د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څونوي شعرونه

لال پاچا ازمون 11.12.2012 21:37

څراغ

مادزمانوله توپانونو
مادوحشتونو له منګولو
مادتورتمونوله غباره
مادخونړي بادله فریاداوشورو شره
دڅراغ پرسرلمبه پتنګ ته راوړه
خوستا ګورو زلفوشپې
مې له منګولو
پردرانه خوب رانه ومروړه ایره شو.

لال پاچاازمون
ستادسترګوانتظارله خلکوهېردی
ژوندتریخ شوی دی خومارله خلکوهېردی
نفرتونو دعشق لاره ده نیولې
زړه ساتل دزړونوکارله خلکوهېردی
یوه شنه منډه ده هرسړی کړي ځغاسته
دلته ژونددلته قرارله خلکوهېردی
له باګرامه دټپوکاروان رانغی
دلته ښايي چې جوړیارله خلکوهېردی
په وطن باندې مې څه ټکه لوېدلې
دخوشال بابادستارله خلکوهېردی
دباګرام انجونونن دغه ټپه وکړه
تل بهاره ننګرهارله خلکوهېردی
دنارنج دوږمې هله وزرخلاص کړه
ننګرهاره ستابهارله خلکوهېردی
دجلال اودجمال کیسې سروخوړ
باچاخانه ستامزارله خلکوهېردی
ته دکوم دورپښتون یادوې وایه
ستادتورو خرپهارله خلکوهېردی
په یوه نوم باندې کله ټولېږي
دیووالي افتخارله خلکوهېردی
بې ګناه درقیب لاس کې توره بولي
خوپرتن مې سورپرهارله خلکوهېردی
ته دکومې زمانې کوچي کیسه کړې
چې ایلبند
یوغمی یم خولوېدلی یم په لاره
دځوانۍ مې هغه هارله خلکوهېردی
دغه خاوره وه زماپه ټپوښکلې
دشپوغوږ کې یکه زارله خلکوهېردی
داچې ستاپه غېږ کې نن دانه وانه یم
دهمزولومې کتارله خلکوهېردی
ستاچې قدردلته نشته دخالونو
داسمان دستورو شمارله خلکوهېردی
په یوبل دي ګوزارونه دتورونو
له رقیبه سره کارله خلکوهېردی
پښتانه دي په خپل منځ کې سره نښتي
دمغولودام په لارله خلکوهېردی
یوځل بیاپه غرموشین سیوری راخورکړه
شاه وزیره ستاچېنارله خلکوهېردی
په څېله کې ګلابونه یې رالوی کړل
خوموسم کې دبهارله خلکوهېردی

لاپه وینومې مړوند ددښمن سوردی
لامې غچ دسورښامارله خلکوهېردی
دتاریخ بابونه وخوړل چینجیو
داکبردتورې وارله خلکوهېردی
ته دکوم دورپه تمه یې پښتونه
پاڅه ستااوس زولفقارله خلکوهېردی
هنګامه دقربانۍ بیاراژوندۍ کړه
دمنصورازمونه دارله خلکوهېردی

ازمون
دژوندکفن
بیادسړوسیلیولاس دونې شنه خنداپر مخ هلې
بیاترشینکیوسیورو لاندې دجرګوټغر
ریښې ریښې دباد ساړه منګول کې زانګي
بیاپه دېروباندې دیخې څیلۍ نم ورېږي
دتوت لاسونه له یخنۍ رپېږي
خوله دې لوی اسمانه بربڼدو لوڼوته کفن ستړې دعاکې غواړي
اسمانه ورحمېږه
چې داتنکی لاسونه
ورنه څوک پرې نه کړي ،بې ستره نه شي
اسمان دونې دعاواخستله
په مړو لاسونویې کفن دسپینوواورو راکښه
دتوت بربنډې لوڼې یې ونغاړلې
باده
ونه لګېږې
زمابربڼدې لوڼې اوس تازه خوب وړې دي
لمره
زاري کومه دشوخولوڼوپه نڅاوو دې وانخلې زماله لوڼونه کفن دژوندون
چې دابې ستره اوبربنډې نه شي.
ده بوري ،کابل،۲۰۱۲،۱۲،۵سهاراوه بجې