د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل : ( و )

احمدشاه ( احمد ) 08.11.2012 20:40

چی د یار سترګی راتاوی لکه ( و ) شی
تصور ، ویښه او خوب می سره یو شی

راښکاره چی شی له ورایه زړه می ریبی
لکه کلی کی چی ګډ د غنم لو شی

چا که یو نظر دی سترګو ته کتلي
زندګی به یی ټوله تیره په کړاو شی

تر ابده به په ویر او غم اخته یی
که د یو ځلی دی زړه سره تړاو شی

تاخو مخ زما له مخه ګرځولی
زما هر لوری ته ته یی چی مخ تاو شی

د ارمان ګل به یی مړاوی رانه نه شی
احمد وایئ که دا سر می هم په داو شی