غزل: کمکی ملالی ته
10.10.2012 15:11اخ ډز شو چنارونو نه سپرغی راپریوته
یو تانده څانګه ماته شو ه تنکی راپریوته
یو بل ګل په ګولو سوری سوری په ځمکه پروت دی
نن خور د ملالی وړه کمکی راپریوته
اخ شړنګ شو د بنګړو پراته خواره واره په ځمکه
د سپینو زرو هار سپینه روپی راپریوته
یو سپین سالو له سرو غاټولو رنګ د وینی واخست
دسرو زرو ټیکه سپینه نتکی راپریوته
اخ شر شو د لیمو می اوښکی ځی مخ په ګریوان
دحسن او کمال یو ښاپیری راپریوته
یو بله ډیوه تورو جاهلانو کړه راتته
تک سپین داسمان ستوری او سپوږمی راپریوته
اخ ډز شو چنارونو نه سپرغی راپریوته
دسوات په شنه دره کی یوسفزی راپریوته

