د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حافظ رحمت د هندارو په بازار کې

شېررحمان بېتاب 15.01.2013 17:27

په موجوده دور کې چا ته ښه شاعر ويل په سکروټو باندې مزل کول دي، په ظاهره خو دا خبره اسانه ده چې يو شاعر ته ددې دور نماينده شاعر وويل شي، خو زه په دې نه پوهېږم چې د نماينده شاعرانو دا قطار به څومره اوږد وي. په خوله خو يو شاعر ته نماينده ويل اسانه خبره ده، ددې خبرې اثبات بيا ځانته جلا بحث غواړي او د اثبات لپاره بلا ډېر دلايل هم غواړي. ځکه چې د نن دور شعر د پخواني شعر په څېر لنډ، تنګ، د لفظونو بېخونده استعمال او يوې نظرې او مفکورې پورې تړلی نه دی، نننی شعر او نننی شاعر ازاد دی، د فکر او تصور شاهين يې هم ازاد دی په لفظونو يې هم راج دی، اوسني شاعران نه غواړي چې د خوشبو په څېر په ګلاب کې تم اووسېږي بلکې غواړې چې د هوا پر اوږو وګرځي او د خلکو د بوی تر حسه ځان ورسوي او د خپل ځان اثبات هم وکړي د خلکو شعري ذوق هم اوبه کوي. ځکه خو نن سبا څوک په ډاډه زړه دا رايې نه شي ورکولای چې ..... ښه شاعر دی. ځکه چې د نن دور شعر ډېر پرمخ تللی دی. نن د ښو شعرونو او د ښو شاعرانو کمی نشته.

د صبر درختې ته مې هسې شا وهلې نه ده
پدې ويران حرم کې خدای ابادومه ناست يم
استاد محمود اياز
ځان مې په لاره کې شيندلی دی راځه راپسې
ټوټه، ټوټه مې د وجود راټولوه راپسې
سېد شاه سعود
نيمه شپه دې د ياد وحې په ما وشي
نيمه شپه بدل د زړه حالت زما وي
طاېر ځلاند
زه د تنها الوت قايل نه وم فضا ګواه ده
خو ما په سېل کې زندګي په سېلېدو ومونده
جاوېد احساس
کړي ماشومان چې مو نانځکې مالومېږي داسې!
مونږ د بوتانو عبادت کړ د کعبې نه مخکې
سېد اکبر ساېر شينواری
زه مې په مرګ د خپل وجود ختمېده نه غواړمه
ما په همدې خاطر په خپل قبر لوحه ايښې ده
هجرت الله اختيار
رازونه ټول د سمندر باقره
څه په ورو ورو له کنارې نه اورم
شاهنواز باقر
تا که زه يم پيدا کړی ، ما خو هم ته راپيدا کړې
زه خو تا منم خاونده ، ته به هم ګوره منې ما
جلال امر خېل
مونږته چې ښکاريږي کوم دستوروپه شکلونو کې
هسې نه چې دغه څراغان په سمندر کې وي
اتل افغان
په نمجنو سترګو کېږي ننداره د ګلابونو
بيا راجوړه ده جګېږي جنازه د ګلابونو
مير احمد ياد
ګوره ماشوم سپوږمۍ ته کاڼي ولي
په ژړا وايي زما پلار نشته
عبدالسلام عادل
ويره خطر، شپه او چوپتيا شوه سره غاړه اغړۍ
هر خوا ځنګل ځنګل ځنګل څنګه سفر وکړمه
منګل ښېوه وال
څومره محدود د يو نظر کاته دي
د روان ګاډي نه بهر کاته دي
صابر مرغز
ډېرو بلا خبرې وکړې بې مانا يې وکړې
د چا يوې خبرې څومره ماناګانې وکړې
شېرمحمد حېدر
راته راغلې څو څو ځله سايه
په مقابل کې هر وخت خپله سايه
خالد پښتون
اوس تاسو اندازه د ننني شعر په معيار او کېفيت وکړئ. چې نننی شعر څومره پرمختللی، څومره له اشارو ، کنايو او سمبولونو په حجابونو کې پټ دی، د نننی شعر تشريح او تفسير د لفظونو په بې وسو وجودونو او د انسان په ذهن کې پراته عکسونه پواسطه تر څومره حده کېدای شي. د اوسني شعري مېدان يو بل لاروی چې راته د هندارو په بازار کې په مخه راغی. ښاغلی رحمت نيازی دی، چې ددې دور ډېر نوي او جلا مضمونونه يې د شعر په ګونګرو شرنګولي دی. يو نوی رنګ او خوند يې ورکړی دی. په تورو او لفظونو يې هم لاس بر دی، زه دلته تاسو سره د ښاغلي يو څو شعرونه شريکوم تاسو دده د شاعرۍ د معيار اندازه ترې په اسانه لګولی شئ.
