دافغانستان د کړکیچنو حالاتو دحل او فصل معقولې لارې
06.04.2013 11:57دافغانستان جهادی رهبرانو او قوماندانانوعملا وښودله چې دوی د حکومت دارۍ او د افغانستان د ترقۍ او بیا جوړونې په لارو چارو د اوله نه پوهیدل او بیا هغه وخت چې غرب عملا افغانستان اشغال کړو نو غرب هم دوهمه درجه مجرمیت او ملامتیا په غاړه لري، اوس را ځم ددې کړکیچ دزیاتیدو داخلي نیمګړتیاوې او د خارجیانو توطیی درته معرفی کوم.
داخلي نیمګړتیا وې
دیوه با سیواده، باتجربه ، متخصص ، مستقل او ازاد تعقل او فکر خاوند ریس جمهور نشته والۍ په دغو دوران کې
دیوه اصیل پشتانه په کورنۍ او لمنه کې پیدا شوۍ پشتون ریس جمهور .
دیوه هوشیار ، بې ویرې ، دیوه ایدې څښتن وطن پرست افغان ریس جمهور نشته والۍ .
دیوه داسې ریس جمهور نشته والۍ چې هغو ته فقط، وطن - دعامو خلکو منافع مطرح وي .
دیوه داسې ریس جمهور نشته والۍ چې د پاکستان -ایران -عربستان ، مزدور ،نوکر نه وای.
دیوه داسې ریس جمهور نشته والۍ چې شخصا عقل کل وی او ډیر با وجدانه ، با مسولیته او په وطن مین داخلي مشاورین ولري او ټول تصامیم دوطن په خاطر شخصارهبری، مدیریت ، تعقیب ،او تر دایمي نظر لاندې ولري.
دیوه داسې ریس جمهور نشته والۍ چې په ( اداری فساد - رشوت - چپاول - غلا - غصب-ترافیکنګ د هیرویینو ، تریاکو ،چرسو ، وسلو ) کې لاس ونه لري.
دیوه داسې ریس جمهور نشته والۍ چې هغه سر قوماندان اعلا وی او خپل وظایف او مکلفیتونه او دهغو اولیتونه او ورته ضروریات ( دوسله وال پوځ) اکمالات ، وسلې او محاربوی تخنیک په اهمیت پوه وي او په خپل درایت او هوشیارۍ ، بیدون له خارجی دیکټاټه عملي او سر ته ورسوي.
دیوه داسې ریس جمهور نشته والۍ چې د ( انګریز - امریکا - فرانسې - جرمني ) او نورو ناتو او ایساف هیوادو په ټولو توطیو ، مرضو ، خواهشاتو ، تمایلاتو ، شیطانیو ، تفرقه اندازیو ښه پوه او د دوی د ټولو هغو شیانو مخه نیولې وای چې زموږ ملي ارزشو ، زموږ ملي استقلال او دخاورې تمامیت او همدارنګه دهغو سره په موقع برخورد کړې وۍ ، نن به د ډیر درد سر سره نه مواجه کیدلو ، لکه ( سر په خود زندانونه ، سر په خود پروازونه ، سر په خود عملیاتونه ، سر په خود تلاشۍ او بمبارۍ او زمو ږ ددشمن سره نږدې زموږ دملي منافعو ضد عمل او اقدامات ددوی له خوانه د ملي قوانینو او بین المللي قوانینو سره په تضاد کې دي .
دیوه داسې ریس جمهور نشته والۍ چې ده کولای شوۍ ( لایق ، متخصص ، تحصیل کرده ، وطن پرست ، استقلا ل پرست ، د ( پاکستان - ایران - عربستان ) ضد کسان دوزیرانو - واليانو ، ولسوالانو ، قاضیانو ، پولیسانو ، جنرالان ، معینان ، ریسان ،مقرر کړي وای او دغه د سپیرلټو وطن د ترقی په لور رهنمون کړې وای .
