دملي امنیت اداره، له اختر وروسته لاسونه په نګریزو سره کوي
15.05.2012 19:07وړمه ورځ دسولې دعالي شورا غړی، په مشرانو جرګه کې د اصلاح او عدالت جرګه کۍ مشر او دطالبانو دواکمني پر مهال د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال وزیر مولوی ارسلا رحماني په پلازمنیې کابل کې د ناپیژاندو وسله والو له لوري په غږ نه لرونکې وسلې ووژل شو، دا په داسې حال کې ده چې دپلازمینه کابل ټیکاو دنورو ولایتونو په پرتله خوندي بلل کیږي.
د مولوي ارسلا رحماني د وژنې په تړاو انګیرنې:
په کابل کې یو شمیر جاج اخیستونکي په دې اند دي چې ښايي مولوی ارسلا رحماني د شخصي دوښمنۍ له امله وژل شوي وي. وحید مژده دهمدغو شنونکو له ډلې څخه ده چې د ارسلا رحماني وژنه د دولت دوسله والو له اړخه نه بولي خو دیاد شنونکي دغه څرګندونې له یو شمیر جدي غبرګونو سره هم لاس او ګریوان وې، په ده تور ولګیده چې ده تل د طالبانو ملاتړې څرګندونې کړې او دوسله والو ملاتړی دی.
یو شمیر بیا د طالبانو هغه څراګندونو ته چې ویلي یې وه دالفاروق عملیاتو په لړ کې به د سولې د عالي شورا د غړو په ګډون، د پارلمان غړي ، دولتي چارواکي او د بهرنیانو ملاتړي په نښه کوي انګیري چې ښایې مولوی ارسلا رحماني به طالبانو وژلی وي خو طالبان بیا د نوموړي د وژنې پړه په غاړه نه اخلي په هر حال که ارسلا رحماني هرچا وژلي وي د افغانستان دسولې لړۍ یې پڅه کړه او دغه تشه چې بیا ځلې ډک کيږي زیات وخت ته اړتیا لري.
دافغانستان دامنیتي کړیو څرګندونې:
دافغانستان د ملي امنیت اداره چې تل په ناغیړیو تورنه شوې او په خپلو چارو کې پڅه بلل شوې یو ځلې بیا یې اوسیدونکو ته روښانه کړه چې یاده اداره په بشپړه توګه په خپلو کړونو کې پاتې راغلې. د روان کال په بهیر کې د پلازمنیې کابل په ګډونو په دریو نورو ولایتونو کې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري هم مهاله بریدونو د یو شمیر چارواکوغوصې راوپارولې او یادې ادارې ته د ګواښونې ترڅنګ تورنه شوه چې چارې یې روڼې او شفافې نه دي باید د اطلاعاتو په لاسته روړلو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. ولسمشر کرزی چې د هیواد ولسمشر دی په یاده اداره یې له نورو وړاندې تور ولګاوه. ولسمشر کرزی چې د ملي امنیت ادارې چارو ته د شک په سترګه ګوري نو نور اوسیدونکي ته په بشپړه توګه دغه اداره د منلو وړ نه دی.
دملي امنیت ادارې یو بله سپکه خو لا ده چې د مولوی ارسلا رحماني د وژنې په تړاو لا له وړاندې دوی اطلاع درلوده، خو بیا هم ووژل شو! د مولوی ارسلا رحماني له وژنې وروسته د ملي امنیت ادارې رسنیو ته څرګندونې وکړې چې د رحماني د وژنې اطلاع ورته رسیدلې وه او د نوموړي د کور ټیکاو یې هم کلک کړي وه خو له کور نه په وتلو سره ووژل شو . اوس پوښتنه داده چې د ملي امنیت اداره خو به په داډول څرګندونو د اوسیدونکو او چاروکو په سترګو کې خاورې نه ور اچوي؟ او که له دا ډول څرګندونو نه یې موخه داده چې وړاندې له دې چې ولسمشر او یا هم ولسي جرګه نوموړې اداره په توهین امیزو غونډولو( جملو) ونازوي دا څرګندونې کړې؟ په ټوله کې ویلی شو چې دملي امنیت اداره چې په پلازمینې کابل کې یې د اطلاعاتو لړۍ دومره پڅه ده نو په لرو پرتو ولایتونو کې به څه حال وي. داسې ویلی شو چې په لرو ولایتونو کې ددې ادارې کارکوونکي معاش اخیستل یو چانس بولي اوبس.
دپخواني ولسمشر او دسولې دعالي شورا مشر برهان رباني مشر وژنه او په کابل اونورو درې ولایتنو کې هم مهاله بریدونه او همدا اوس د سولې د یو بل لاروي مولوی ارسلا رحماني وژنه په دا وورستیو کې د ملي امنیت د ادارې له لاسته راوړنو څخه شمیر کيږي.
په وروستیو کې په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو نه غوښتنه کوم چې د یادې ادارې مشر عمومي غونډې ته راوبولي او د وروستیو امنتیي پیښو په اړه ورڅخه کلکه پوښتنې او ګرویږنې وکړي او له ولسمشر کرزي نه مې هیله داده چې که پرون د سولې د عالي شورا مشر ووژل شو او په څلورو ولایتونو کې هم مهاله بریدونه وشول او نن د سولې د عالي شورا یو بل لاروی ووژل شو سبا دغه لړۍ ستا تر دروازې رارسیږي باید خپلو امنیتي کړیو ته بشپړه پاملرنه وشي او وړ کسان دیادو ادارو په راس کې وګمارل شي.

