د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اماراتو کې میشتو افغانانو ته ضروري خبرتیا

الهام یاسیني 15.03.2012 13:54


په اماراتو کې میشتو ټولو افغانانو ته خبرتیا ورکول کیږي چې سبا ته افغان ملي لوبډله د شل اوریز نړیوال جام د غوراوئ لپاره ډیه مهمه لوبه د نیپال هیواد ملي لوبډلې سره تر سره کوي.

لوبه د شارجې نړیوال سټډیم کې  د عربي متحده اماراتو په وخت ۲ بجې د ماسپښین  پېل کیږي. 

هیله ده چې د دې لوبې لیدلو لپاره په اماراتو کې میشت ډیر افغانان راشي ځکه چې په شارجه کې د نیپال اوسیدونکي  هم ډیر زیات دي او د خپلې لوبډلې د روحیاتو پیاوړي کولو خامخا راځي. نو هیله ده چې په اماراتو کې میشت افغانان د خپلې لوبډلې د تشویقولو او نازولو لپاره راشي. 

یادونه: د لوبې لیدل وړیا دي.