داسې یو ریس جمهور څه په درد خوری چې ټوله ورځ د خارجی او داخلي مشاورینو- جهادی رهبرانو - معاونینو او مافیا سره په خبرو مصروف وي او دخلکو د ژوندانه د اصلی مشکلاتو چې عبارت دی له ( بیکاری - مریضي - بیسیوادی - فساد او رشوت - زورکواکي - دښخو سره ظلم او جفا - د قانون نه پلي کول ، مجرمین او غاصبین ، قاتلین او ناقضین حقوق بشر دیوه مخه ونه نیسي او همیشه د خپلې کورنی په قصه کې وي .
داسې ریس جمهور به څه کړې چې ( سربازان ېې ، اجیر - نوکر - مزدور - سمتی - مذهبی - مصلحتی - تنظیمی - جهادی - قومی - دمافیا - او ( پاکستان - ایران - عربستان - حکمتیار - حقانی - طالبانو ) سره تماس ولري او دهغوی فرامین عملی کړي او که معاش ورنه کړل شوو دیوه سره تښتي لکه نن چې ۵۰۰۰ تښي دی .
دیوه علما ترتیب او تنظیم شوۍ ستراتیژی افغانی پلان د ( سیاست - اقتصاد - نظامی ) په برخه کې نشته والۍ .
دیوه مترقی ، متمدنه ، تحصیل کرده ، وطن پرستو ، استقلا ل پرستو وکیلانو نه شته والۍ او دهغوی له طریقه په ولسمشر فشار راوړل تر څو په خپلو کړو وړو کې تغیرات را ولي، خو له بده مرغه چې اکثریت ېې مصروف په رشوت او اداری فساد کې ښکیل کسان شمیرل کیژي .
د مترقی - استقلال خوښونکو - ترقی او باز سازی خوښونکو - سیاسی احزابو نشته والۍ او ددوی تر منځ د ملي - سیاسی - اقتصادی - مسایلو هدفمنده نږدیوالۍ شتون نشته والۍ .
همیشه د پردو دهول ته نڅیدل ، د پردو خبری منل ، ځانونه په ډالرو او پونډو خرڅول ، دیوه ورور شیطانی بل بیګانه ته کول ( خودکش او بیګانه پروره ) دی.
هنوز هم پشتون د فارسي ، فارسي د هزاره ، هزاره دازبکانو ، او نوریستانیانو پر ضد تبلیغاتو ته لمنه وهل او د دشمن اهدافو ته وده ورکول بل کار نه دی.
ملانو - طالبانو - اخوندانو - روحانیونو - پیرانو - سیدانو - میرانو - خواجګانو - تعویضګرو - جادوګرو او نورو مداریانو مخصوصا د ۳۴ کالو خونین ناورین نه هیڅ پند وا نه اخیستو او یوه ورځ ېې په یوه جومات - یوه تکیه خانه - یوه غونډه - یو لویه ملي اجماع - داختر او جمعی په لمانځو کې د رشوت خورو - غاصبینو- سړي وژونکو - انتحاریانو په ضد تبلیغ او فیصله صادره نه کړه او تل ېې د ترقۍ ضد تبلیغاتو ته زمینه مساعده کړيده .
نور به څومره او څه شي ته انتظار اوباسۍ ( وحيي د الله هم نه را ځي ، ځکه اولین او اخرین پیغمبر دوخته راغلۍ - معجزه غواړۍ ، هغه هره ورځ په سترګو وینۍ ( تیږې داسمانه در باندې رالویژی - کشتۍ ډوبیژي - سیلونه او توفانونه عالمونه غرقوی - بارانونه او د قطبینو ویلي کیدل را نژدې دی - امریکا اوغرب مو هره ورڅ بې ستره کوي ، او قصرونه او بلدینګونه مو د خپلو اولاادو د نابودی له پاره جوړ کړل ، او طالبانو په کابل کې چکر وهی او حکمتیار او ملا عمر ته کرزی بلنه ورکړی چې راشي بیا امارت جوړ کړي او په امارت کې کرزی دایمي ریس جمهور تعینیژي او پادشاهی تل تر تله د کرزی بوله ځکه امارت انتخابات نه مني او بیا کورنۍ جګړه پیل کیژي او د انتقام وخت نسبت یو بل ته بیرته را رسیژي .