منم زمري دي خو محدوده دي د ټي وي تر سکرين
تر دې په اخوا يو سړی هم د مورچل نه ښکاري
حافظه اوس دي د غزل طبيعت جلا غوندې دی
د مظلوم وينې دي په کې د زلفو ول نه ښکاري
،،،،،،
فردوس لکه مېزبان هغوئ ته وايي هر کلی
تندي چې څوک پر مځکه باندې ږدي په نيمه شپه
،،،،،،
حافظه و هغوی ته لنډ لاسونه شي اوږده
له قامه چې د لمر غوندې روښانه سړی باسي
،،،،،،،
زما د زړه په غولي کې شي نوی غوندې شور
چې ستا د تندي خال شي راښکاره لکه بلا
،،،،،،،
د ولس درد دی راغونډ مې دی په زړه کې
چې تر خولې د باندې راشي نو اشعار شي
،،،،،،،
دلته چې ظلم غواړي څوک پر سر يې اوري ګلان
دلته چې امن غواړي څوک سر ته ډبره ګوري
،،،،،،،
اوس به د مبالغې، مغالطې له دايرې او ځان ځانې له جهنمه به راووځو او د معيار يانې د نن دور د معيار تله به راواخلو او د حافظ دا شعرونه به پرې وتلو چې آيا د نن دور د شعري معيار سره سمون خوري که ........ هو زه خو په ډاډه زړه بغير د کومې يرې نه ويلای شم. چې د حافظ شعرونه د نن دور د ښو، شعرونو سره مزل کولای شي که ترې ګړندي نه وي، نو ترې وروسته به پاته هم نه وي. ځکه چې نيازي شعر ته د زړه وينه ورکوي. ښاغلي چې څومره په قلمي (ادبي) جهاد باور او عقيده لري هومره د خوشال بابا او احمد شاه بابا په تقليد سره د تورې په جهاد هم باوري دی، ددې دپاره د نيازي نظم (زما نظر) يې روڼ او ژوندی ثبوت دی. خوشال بابا او احمد شاه بابا چې نن دومره لوی سړي دي، دا يوازې د جنګونو په سوب نه دي بلکې د هغوی ادبي مقام هغوی ته نوره هم ځلا او ښکلا وربښلې ده. ګنې د دوی په څېر ډېر ننګيالي په پښتنو کې تېر شوي دي. اوس فقد د تاريخ په پاڼو کې د يادګار او څليو په توګه پاته دي. يوازې او يوازې دا او د دوی په څېر نور باباګان دي چې د تورې او قلم خاوندان دي چې د دوی له ذکر نه بغير مونږ او زمونږ ادب نيمګړي دی. زمونږ روزمره ژوند د دوی له يادونو او پنځونو سره تړلی دی.
شعر دمعاشرې او ټولنې د زړه اواز دی، هر شاعر چې د خلکو غوښتنو او امېدونو ته د شعر ژبه ورکړي، د هغه شعر د خلکو د توجه وړ ګرځي، نيازی هم په خپلې لومړۍ ټولګه کې ځانته جلا نيازی دی. تر ډېره حده يې کوښښ کړی دی چې شعر کې ځانته جلا لاره پېدا کړي، خو تر يو څه حده نيازي پر دې کار کې بريالی شوی هم دی. که څه هم شعري لار او رنګ يې لږ شان ځيږوالی لري، خو شکر بيا هم د ډېرو شاعرانو په څېر چې د ټولګو بارې يې درولي دي. لا پر دې نه دی بريالي شوي چې د نورو نه يې شعري لار او روږد جدا شي. خو د نيازي لار بيا د کوټې د شاعرانو په تقليد سره لږ څه نه څه بيله او جلا ده.
