا پراته ده. پخوا به مو په اسطورو کې اوريدل چې څو کسان په يو ځل بلا، ښامار او ... وخوړل، مګر اوس انسان اشرف المحلوق بلا شوی دی. بلکې بلاګانې ترې امان غواړي. تر څو به زموږ نه خنداګانې تروړل کېږي. د پښتنو په کلتور او رواج کې د هرې مسئلې حل شته، پښتانه په يوه ننواتې مړي بښي. د يوې کونډې او يتيم په سر ټول عمر په سرو اورونو کې تېروي. د پښتنو سپين روبي او مشران کوم د وکالت سند نه لري، بلکې خدای تعالی دا قام ته دا وديعت کړي دي. جرګه د جمهوريت بنسټ او تهداو نه دی؟
واعظه ستا تلقين په خپل ځای خو اوس وخت بدل دی
زموږ او ستاسو زمانې سره جدا جدا دي
جاوېد احساس