ضد وبندونه یوه ورځ تر بلی ورخې تازه او نوی منځ ته راځي ځکه د طالبانو د رامنځ ته کیدو سره ډیر جهادی او تنظیمی لیدران خپل ژوند په خطر کې وینی او کرزی هم خوښ دی چې طالبان زر تر زره په کابینه کې شامل شي او ممکنه ده څو وزارتونه ورته ورکړي نو د کرزی به تاریخی ارمان پوره شي او د طالبان په ذریعه به د خپلو تنظیمی مشرانو نه چې هر څه ېې ورباندی دیکته کول انتقام اخلي.
نور هم ډیر علتونه او نیمګرتیاوې شته ور باندې علاوه شي هغه تاسې ور باندې اضافه کړۍ او د خارجی توطیو او مداخلو په هلکه .
دخارجیانو توطیه ګر اهداف :
غرب په راس کې ېې امریکا د افغانستان د ترقی او بازسازی او نو سازی په قصه کې نه وه او نه به وي،مخکې له مخکې اقای رامسفیلدز ویل او دهغو وروسته یوه بل وزیر دفاع ویل چې موږ افغانستان ته د ددی هیواد دترقی او جوړیدو له پاره نه یو راغلی ، که امریکا غوښتۍ اوس به افغانستان یو مدرن او پر مخ تللۍ هیواد وو ، څرنګه ؟؟؟؟
که دڅلورو نه تر پنځو دبرق لوی بندونه جوړ وای نن به موږ برق صادرولو - دوهم به موږ د زراعت له پلوه خود کفا وو - دریم به موږ مدرنه تخنالوجې او لوی فابریکات مخصوصا معادن استخراج کړي وو،خو غرب بله لاره چې ددوی اصلی هدف وو غوره کړه او هغه څه وه ؟
غرب اول زموږد وسله وال پوځ وسلې خپلو هیوادو ته یوړې ، نوری ېې کباړ او دمجاهدینو او خاصتا د پاکستان په فرمان په هغو هیوادو خرڅې کړې تر څو دیوې خوانه دافغانستان وسله وال پوځ دپاکستان د ( آی اس آی ) په فرمان خلع سلاح کړي چې پاکستان په افغانستان کې خلاس لاس ولری او همیشه برلاسۍ وی ، دوهم غرب خپلې زړی - متروکه ، دیموډې ناکاره وسلې په افغانانو خرڅې کړي تر څو دیوې خوانه دغه وسله وال پوځ په امریکا متکی شي او دبلی خوانه افغانستان تر غوږو د امریکا او غرب په قرضداریو کې بند شي ،او دبلی خوانه د غرب اجیرو- بیکاره - قرضدارانو مامورینو او بندیانو ته په افغانستان کې د کار زمینه د مشاورینو په نامه پیدا شي او معاشونه تر لاسه کړې.
