د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکومت پر وړاندې د اپوزیسون یو اړخیز دریځ

عبدالرحمن تسل 25.04.2012 11:53

ایا په هیواد کې په معیار پوره حکومت ضد اپوزیسون شته؟ که نشته نو ولې بیا یو شمیر منفي ذهنیت لرونکي اشخاص غواړي په افغاني ټولنه کې ځان مطرح کړي؟
افغانستان چې تازه له جنګ جګړو نه راوتلی هیواد دی او د پراختیا او پرمختیا په تاریخ کې شا او خوا لس کلنه مخینه لري. سره له دې چې د بهرنیانو له پرلپسې یرغل لاندې پاتې شوی خو ګاونډ هیوادونه په دې هیواد کې پراخه لاسووهنه کوي، دوی دافغانستان په ماتې کې خپله بریا ويني او تل غواړي چې افغانستان ددوي تولیداتو ته  اړ اوسي نو له اهمدې لارې به له یوه اړخه ددوی صادرات شوي وي او له بلې خوا به افغانستان ددوی پر وړاندې یو ننګوونکی او پیاوړی ګاونډی نه وي پاتې شوی. لنډه دا چې که ګاونډيان هرڅه کوي  هغه ځانګړي هیوادونه دي د افغانستان ملي ګټې او ارزښتونه ورته د پام وړ نه دي . او غواړي چې هرڅه په خپله ګټه را وڅرخوي. او د حکومت له پیاوړي کیدو او په ځان د بسیا کیدو سره سم به یادو هیواونو ته هم ځواب ورکړل شي.
ولې په هیواد کې ددننه یو ځانګړې ډله هرې ترسره شوې چارې ته په منفي نظر ګوري؟ ایا د حکومت  په رانسکوریدو کې ددوي کومه ګټه شته؟ اویا هم  ځکه دا ډول څرګندونې کوي چې د حکومت له امتیازه لرې پاتې شوي؟ ولې دوی د حکومت ترسره شوي مثبت او ستایوونکي کارونه نه یادوي؟ ګوندونه او اپوزیسون همدا ډول وي؟
په  افغانستان کې قانون،ښونه روزنه، معلوماتي ټکنالوژي، د بیان خپلواکي، ټاکنې، له نړۍ والوسره داړیکو پراخوالی، په نورې نړۍ کې د سفارتونو خلاصول او د نړۍ راتګ  او دې ته ورته نور هغه څه دي چې کابو یولسو کلونو کې تر سره شوی. په دغه کچه په چارو کې پراختیا راتګ له تصوره لرې خبره ده او دا هم سمه دی چې په ادارو کې ستونزې شته خو دا احتمال هم شته چې په یولسو کلونو کې دومره پرمختګ شوی نو ایا د شلو کلونو په تیریدو به دغه ستونزې هوارې نشي. چې هواریږي نو بیا ولې یو څوک پرځای ددې چې وستایل شي د هغه منفي اړخونو او کمۍ را وسپړل شي. موخه مې د افغانستان حکومت ضد مخالف اپوزیسون دی چې هرکله یې په چارو کې مداخله کړې او غواړي چې له همدې لارې په ځوریدلی ملت او نړۍ والو ځان ور وتپي. لوستوونکو تاسو هر کله د یاد اپوزیسون څرګندونې اوریدلې دي چې پر نظام یې نیوکې کړې او واکمن نظام یې په نشت حساب کړی. نو اوس پوښتنه داده چې نظام نشته نو اپوزیسون کله رامنځ ته کیدای شي. زه د حکومت ننګه نه کوم خو دا ذهنیت هم راسره شته چې په منفي ارزونه څه نه کیږي باید غوره کار کولو کس وستایل شي او د هیواد د لا ښه سمبالښت لپاره رهبر ته غورې مشورې  ورکړل شي.
تر ټولو خو حیرانوونکې خبره لا داده، هغه خلک چې کلونه کلونه په جنګ جګړو کې مخینه لري اوس په چارو نیوکې کوي او دهیواد جوړونې لپاره د نوښتونو او افتکارونو سینه ډبوي. زما په اند دهغو زنګ نیولو او سولیدلو فکرونو مینځل په کار دي چې لا تر اوسه یې د افغانستان د تجزیې، وینې تویولو او شخصي ګټو  فکرونه په ذهن کې تاویږي.
لوستونکو هیڅ ژمنتیا شتون نه لري چې د دا ډول خلکو واک ته رسیدل به افغانستان کې شته نا امني، او یو شمیر نورې ستونزې له منځه یوسي  بلکې دغه خلک ستونزې زیږوي او زیږولې یې دي.
ولې منفي دریځ لري؟
په ټوله کې د افغانستان په وګړو کې دا ستونزه ډیره جدي ده . هر کله چې په حکومت کې لوړ پوست او لوړ امتیاز ولري نو ارامه ، هوسا او د حکومت ملاتړی وي خو کله چې له څوکۍ څخه لرې شی نو بیا هر څه ته په منفي نظر ګوري، حکومت ملامت بولي په چارو کې یې ناکامه په ګوته کوي  او حتی هغه کړنې چې په خپله یې په تیر کې په ادارو کې ترسره کړې وي هغو ته هم په منفي سترګه ګوري. نو ایا دې ته ګوند اویا هم حکوم ضد اپوزیسون ویلای شو؟
له یادو کسانو څخه څو پوښتنې:
۱ - ایا که څوک بیا د حکومت په چارو کې برخه درکړي، قبوله به یې کړې؟
۲ – که بیا ځلې کوم وزارت یا ریاست تر لاسه کړې بیا به هم منفي بافي وکړې؟
۳ – ولې ( خود کش بې ګانه پرست ) یې؟
۴ – ایا ددې ځوریدلي ملت په کلونو کلونو ناخوالې بس نه دي چې ته بیا د فدرالي یا تجزیه کوونکي نظام چیغې وهې.
سپارښتنې:
۱ – ښاغلیه! که د هرڅه په اړوند منفي فکر وکړې ستا په ذهن کې منفي انځوریږي  که څه هم هغه به ډیر په زړه پورې او جالب اړخونه لري. زما همدا خبر همدا اوس په خپل دفتر کې ستا مخې ته په ایښي کمپوټر  وارزوه کیدای شي ډیرې نیمګړتیا وې په کې پیدا کړې خو زه ډاډمن یم چې له نیمګړتیاوو یې  ښیګڼې زیاتې دي.
۲ – هیڅکله باید نورو ته د مداخلې چانس ورنه کړل شي. ځکه په افغانستان کې میشت ټبرونه سره نه بیلیدونکې اړیکې لري که څه هم همدومره کلونه نور هم تیر شي خو که ته دنورو پیروي کوې یوه ورځ به دې یوازې پریږدي.
۳ – لنډه دا چې ددې ځوریدلي ملت په خاطر يو ځلې د هیواد جوړونې په اړوند فکر وکړه.
پاي -