سالک د خپل شعر په هنداره کې
31.12.2012 17:01ښاغلي مصطفی سالک د پښتو د ادب هغه نازولی شاعر، ليکوال، کره کتونکی، ناول ليکونکی او .... دی، که يو پلو يې د باران د پاتې کېدو کېسه به يې خلک تر ډېرو عمرونو ياده ساتي، نو بل پلو د طاوس بڼکه او سندرېزې چينې به يې هم خلک د زړونو په مقدسو کتابخانو کې ځايه وي. منثور کره کتنه به يې خلک د نوي شعر په سينګار او ښکلا خبروي. ادبي ټوټې يې لوستونکي بل پلو نظر اړولو ته نه پرېږدي.
زه چې نه ليکوال يم، نه کره کتونکی، د مصطفی سالک پر شعر چې غږېږم نو يوه يره راسره ملګرې ده، ويرېږم هسې نه، د مصطفې سالک د شعر معيار رانه ټکنی يا مجروح شي، خو بيا هم د حبيب جالب دغه شعر راته ډاډ او تسل راکړي. چې ورځه او کليمه پرې ورتيره کړه خپل مات ګوډ نظر د تورو او ستورو په جهان وګرځوه.
هماری ذهن پر چهائی نهين هی حرص کی سائی جو هم محسوس کرتی هين وهی تحرير کرتی هين
او د محمد اقبال لاهوري دې شعر ته تکيه وکړمه، او ډاډه زړه يو څو ساه ګانې واخلمه چې وايي.
ہزاروں سال نرگس اپنی بے نوری پہ روتی ہے بڑی مشکل سے ہوتا ہے چمن میں دیده ور پیدا
د مصطفی سالک د شعرونو سره نېټې نه دی ليکل شوي، چې لوستونکي پرې غور و فکر وکړي. چې دا د ښاغلي د کوم وخت او دور شاعري ده، خو البته د شعرونو له لوستلو څخه يې داسې بريښي چې شعر يې يو څه تسلسل لري او په مسلسل وخت کې ليکل شوي دي. سالک د نوې دور شاعر دي. د هغه په شاعرۍ کې ددې دور خبرې منظوم شوي دي. ښاغلی د نړۍ دې ارتقا او پرمختګ ته په يوې نوې زاويې ګوري. او رښتيا هم دې مشينې دور انساني مينه بيخي نايابه او په نشت حساب کړه. دا خبره سمه ده چې دې مشينې الاتو د نړۍ فاصلې لنډې کړې، انسان ته يې ډېر ضرورتونه پوره کړل، خو انسان يې په روحي او ذهني توګه د خپل ځان غلام کړو. د زړونو فاصلې يې سره اوږدې کړې. انسانان دې مشينې دور داسې سره وتړل چې شوه روز يې د درد، غم، د بوختيا په يو بې انتها سمندر کې تېرېږي. انسان د خپلې اينده سنجونه عينی يو مشين ته سپارلي ده. مشيني خوراک، مشيني دور، مشيني ژوند له انسانه کليوال خواږه رنګونه د ښار په الوده سېلاب او د مغرب په تقليد قرباني ژوند يوړل. انسان په ذهني توګه د عجيبه روحی بېماريو خزانه شوه. حتی چې د سالک په اصطلاح د کلي د سندريزې چينې اوبه چې د سلهاوو مرضونو علاج دی، دې دور انسان باندې حرامې کړې. همداسې د ژوند نور ضرورتونه هم. مصطفی سالک چې د همدې ماحول يو غړی دی ددې مشينې دور اثاراتو ترينه خپله شرينه ماضي وړې ده. نو د هېبته داسې کرکې وهي....
څومره ارتقا چې انسان کړې ده تراوسه بېرته ترې راستون شمه ازل ته مې زړه وشي
مغربه زه ستا پر ژوندون بلا خبرې لرم زما خويونه عادتونه بدلولی نه شې
دې روان دردېدونکی دوران هر څوک شاعر کړو. د هر چا شاعرۍ نه د وطن د تراژديو سوزناکې کرکې راخېژي، هر پښتون په قومي سرحدي توګه ګوډ او شل دی. د پښتنو په ذهنونو کې همدغه خالت ګنګوسی کوي. د پښتون هره هوجره، هر ګودر، هر جومات د باردوتو په ګوليو زخمي زخمي او سوری سوری دی. د پښتون هر بچي د پوهېدو او فکر په ستيج کې د غم او درد يوه مدرسه شي. د سالک توري او ستوري کتاب کې ښه شاعري ځای په ځای شوې ده. د وخت د غوښتنو فکر يې هم پکې ساتلی دی. د شعر د ښايست، سنګار او د شرنګار په هنر ښه پوهېږي. سالک د ډېری خلکو په څېر نه دی، چې شعر يې د زږو کاڼو يوه مجموعه وي، بلکې د سالک د شعر ژبه شرينه او مهېنه ده. د پښتنې فلسفې يو کلک ملاتړی دی. ددې دور د شاعرۍ نه خبر دی. ځکه خو يې دا رنګې شعرونه په داسې نا مساعدو حالاتو کې هم ليکلي دي.