او اساسي خبره داوه چې هغه تحصیل کرده او مسلکي افسران اومامورین په وسله وال پوځ کې برطرف او تقاعد ته سوق کړي تر څو د مجاهدینو بي مسلکه غله قومادانان د مقام او څوکۍ خاوندان شی ، خو زموږ یوه لوړ رتبه افسر ونه ویل چې هغه وخت چې دبرلین دیوال ونړیدو نو د دیموکراتیک المان افسران او مامورین نه بندیان شول ، نه برطرف شول ، نه ( ډی ډی ار شول ) خو متاسفانه په افغانستان کې چون تروریستانو افغانستان اشغال کړۍ وو نو بیرته ېې افغانی تروریستان په اداراتو کې مقرر کړل تر څو دوی چې په غلا او چباول اموخته وو او ښه لاره او مدارک ورته معلوم وو نو ددوی سره ېې د جیوال خوله و نیوه او په ګډه ېې د انجیو ګانو په ذریعه د کمکو( نقده ) ډالرو او یورو د ری اکسپورت
په موضوع او تجارت ددوی سره شریک کړو او دواړو خواوو ( غربیانو او دکرزی مجاهدیونو چارواکو ) ځانوه ماړه کړل، چې نن وایی ۶۰ ملیارد دالر به افغانستان کمک شده ، څه شوې دغه پیسې او چيرته لاړې او ولې، فقط یو شۍ ېې ډیر ټینګ نیولي چې دفساد اداری مخه په افغانستان کې نه نیول کیژي ، او دغه دفساد مخه کرزی نه نیسی ځکه ده ( کرزی ) د معاونینو او وزیرانو او نورو وګیلانو سره منلي او دریاست جمهوری تر اخره دفساد اداری په ضد هیڅ اقدام نه کوې ځکه دوی پوهیژی چې ددی دوری په پای کې جهادی نظام ړنګیژي او پر ځای ېې یو نوی مبتکر - دمتخصصو - تحصیل کرده - باتجربه - پاکو افغانانو ، نمونه حکومت را منځ ته کیژی او که را منځ ته نه شوو نو افغانستان سل په سلو کې د پاکستان په فرمان تجزیه کیژي .
له پاره ددې چې د افغانستان دتجزیی خبره عملی شی نو مخکی له مخکی غرب او پاکستان څه وکړل او تر ۲۰۱۴ پوری به نور کوم کارونه عملی کړی چې ددوی دتجزیی پلان عملي شي .
- اول ېې د تنظیمو درهبرانواو قوماندانانو نه یو مصلحتی - تنظیمی - دففټی ،ففټي تقسیماتو حکومت جوړ کړو چې د بنیاده مرتجع او د امپریالیزم اسلی ستنی جوړوی او امپریالیزم په دوی ډیر په اسانی خپل فرامین او اوامر پلي کولای شی .
- بیاېې په دوی د پخوانی وسله وال پوځ وسلې او محاربوی تخنیک په غرب او شرق خاصتا پاکستان او ایران خرڅ کړو، نور ېې د کباړ په شکل پاکستان ته یوړو ، دلته پاکستان څو اهداف تر سره کړل ( اوېې وسله وال پوځ مصلحتی - تنظیمی - سمتی - اجیر - او د پاکستان او ایران د نمایند ګانو په شمول کدرونه ځای پر ځای کړل ) یعنی وسله وال پوځ ېې خلع سلاح کړو ، بیا ېې دری ډیر نور سرسخته مجاهدین ( حکمتیار - ملاعمر اخوند - او مولوی حقانی ) د هلال دایری نه د باندی د تشتت ، پراګندګۍ ، توطیو ، قتلونو ، او تخریباتو او انتحاری له پاره د ځان سره وساتل ،بیا ېې په افغانستان خپلې وسلی چې ددوی په وسله وال پوځ کې ( ډیموډې ) شوي او زړی دی په افغانستان خرڅې کړې، بیا ېې کنفرانسونه ورته قطار کړل ( د بن اول او دوهم کنفرانس - د توکیو کنفرانسونه - د لندن کنفرانسونه - د امریکا کنفرانسونه -د فرانسې کنفراس وغیره ) چې دوی په شکل د اشکالو مصروف وساتی او ډول ډول مرستی ورته وعده ورکړی خو یوه فیصله هم تر اخره عملی نه شوه ؟؟
- بیاېې طالبان په مختلفو ګروپو تقسیم کړل( یو تعداد ېې په پاکستان بندیان کړل - یوتعداد ېې په خپله بندیان کړل - یو تعداد ېې د امریکایی - انګلیسی - جرمنی او فرانسوی طالبانو په نامو ځانو ته تابع او دهره لحاظه تجهیز کړل تر څو په دوی افغانستان همیشه تر ګواشونو لاندی وساتی او تهدید ېې کړی او په راتلونکې کې بیرته ددوی نه ناوړه دډیرې ارزانه وسلې او وسیلې په توګه استفاده وکړي .