منم چې يو يم خو تقسيم يمه په دوه ځايه کې
زه په مجلس کې يمه ناست زړه مې دباندې ناست دی
پورتنی شعر څومره د هنر په ګاڼه سمبال دی، ددې دور سره همداسې د هنر په زيورو سمبال او څو ماناوې ښيندونکي شعرونه خوند کوي. پورتنی شعر که يو پلو د پښتون قوم په دوه ټوټو ويشلو فرياد مرثيز کوي، نو بل پلو د وحدت الوجود نظريه هم پکې د زرورکو په څېر ځلېږي. له دې سره سره د ولسي ادب سره هم يوه نه بېلېدونکي رښته او تړون لري، د نننۍ ليلا دوه رنګې او د بازاري مينې چل فريب مکر په کې ځای شوی دی. ددې هر څه باوجود زمونږ د پښتو يوه ولسي دريزه (هايکو) هم په خپل شاليد کې لري. هايکو دا صنف مونږ سره په ولسي ادب کې د مخکې نه موجوده وو، وروسته بيا د نورو ژبو په کارونه په پښتو کې وپېژندل شو او رواج يې وموندو.
ناسته له تا سره يم:::::زړه مې په کندو کې دی:::::زار له پندېرکه شم
د رحمت نيازي شعرونو له دريو لويو زاويو نه راچورلي چې لومړۍ زاويه يې د کلي په خان او ملک باندې نيوکې او تنقيد دی ، چې د پښتنې ټولنې لومړی ولسی بنسټګر دی، دويمه زاويه يې ددې دور د پښتانه درد، غم او اوسني حالت دي. درېيمه زاويه د وحدانيت په اړه دده شعرونه دي،ښاغلي د کلي په خان او ملک په اړه چې کوم شعرونه ويلي دي، ځکه يو عادي طبيعته شعرونه دي چې دا موضوعات زمونږ په ولسي ادب کې ډېر کارول شوي دي. له دې عادي زاويې وروسته بيا د دور غمېزې ، تراژيدي او انقلاب ځپلی وګړي. په خپلو شعرونو کې رانغاړي چې شعر يې هم دلته يو نړيوال حثيت غوره کوي. بيا بيا ورو ورو يې په داخل کې د وحدانيت او د خدای په اړه تصور مونږ ته په دې اړه مخې ته راځي، لومړۍ زاویه چې د کلي د خان او ملک په اړه ده، رښتيا هم د کلي دغه ملکانو او خانانو زمونږ کشالې زياتې کړي، چې د همدوی له سوبه نن کورنۍ جګړې ښې په اب وتاب کې روانې دي. پښتون د بل ورور وينه تويوي.
مار او له لړم سره حافظه زمونږ د کلي خان
څومره په طبيعت کې برابر دی راته ووايه
،،،،،،،،
زموږ مشر زموږ د وينې سوداو کړي
ماڼۍ جوړه کړي سره سپينه په دې ښار کې
بل د حافظ د شعرونو لويه برخه د پښتون قوم اوسني حالت دي، د کومو حالاتو سره چې پښتانه په جنګ اخته دي، د پښتنو مشران، ځوانان، ماشومان او زنانه ورځ په ورځ شهيدان کېږي دښمن يې څوک نه پېژني زمونږ رهبران دومره بې حسه شوي چې نوي نسل ته سپينه خبره په ډاګه نه شي کولای ، د پرديو په تګلاره باندې عمل کوي. هسې د فلمي ممثل غوندې تش په ليکل شوي سکريپ تمثيل کوي. کله په يو نوم کله په بل نوم زمونږ هوجره، جومات، ګودر ورانېږي، هيڅوک نشته چې ددې غم وخوري خو بيا هم د رحمت نيازي غوندې په زيرک زلميو افرين شه. چې دغه حالت د منظوم تاريخ په څېر اينده نسلونو سپاري او له حقيقته يې خبروي. ښاغلي پوره په ايماندارۍ بغير د کومې يرې دا حالت د شعر په نازک وجود کې ځای کړي دي خلکو ته په دې ظلمونو چغې وهي او وايي.
