د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د المان فرهنګي مرکز د اوسنيو ادبياتو جشن لمانځي

محبوب خان 14.11.2012 01:20

ګويته انستيتوت او دالمان فرهنګي مرکز غواړي د افغانستان د معاصرو ادبياتو اووم  ملي جشن چې سر ليك يې داځل  ښځه او د افغانستان ادبيات دي  دروان کال د لړم د مياشتې په ۲۴ او ۲۵ نېټو چې د ۲۰۱۲ کال د نوامبر له ۱۴ او ۱۵ نېټې سره سمون  لري په کابل کې د بابر بڼ د ملکې په قصر کې ولمانځي.  داجشن له تېرو شپږو کلونو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په کال کې يو ځل جوړېږي او هر ځل د ادبياتو يوه مهمه موضوع تر څېړنې لاندې نيسي.  
د المان فرهنګي مرکز له۱۹۶۴  زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې فعاليت کوي او ادبياتو  تر څنګ  يې په علمي ، فرهنګي ، کلتوري او ټولنيزو برخو کې د پام وړ کارونه سرته رسولي دي.
دغه  اووم جشن د مېرمن ادبی او ټولنيز بهيراو پل د فرهنګي موسسي په ملاتړ جوړېږی.  
د اړيکو شمېرې:۰۷۹۹۳۱۳۹۲۲ / ۰۷۰۵۱۸۸۰۷۴/ ۰۲۰۲۱۰۵۲۰۰