د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان، په سیمه کې د ناټو لپاره ستر سرخوږی

عبدالرحمن تسل 22.05.2012 15:27

په داسې حال کې چې دافغانستان د جګړې پر مهال امریکا پاکستان ته هر کال یو میلیارد ډآلره ورکول خو پاکستان سره له دومره مرستو او د امریکا له مظبوط فشار سره سره بیا هم د خپل ګاونډ افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس وا نه خیسته،په سوله کې یې کارنده ونډه ونه لوبوله او دامریکا غوښتنې یې پوره نه کړې.
دامریکا او پاکستان ترمنځ هغه مهال ددوستۍ اړیکې ترینګلې شوې چې ددې هیواد په سرحدي سیموکې دامریکا دبې پیلوټه الوتکو له خوا کابو ۲۵پاکستاني سرتیري په بمبارۍ کې ووژل شول، پاکستاني چارواکو د یادې بمبارۍ په غبرګون کې پر امریکا د اکمالاتو لاره وتړله او د افغانستان له ستر ملاتړي امریکا سره یې اړیکې خړې پړې شوې.
که خپلې آرې موخې ته راشو، له هغه مهاله چې امریکا او نړیواله ټولنه افغانستان ته داورپکو د له منځه وړلو په موخه راغلې پاکستان سربیره پر دې چې دترهګرۍ د له منځه وړلو په پلمه یې په میلیارډونو ډالر له امریکا څخه تر ستوني تیر کړل خو بیا هم دغه هیواد د سیمې په کچه د امریکا او په ځانګړې توګه د ناټو لپاره ستر خنډونه رامنځ ته کړي.
دحقاني جنګي کړۍ(شبکې) ملاتړ:
حقاني شبکه چې د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله کې نفوذ لري د ناټو، امریکا او افغانستان پر وړاندې جنګ جګړو ته چمتو کیږي. له دې جنګي کړۍ څخه دپاکستان ملاتړ او پنا ورکول ددې لامل شو چې د پاکستان او نړیواله ټولنې ترمنځ واټن لا زیات شي. پاکستان خپله هم دغه یوه لویه تیروتنه بولي
دجنګي کړیو مخینې ته په پام سره ویلای شوچې پاکستان دا لومړۍ جنګي کړۍ نه دی چې ملاتړ یې کوي بلکې تل چې افغانستان پر پښو د دریدو په حال کې وي پاکستان د بیلابیلو نومونو تر عنوان لاندې ډلې ټپلې زیږولې او ځان یې خپلو موخو ته رسولی. د پاکستان یادو کړونو ته په کتو سره بلاخره نړیوال دې پایلې ته ورسیدل چې پاکستان نه له امریکا ، نه له ناټو او نه له افغانستان سره په خپلو ژمنو کې ریښتینی ده. چې د شیکاګو سرمشریزې ته د پاکستان زړه نازړه رابلل او بیا په دې غونډه کې نه اهمیت د همدغه هیواد کړنې څرګندوي.

د ناټو پر اکمالاتو د لارې تړل:
له هغه مهاله چې د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د ناټو څارګرو الوتوکو د پاکستان ۲۴ سرتیري ووژل، د پاکستاني چارواکو غوصې یې را وپارولې او له پاکستان افغانستان ته دناټو پر اکمالاتي لاریو یې لاره وتړله چې له همدې امله ناټو اړه شوه چې خپل اکمالات د افغانستان دیو بل ګاونډي هیواد له لارې ورسوي چې له همدې لارې د پاکستان په پرتله څو چنده ډير لګښت راځي. پاکستان ټینګار کوي تر هغه چې امریکا د پاکستان په خاوره کې د څارګرو الوتکو کړنې ونه دوري، د افغانستان پر ماموریت بوختو ناټو ځواکونو ته به د اکمالاتو لاره خلاصه نه کړي.
که څه هم امریکا څو وارې هڅه وکړه چې پاکستان دلاسا کړي خو نوموړی هیواد په خپلې خبرې مضبوط ولاړ دی چې دپاکستان دا کړنه هم ددې لامل شوه چې د امریکا متحده ایالتونو په شمال لوېديځ شیکاګو ښار کې د ناټو تر ټولو لویه سرمشریزه کې ددې هیواد ګډون پیکه وښایي .
د پاکستان په ګډون د ایران اندیښنې هغه مهال لا زیاتې شوې چې افغانستان او امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ، که څه هم په یاد تړون کې راغلي چې امریکا به د افغانستان له خاورې څخه ددې هیواد دګاونډیو پر وړاندې ناوړه ګټه نه پورته کوي، خو یاد ګاونډیان بیا هم په کراره نه کیښنیي نواوس پوښتنه داده چې ولې ایران او په ځانګړې توګه پاکستان ریښتني عمل نه کوي؟
عمومي جاج:
زما په اند پاکستان او ایران چې تل یې له افغانستان سره مخامخ یو ډول خو په ریښتني میدان کې یې پر ځای پریښی دی او د پردې تر شا یې بل ډول کړنې تر سره کړې خپله بریا د افغانستان په ګډودۍ، نارامۍ او بیوزلۍ کې لټوي، دوی یو پیاوړی افغانستان نشي هضمولی، که چیرې افغانستان په خپلو پښو ودریږي او خپل تولیدات ولري هغه مهال به دوی خپل تولیدات چیرې پلوري؟ اوس مهال که پاکستان او یا هم ایران یو پاپړ هم تولید کړي په هره بیعه چې وغواړي په افغانستان کې یې پلورلی شي ځکه افغانستان هیڅ نه لري. نو دا ډول ګاونډیان به څه ډول وغواړي چې یو پیاوړي، په خپلو پښو ولاړ او یو تولیدي اقتصاد لرونکي افغانستان ددوی ترڅنګ شتون ولري؟
په وروستیو کې له خپلو هیوادوالو غواړم چې هیڅلکه باید د احساساتو پر بنسټ کړنې تر سره نه کړي د ګاونډیانو تیرې مخینې ته په کتو سره د یو پیاوړي افغانستان په رامنځ ته کیدو کې کارنده ونډه واخلي.
پای