يا وطن یا کفن
16.03.2013 11:58روحاني به توره ډال راپورته کړي له خپل کفن نه
که خبر شو چې دښمن یرغل کړی په وطن دی
محترم کرزی صاحب باید د شاه شجاع لقب ونه ګټي بلکه د احمد شاه بابا یا محمود غزنوی(بت شکن) یا میرویس نیکه لقب وګټې ترڅو هم خدای ورنه راضي شي او هم خپل مظلوم ولس
حامد کرزی باید څه وکړي چې اسلامي قانون په افغانستان کې جوړاو نافذ کړي تر څواداري فساد او ترهګرۍ ته د پای ټکی کیږدي او ملي خپلواکي ترلاسه کړی اوپه خپل هیواد کې یې دایمي سوله، پرمختګ، امنیت، یوالی او سوکالي رامنځ ته شي؟
که چیرته حامد کرزی صاحب( یا د افغانستان هر یو سناتور،یا وکیل،یا وزیر،یا والي،یا سفیر، یا قوماندان، یا ملک،یا ملا یا انجنیر یا ډاکټر یا استاذ یا معلم) په ریښتیا غواړي چې اسلامي شریعت او خپل سر وساتي او هم پدې دنیا جنت وګټي، نو هغه باید لاندې کارونه وکړي او محترم کرزی صاحب له خپلو دری ګونو قو نه حطمي کارواخلي تر څو عملي کړای شي:
اول :اسلامي قانون او شریعت په افغانستان کې نافذکړي:( دغه کار باید په تدریجي ډول وکړای شي- د مثال په توګه اول خپل تعلیمي نصاب اسلامي تعلیمي نصاب کړي دا په دې معنی چې په لومړنیو، منځنیو او عالي لیسو کې او بیا په لوړو ذده کړو کې دې د اسلامي، طبیعي، اجتماعي علومو توازن راولي ترڅو د هیواد وګړي هم د اسلامي او هم د طبیعی او اجتماعي علومو(چې د اسلامي علومو یو جزء دی)برخمن شي ترڅو زمونږه آینده نسل او رهبري د قرانکریم او د سنتو په رڼاکې خپل ژوند او حکومت وکړي.
دوهم: د افغانستان اساسي قانون په اسلامي قانون تبدیل کړي( د افغانستان علماء: قاضیان،ملایان، څارنوالان او حقوق دانان چې خپل عالي تحصیلات/ دوکتوراوې په خپلو اړونده څانګوکې له مشهورو نړیوالو پوهنتونونو څخه ولري اود کرزي صاحب تر مشری لاندې کار وکړي او بیا دغه اسلامي قانون د افغانستان اول د مشرانو جرګه تائید کړي، بیا ولسي جرګه یې تائید کړي او بیا یې ولسمشر توشیح کړي او په پای کې د افغانستان لویه جرګه نوموړي اسلامی قانون تصویب کړي ترڅو د پلي کیدو یا نافذ کیدو وړ شي. دغه یو ډیر مغلق کار دی که چیرته زمونږ د ملک قانون اسلامي شي او اسلامي شریعت پکې پلي شي نو افغانسان کې ډیر زر امن، خپلواکي، پرمختګ، سوکالي او سوله راځي چې له دغه اسلامي قانون نه به نه یواځې افغانان ګټه پورته کړي بلکه د سیمې هیوادونه او ټوله نړۍ به ورنه فایده پورته کړي ځکه چې اسلامي قانون(قرانکریم او سنت) الله (ج) د ټولو انسانانو لپاره رالیږلي دي تر څو زمونږ د ټولو ژوند د محبت، پرمختګ، خوشحالي او سولې په فضاء کې تیر شي لکه چې خدای(ج)فرمایي( وما ارسلنک الا رحمة للعلمین) – ماته(محمد) نه یې لیږلې مګر رحمت د ټول عالم لپاره).
دریم: د اسلامي قانون(اسلامي شریعت) پلي کیدل: کرزی صاحب بیا دغه اسلامي قانون باید د دری ګونو څانګو(قضایه، مقننه او اجرائیه) پذریعه پلي کړي ترڅو زمونږ په ګران هیواد کې اداري فساد، نشه اي توکي، ځان وژنه، ځانوژونکې حملې، انسان تښتونه، انسان وژنه، غلاء، رشوت، زنا او داسې نور حرام او ناوړه اعمال له بین څخه لاړ شي.