- بیا ېې مختلف احزاب او سازمانونه د افغانی ټولنی د تقسیم کړه - تفرقه واچوه - حکومت وکړه پر بنیاد جوړ او تمویل کړل ا و ضمانت ېې ورکړو، چې دغه ۲۰ کاله یوه هم یوه زره خدمت په هر لحاظ ېې چې وسنجوۍ خلکو ته ونه کړو، بلکه تفرقه ، نفرت ، او ډشمنیو ته ېې ډیره نوره لمن پراخه کړه .
- په اقتصادی لحاظ ېې یوه لویه فابریکه - دبرق لوی بند - لوی معدن جوړ یا استخراج نه کړو چې که ډیر زر افغانستان ترقی وکړی نو پاکستان اتومات تجزیه کیژي او افغانستان خلک د مستقل پلارنی بحری بندر ( ګوادر ) خاوند ان کیژي .
- د لا زیاتی بې سترۍ او تفرقه اچونی له پاره ېې د صلحی د شورا تر نامه لاندې هغه ډیر افراطی او مرتجع اخوانیان چې د دولت په چوکات کې ورته ونډه نه وه ورکول شوې دغو شورا ته د ډیرو امتیازونو په ورکولو سره تشکیل کړه چې افغانستان ېې څو کاله مصروف وساتلو او یوه مثبت نتیجه ېې نه ده ورکړې .
- د عسکري مکلفیت دوره ېې ونه منله ، ځکه که د مکلفیت دوره را منځ ته شوې وای نو افغانستان اوتومات د څو قوی اجتماعی بدلونو خاوند کیدو لکه (( د سربازانو د معاش سپما او موږ مجبور نه وو د امریکا او نورو هیوادو نه قرض واخلو - یوه سرباز ته د میاشتی ۵۰۰ افغانی معاش د مکلفیت په دوره کې بس وو -- دوهم پاکستان پوهیدو چې اوس د تنظیم او خارجی هیوادو د نمایندګانو مخه ونیول شوه او فرار هم نشته نو دغه یو ملي وسله وال پوځ وو چې د دکتور نجیب ا لله وروسته افغانستان تشکیل کړو او ډیر مثبت اقدام دی)) ،
- د دستوری ستراتیژیکو تړونو لاسلیکول چې زموږ د سیاسی - اجتماعی - امنیتی - اقتصادی بدلونو او ددشمنانو د لاس وهنو مخ نیوی نه وو پکې ځای په ځای شوي امضا کول درست کار نه وو .
- افغانی لوری ( حکومت ته ) د قرار دادونو اجازه او صلاحیت نه ورکول دمثال په ډول ( دروسې ) نه مدرن محاربوی تخنیک رانیول - او وسله وال پوځ ورباندې سمبالول یو تاریخی هوډ او ارمان ګڼل کیژی او تر څو زموږ وسله وال پوځ په روسی مدرن تخنیک مجهز نه شي پاکستان مو تجزیه کوي .
- غرب خپله اراده ، دخپلو منافعو ساتل په ټوله نړی کې په افغانی حکومت تحمیلوی او په هیڅ وجه د افغانستان په خاطر پاکستان نه خفه کوي ( یو ددرواغو اخطار ېې پاکستان ته ورکړو چې که دایران سره د ګاز پایپ لاین امضا کړي ) نو به امریکا ور باندی اقتصادی تعزیرات وضع کړي چې هیڅ ېې ونه کړل ، پاکستان د انګریز خاص مزدور او نماینده هیواد دی په جنوب شرق داسیا کې نو ددی خاطره انګریزان ددیورند په هکله د پاکستان طرفداران دی ، دیورند هیڅ قانونی صبغه نه لری که څوک شک لری لاړ شي د امان الله خان وروسته اسناد ددیورند په هکله ولونی هلته نوشته شوې دی چې ددیورند په سند دوه واری خبری او جر او بحث ته ضروت دی .