حافظه په لوی زړه هم و جومات ته مه ورځه
قانو په دواړو پښو د وطن شل دی پام کوه
پخوا به هر شاعر سره د ځان او د خپل سر غم وو د يرې پيريان به د هر چا په وجودونو ناست وو اوس چې حالت داسې اور ورين دي د هر کور نه يوه يوه جنازه هر کور کې روزانه د وير مرثيې زمزمې کېږي. زمونږ سندرې هم د مرثيې شکل اختيار کړی دی، د رومان او مينې څپې رانه بيخې هيرې دي بلکې تصور يې هم راته حرام شوی دی. نیازی هم ددې حالتو نه خبر او اګاه دی ګنې نو داسې خبرې ورته چا ورښودلې دي او ولې داسې وايي؟
چغې کړې زړګيه لر او بر تر خاورو لاندې شو
ستا چې ؤ په کار هغه بشر تر خاورو لاندې شو
کله کله په همدې لار کې د نورو پښتنو په څېر نيازي هم ناامېده او نا هيلی شي، خو څنګه چې نيازي يو هنرمند دی او هنرمند په دې عقېده لري چې د هر قسمه حالاتو مقابله پکار ده، د حالاتو نه په شا کېدل د شاعر او هنرمند په تصور کې نشته که هر څنګه حالت راځي شاعر به د امېد په فضا کې سا اخلي د مايوسۍ لمن به نه نيسي. د ناامېدۍ په دريابونوکې به ځان نه لاهو کوي .
د پښتون قام د يوالی د امېد نتيجه دا ده
دېوالونه درومه د اوبو پر سرو باندې
ددې هر څه باوجود حافظ خپل هوډ او عزم نه پرېږدي او د پښتنه دښمن ته کوت څنډنه کوي، د حسرت او ارمانه ډکې چغې وهي چې هر کله زما يتيم شوي نيم وجود پېوند واخسته نو بيا به خبره کوو ددې ټولو زخمونو بدل به درنه اخلم.
پرېږدو نه نه ضرور به پر دښمن کوو يرغل
تر اوسه لا پېوند او سره پوري نه يو مونږ
د وحدانيت په اړه به ددې نه ښه شعر کوم وې چې ښاغلي پکې رغنده او پرېکنده فېصله کوي او وايي چې نه دليل ضرورت شته نه ددې په اړه زه کوم دليل راوړمه. کامل ذات خپله په هر څه کې موجود دی او دا هر انسان چې پېدا دی نو دده تر شا ضرور يوه داسې لازواله، او دايمي قوه موجوده ده چې دا يې دومره په صورت او سېرت برابر پېدا کړی دی. دا قوه څوک کېدای شي سېوه د يو ذات نه چې هغه نه فناکېدونکی دی.
نه د دليل ضرورت شته او نه دليل درکوم
ستا په وجود کې خپله وګوره يو ذات ښکارېږي

يو قوم، يو وجود په يوه بې ديواله په يوې ښاماري ليکه يا کرښه سره نه بېلېږي، دا تړون د زړونو تړون دی، دا بيخي سره نه شلېږي چې څومره په دې خلکو باندې نور قومونه سختي، جبر او تشدد کوي، هومره دا قوم نور هم سره نږدې کېږي يو بل سره يې مينه، محبت زياتېږي. ځکه چې د دوی فکر، کلتور، رواج، رسم، عنعنات، اتل، مشر، رهبر او وياړ يو دی. د دوی ظاهري او باطني غوښتنې سره ورته دي. که ددې قام پر منځ کې بله کرښه هم تېره کړای شي، خو د دوی د زړونو تړونونه به څوک سره وشلوي. د دوی عنعنات به سره څوک بيل کړي. د دوی ژبه به سره څوک جلا کړي. که دا دواړه خواوې خلک سره نور نږدې شول زه داخبره په دعوې سره کوم چې کومې ګټې دوی نورو هېوادونو ته وړي همدا ټولې ګټې به دوی په خپلو کې سره تقسيموي، ددې قام به نورو قومونو ته د څه ضرورت نه وي. ځکه چې پښتو خدای تعالی يوه داسې ژبه پېدا کړې ده. ددې ژبې وګړي هره ژبه، لهجه ډېر په اسانه سره زده کولی شي، ددې سره سره پښتنو ته خدای تعالی داسې ذهنونه ورکړي دي. چې هر کار هم په اسانۍ سره زده کولای شي. بلکې نوې نوې تجربې هم په کې کوي.
