د نړۍ ستر شهكار ( جګړه او سوله ) په پښتو خپور شو
25.10.2012 19:53جګړه او سوله يو نړيوال رومان دى. دا رومان په نولسمه پېړۍ كې نامتو روسي ليكوال ( ليف نيكولايوويچ تولستوى ) ليكلى دى. داد نړۍ دادبياتو په تاريخ كې يو له غورو نه غوره رومان دى چې دوكتور لطيف بهاند له روسي ژبې نه پښتو ته راړولى دى.
جګړه او سوله په ۲۶۷۴ مخونو كې په ښه كاغذ او ډبله پښتۍ په څلورو برخو كې د زرو ټوكو په شمېر چاپ شوى دى. ياد رومان د ميدان وردګ ولايت د پخواني والي او فرهنګپال شخصيت الحاج محمد حليم فدايي په مالي لګښت خپور شوى دى.
ټاكل شوې ده په راتلونكو څو اونيو كې ددې رومان مخكتنه تر سره اومينه والو ته وړاندې شي.
مبارك مبارك مبارك