څلورم: حامد کرزی صاحب او د هغه دری ګونې قوې(پارلمان، ستره محکمه او لویه څارنوالي) باید هغه کارونه وکړي چې ملي ګټې ولري نه تنظیمي ګټې- نورمحمد تره کي به داسې ویل: (د خلکو زور د خدای زور ...) داپه دې معنی که چیرته له ولمشر او د هغه له حکومت سره ولس ونه دریږي، نو دی بیا ولسمشر په څه شو؟ نو دلته فرض یا ډیره ضروري خبره ده چې باید او باید ولسمشر په خپله آخره دوره کې خپل ځان ته د شاه شجاع لقب ورنکړي بلکه خپل ځان ته د میرویس نیکه یا احمد شاه بابا یا محمود غزنوی(بت شکن) یا غازي آمان الله خان لقب پریږدي تر څو هم خدای ورنه راضي شي او هم خپل خوار و لس او نوم یې د تاریخ په زرینو کرخو کې د تل لپاره ژوندي او اتل پاتې شي نه یو خارجي غلام یا جاسوس.
پنځم: له خارجیانو نه ملي خپلواکي لاس ته را وړل: استقلال یا خپلواکي ګټل اسان کار ندی- څرنګه چې خارجیان زمونږه د ګران هیواد د طبیعی زیرمو(کانونو او معدنیاتو) د چور کولو لپاره د طالب وژلو یا القاعده وژلو په پلمه راغلي دي ترڅو زمونږه طبیعي زیرمي چور کړي، نو د کرزی صاحب نه او د پارلمان، سترې محکمي ، لوی څارنوالۍ او ټول ولس ته په کار دي چې لاسونه سره یو کړي تر څو د خپل ګران هیواد خپلواکي تر لاسه کړي او خپلې طبیعي زیرمې(ګاز، پټرول، کاشي، یورانیم،قیمتي ډبرې، سره زر، سپین زر، اوسپنه، د مرمرو ډبرې، د ډبرو سکاره وغیره) په خپلو انجنیرانو او مسلکي کسانو استخراج او بیا د نړۍ مارکیټ ته وړاندي کړي ترڅو افغانان په ټوله نړۍ کې تر ټولو خلکو نه ډیر غني او مالدار خلک حساب شي. نو دلته یو داسې قوي رهبرۍ ، مسلک او پوهې ته ضرورت دی چې نبي(ص) داسې فرمایي:( الحرب خدعه) – یعنې جنګ یو هنر یا چل دی. دا پدې معنی چې کرزی صاب، پارلمان، ستره محمکه او لویه څارنوالي باید په ګډه سره مجلسونه وکړي او پدې پورتني حدیث شریف باندې اجماع وکړي تر څو دوی پدې کامیاب شي چې دوی څنګه کولای شي(له کوم هنر او چل نه کار واخلي؟) ترڅو له خارجي داړه مارانو یا تور خامار نه خپل ځانونه او خپل مظلوم ولس وژغوري تر خپل استقلال حاصل کړي او خپلې طبیعي زیرمې(کانونه او معدنیات) یې خپل شي. لکه چې ډاکټر نجیب به داسې ویل: ( یا وطن یا کفن). نو دلته هر اصیل او خپلواک افغان ته په کار ده چې د هیواد د خپلواکۍ لپاره په خپل سر او مال قربانوي ورکړي ځکه چې خارجیان خو زمونږ د ګران هیواد د طبیعي زیرمو د چور کولو لپاره راغلي دي نه زمونږ د وطن جوړولو لپاره د البته د طالب وژلو، القاعده ورکولو په پلمه باندې زمونږه طبیعي زیرمې ځان سره خپلو هیوادونو ته وړي ځکه چې په غرب (اروپاء، امریکا، کاناډا، استرالیا کې) د هغوی طبیعي زیرمې یا خلاصې دي یا د خلاصیدو په حال کې دي نو دوی ځکه په یوه پلمه او بله پلمه زمونږ ګران وطن کې پاته کیږو تر څو خپلو شومو اهدافو ته وره سیږي....
په لنډ ډول باید وویل شي چې: یابه یو کیږی او یا به ورکیږو. که افغانان( په خاصه توګه حامد کرزی صاحب او د هغه دری ګونې قوې- مقننه، قضائیه او اجرائیه) چیرته پاس پنځو ټکو ته متوجه شول او عملي يې کړل نو پدې دنیا هم خپل وطن ګټي او هم جنت او که ورته متوجه نشول او پورته پنځه نقطې یې عملي نکړې، نو زما د قسم په الله(ج) وي چې خپل اسلام(دین او مذهب) عزت، استقلال، کامیابي او پرمختګ به د تل لپاره بایلي یا به یې له لاسه وکوي او پدې دنیا به په حیث د غلامانو جاسوسانو غوندې ژوند کوي او په هغه دنیا به زمونږ د ټولو جهنم ځای وي ځکه مونږه هم اسلام خرڅ کړ او هم مو خپل وطن په کفارو خرڅ کړل.