مونږ واړه پښتانه يو زمونږ خاوره ده يوه
مونږ نه سره وېشو په يوه ليکه زندګي
حافظ تر ډېره حده د شعري معجزو نه ځان ساتلی دی. بعضې شاعران ټوله دنيا پر يوه ميږې باندې بار کړي او ميږی ورته په ځواب کې وايي چې دا زما نيم بار هم نه دی، دې رنګه شعرونو ته زه شعري معجزې وايم چې د حقيقت له سرحداتو نه لرې پراته وي.
ددې هر څه سره سره د رحمت نيازي شعر نيګړي اړخونه هم لري، ولې به يې نه لري، دا يو انساني پنځ او تخليق دی. اسماني صحيفه نه ده. چې د نيمګړتيا نه به مبرا وي. حافظ په ځينو شعرونو کې موضوعاتي تقليد کړی دی. زه يې دلته يو څو بېلګې راوړمه. دا اړينه هم نه ده چې حافظ به خامخه دا شعرونه په موضوعاتي تقليد سره ليکلي وي. بلکې ځينې مضامين خو داسې وي، چې هر شاعر ته مخې ته پراته وي. اول له همدې نه د خيال لپې ډکه کړي او بيا مخ په وړاندې مزل کوي.دا ټولنيز اثرات دي. کله کله پردی شعر چاته يو خوځښت او تحريک ورکړي چې په نتيجه کې کوم شعر تخليق شي، د لومړی شعر لباس هم په دوهم شعر خور وي.
شه زياتي سړی لکه ملنګ زندګي تېره کړه
ټول عمر دي خانه بس په جنګ زندګي تېره کړه
حافظ
ته په سره پالنګ زندګي تېره کړه
ما لکه ملنګ زندګي تېره کړه
داود بخت مندوخېل
تيارې به ورکوو که وو ژوندي او خدای کول
رڼاوې به راوړوو و دغه ښار ته خامخا
که پايو پر دې خاوره او که مرو پر دغه خاوره
رڼاوې به سهار، ماښام کرو پر دغه خاوره
حافلظ
که مو وجود پکې ختمېږي که له کاره وځو
تا له رڼا به راولو ددې دپاره وځو
طاېر ځلاند
مونږ شپېلندرو پکې سترګې وکړې
څه خلک وايي عاشقي توره شپه
حافظ
د رحمان په عاشقۍ کې سترګې وشوې
چې څوک وايي عاشق دی هغه خوار شه
عبدالرحمان مومند

په اخره کې یوه خبره بله هم درسره شریکومه چې حافظ شيرازي د فارسي ډېر لوی او د اعلی پايې شاعر تېر شوی دی، په پښتو کې حافظ الپوري دی، خو هغه د شيرازي په څېر مشهور او لوی شاعر نه دی، نو زه د حافظ رحمت نيازي نه خواست کوم چې په شعري مېدان کې د پښتو حافظ شي. چې اينده کې يې مونږه شاعري د حافظ شيرازي سره پرتله کړو چې د تول او معيار په لحاظ ترې کمه نه وي. په اخره کې خپله لېکنه د حافظ رحمت نیازي په يو شعر باندې د پای نقطې ته رسوم.
اوس پکې بايد چې د تڼاکو ترجمه وشي
اوس به شاعري په زلفو باندې نوره نه کوو
پای
۲۴\ ۱۰\ ۲۰۱۲ (۷:۳۷) ماسخوتن خپل کور
پښتونخوا کواټ