اوس را ځم د افغانستان دخونین کړکیچ د حل او فصل کیدو لارو او اشکالو ته لنده کتنه لرم.
اول : د ۲۰۱۴ کال د ریاست جمهوری انتخابات ته حتمی لاره هموارول او په هیڅ وجه د انتخاباتو د کولو مخه و نه نیول شي او صرف نظر ونه شي .
دوهم
: داسې یوه سړی ته رایه ورکول ضرور ده چې هغه بیرته ( مصلحتی - تنضیمی مزدور - رشوت ستان - دغلو او سړي وژونکو - بیسیواده او بې تجربي ) کسانو نه حکومت جوړ نه کړي.
دریم
: په اولین قدم کې نوی ملي وسله وال پوځ تشکیل - تجهیز او تربیت کړي، په وسله وال پوځ کې یوه خارجی مشاور ته ضرورت نشته او موږ خپل ملي متخصص او فروفشنل کدورنه په هیواد کې دننه یا د محاجرت په حال کې لرو نور به شیطانی مشاورین د وسله وال پوځ نه خارجوو ( ګویا حتما د ملی - اسلامی - افغانی نورمونو پر بنیاد د مکلفیت دوه کلنه د عسکرۍ دوره منظوره او تایید کړي که دا کار ونه کړي نو به تل تر تله د ( پاکستان - ایران - عربانو ) اجیر او نوکر افغانان هلته ځاله او ځای لری او د امنیت او ترقی مخه هیڅ نه شي نیولای .
څلورم
: د پورتنیو کارو سره سم په ( بدخشان - مزار شریف - کنر - پنجشیر - نیمروز ) کې دلویو برق بندو جوړول د افغانستان د اقتصادی - زراعتی - فرهنګی او کلتوری -علمی- او تخنیکي انقلاب منځ ته را ولي او په زهنیتو تاثر اچوی او زموږ خلک په لنډه موده کې د بیکاری - فقر - او جنګي حالت نه ژغوري( اګر خصایل انسان زاده محیط است باید محیط را انسانی ساخت ) ..
پنځم
: تاسې ته اطمنان درکوم چې نور به په افغانستان کې د طالبانو امارت نه جوړیژي - نور به افغانان د افغانستان دتجزیی خبره هيڅکله څوک نه لیکي او نه بیانوي .
شپږم
:زما پیشنهاد د نوی ریس جمهور د ټا کلو له پاره دادی چې هغه څوک چې ځانونه کاندیدوي باید په لومړي سر کې کاندیدان ( په پشتو او دري خبری وکولای شي - تحصیل کرده وی - په سیاست او دیپلوماسۍ کې ماهر وی - دمسلک تخصص ولري - لاسونه ېې په وینو او رشوت ککړ نه وي د افغانستان ملي منافعو ته ارجیت او تقدم په ټولو ملي او بین المللی مجالسو او کنفرانسو او قراردادو کې مدنظر ولري ( بیا زما په نظر مخکي له انتخاباتو دغه کاندیدان سره په یوه غونډه کې سره را ټول شي او په یوه داسې چا لاس کیږدي چې هغه په رشتیا سره د افغانستان د مشکلاتو، او خونین حالت دختمولو ، دامنیت د راوستلو ، د اقتصادی پرمختګ ، د داخلي دشمنانو سره یا ګډه ژبه پیدا کول یا دهغوی د شکست امکانات سنجول شوی که نه ، او د همسایه ګانود شیطانیو مخ نیوۍشي که نه ، او د غرب سره په جرات او قاطعیت خبری کولای شي که نه) نو که هر څوک د پورتنیو سوالو سره موافق وو هغو ته نور کاندیدان تیر شي او علنی د میدیا په حضور سره دغه لویه ملي اجماع را وبولی ، دا یوه نوی منطقی لاره ده او د افغانی اصولو سره سمه ده .