مونږ د هوس له دايرې بهر يو زموږ کيسه د يو نظر کيسه ده
غزل کې مړه شمع، تويي شوي شراب مه وايه دا چې تا کيسه ونه کړه
کوم داغلي زړه قيامت شپيلۍ وهله زړه مې جګ له هديرې لکه ريدی شو
اوس به حساب او کتاب هم کېږي لنډی قيامت زما په قام راغی
سالک د وخت په ارزښت خبر دی د وخت نه يې ګټه پورته کړې ده. د شعر سره بې کچه مينې ښاغلی تر دې دمه په سفر کولو مجبوره کړی دی. د سالک صيب نننی شعر هم د هغه د پخواني شعر په څېر په له کنايو او سمبولونو ډک دی، د شعر په باريکو باريکو نقتو يې قلم چلولی، د تصوف د فلسفې هغه خبره چې صوفيان يې وايي (جز د کل برخه ده) له همدې وينا په تقليد سره صوفيان يو څاڅکي ته درياب وايي او درياب ته يو څاڅکي.
لږ تغافل دې ځان نه بېل کړمه حباب دې کړمه بېرته دې مات کړمه د ځان غوندې درياب دې کړمه
سالک په غزل او غزل په سالک مېن دی، ګنې په دې رنګينيو کې به ترې ده يارانه پاتې وه. يا به يې په دې يارانه کې ډېر فرق راغلی وو. سالک په غزل دومره مېن دی چې دا مېنه به تر ابده او ازله دده سره وي. د سالک غزل سالک ته په سختو شپو او ورځو کې د يو مشال په څېر رڼا ورکړې ده ټوله تياره لار يې ورته رڼا کړې. سالک به ولې ددې غزل سره رښته شلوي. او داسې بېباکه چغې به ټول عمر وهي.
مرګ د غزل نه راځي ماته اجل نه راځي
سالکه اور دې ازلي دی د زړه چې له غزل نه دې توبه ونه کړه
پښتانه دنيا خصوصاً عادي خلک د شعر په ارزښت نه دي خبر د شعر اندازه او ارزښت خو يو شاعر ته کېږي. چې هغه ته يو غزل څومره ډاډ او تسل ورکوي. څومره د امېدونو دروازې ورته پرانيزي، سالک په شعر کې د رمزونو او رازونو ژبه ډېره نوې ژبه ده. دا ژبه خدای پاک د سالک غوندې نورو حقيقي سالکانو ته هم نه ده ورکړې. دا لورينه خدای په ده باندې کړې ده. هغه د خدای سره مکلمه په عجبه او نوې تناظر کې کوي. د خدايۍ صفت يې لکه، خو بيا خدای ته په سوالونو او زاريو دی د خپل تقسيم کور په غم کې غمګين دی. د باګرام او کابل غم يو ګڼي.
تسبې مې د ساګانو غلې غلې اړولې د شيخ غوندې خو نه وم چې په خوله مې يادولې
پورته شعر د زړه په سترګو وګورئ او ويې لولۍ. چې څومره او څنګه کېفيت لري. د شعر ژبه يې هم وګورئ. د ريا له غره نه لرې څنګه د هنر او فنکارۍ په خوشبو معطر دی.
تاته سجده او د جانان تصور وبښه خدايه! چيرته څه راياد شول
سالک د ښکليو بوتان نه جوړوي دی مسلمان دی څه ازر خو نه دی
شېطان چې د علامه اقبال په شاعرۍ کې يوه لويه استعاره ده. هغه وايي چې دا د شېطان لورينه ده. چې انسان يې دومره لوی هنرمن او فنکار کړو. دده په سوب نن مونږ د دنيا په رنګين بازار کې ګرځو. د خوند او رنګ خوشبويانې حس کوو. د علامه اقبال د همدې خبرې په تقليد سره سالک راته د شيانو ارزښت او قدر راښايي. که شپه نه وی، نو خلکو به ورځ څنګه پېژندله. که تنده نه وی د اوبو قدر به چاته څه مالوم وو. مصطفی راته پر همدغه فلسفه داسې وايي.
څيزونه ټول خلک په ضد پېژني تورې تيارې راته رڼا يادوې
د سالک په شاعرۍ کې ډېر داسې شعرونه شته، چې ډېر عادی فکر په کې ګنډل شوی دی. شايد چې ډېر شاعران داسې شعرونه په خپلو ټولګو کې شامل هم نه کړي. خو همدغه شعرنه د سالک رنګ او لهجه تشکيلوي. که دا شعرونه د سالک د شاعرۍ نه وويستل شي. شايد دده شعر د ګمنامې په هديره کې ورک تدفين شي. همدا شعرونه دي چې سالک پرې پېژندل کېږي. د سالک شعر باندې بلها ډېرې خبرې کېدای شي. چې کتابونو پرې ډکېدی شي. خو يوه خوا په وجودي توګه ډېر ستړی يم، بلخوا نن سبا خلک هم دومره اوږده ليکونه نه لولي. ګنې د سالک صيب په شاعري کې ډېرې خبرې داسې چې بايد راوسپړل شي او خبرې پرې وشي. خو دا لاندې شعر راته مخکې دېوال شو. اجازه نه راکوي چې مخکې لاړ شمه.
وايي جنت کې چې څه غواړې درکوي يې درته ماته به ژوند د يو ښاغلي پښتانه راکوې
کواټ خپل کور
د ماسخوتن ۹:۳۹

