هغه شعارونه چې اولاند یې د بریا تر پولې ورساوه
20.05.2012 13:50دفرانسې نوی ولسمشر چې ځان نوښتي کس بولي د داسې یو هیواد واګې په لاس کې واخیستې چې اقتصاد یې نسبتا د خرابۍ په حال کې ده، ده په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ولس سره وعده کړې وه چې خپلې ژمنې به پلي کوي. نوی ټاکل شوی ولسمشر اولاند دتیر هغه په پرتله هوډ نه لري چې بهر ته د استراحت لپاره سفرونه وکړي او غواړي چې سر له همدا اوسه خپلو پارلماني ټاکنو ته چمتو والی ونیسي. په هر حال هغه اهم پروګروامونه او موخې چې نوموړی یې د ولسمشرۍ تر څوکۍ ور ورساوه په لاندې ډول غورچاڼ کوه:
۱ – د فرانسویانو په ژوندانه کې بدلون راوستل
+ په بودیجې کې ۲۵ سلنه زیاتوالي راوستل
+ د سون توکو قیمت راټيټول
+ دهغو ځوانانو لپاره چې د میشتیدو قصد لري ځانګړی پنډ بیلول
+ له ۶۲ کلنو څخه ۶۰ کلونو ته د تقاعد راټيټول
۲ - عمومي سیاست
+ د دولت دیو شمیر لګښتونو معاف کول
+ د وزیرانو او ولسمشرانو په حقوقو کې ۳۰ سلنه کوالی
۳ – د فرانسې بهرنۍ سیاست
+ د اروپا د ثبات او رشد په تړون لیک کې د فرانسې په موضوع بیا کتنه.
+ تر ۲۰۱۲ کال پورې له افغانستان په بشپړه توګه د سرتیرو را ویستل.
+ د ملي دفاع په سپین کتاب کې دنویو دفاعي سیاستونو ورزیاتول.
+ د بهرنیو زدکړیالانو د جذب په تړاو بیا کتنه.
۴ – پر مالي قوانینو بیا کتنه
+ د شرکتنو په مالیاتي میزان بیا کتنه
+ د نفتي شرکتنو او بانکونو لپاره د نویو مالیاتو تعینول.
+ د مضرو محصولاتو او تولیداتو په جوړونه یو شمیر محدودیتونه لګول.
+ د پراختیا او پرمختیا لپاره دیو ملي کنفرانس را بلل.
+ د لګښتي انرژۍ د بدلون او لیږد په اړوند ملي خبرې اترې.
+ هغه زده کوونکي او زده کړیالان چې په بد مالي وضعیت کې شتون لري
په تړاو یې پلان جوړول.
+ په اداراتو کې کادري کسان په دندو ګمارل.
+ د توکو په ارزښت باندې د ډيرو شویو مالیاتو لرې کول کوم چې د
سرکوزي له لوري رامنځ ته شوي وه.
+ دهمجنس بازانو د واده په اړوند دنوي قانون جوړول.
+ په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو د ترسره کولو په موخه یو شمیر قوانین
واضع کول.
۵ – ټولنیز خدمتونه، میشت ځایونه او اشغالول
+ په را راوان یو کال کې له ۱۰۰زرو نیولې تر ۱۵۰ زرو دندو پیداکول
+ په اجاروي قوانیونو بیا کتنه.
+ د جوړونې او روغونې لپاره لازمې زمینې برابرول
+ د ګاز، بریښنا او اوبو په قوانینو له سره کتنه
۶ - ښوونیز مرکزونه
+ د ښونیزو پړاونو اصلاح کول
+ د لوړو زده کړو او ښونې او روزنې په اړخ کې د ۶۰ زرو دندو پیداکول
+ د ښوونکو په زده کړیز بهیر کې غوره والی راوستل او د پوهنتونو د
ښوونکو لپاره ښوونیز مرکزونه جوړل.
۷ - روغتیا
+ خصوصي او دولتي روغتونو په روغتیايي خدمتونو کې ښه والی راوستل
+ له ۲۰۱۳ کال نه تر ۲۰۱۶ کال پورې د سرطان ناروغۍ پر وړاندې ملي مبارزه.

