غزل
14.09.2012 18:42چی لاهو می کړی څپی ستا د یادونو
بحر سیند او سمندر دری واړه یودی
په نفرت چی شی پناه ستا له درشله
دوست دشمن او مرور دری واړه یو دی
بی له یاره ددی ورځو توپیر نشته
محرم برات اختر دری واړه یو دی
چی د یار له غمه ځمکه ځای ورنکړی
کټ پوزی نرم بستردری واړه یو دی
چی ګیلی ته د احمد وی بی ځوابه
چپ ګونګی او خوله وردری واړه یو دی

