د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان پي انجي ته ماتې ورکړه

الهام یاسیني 13.03.2012 12:04

افغانستان په پېل کې پچه وګټله خو د توپوهنې بلنه یې مقابلې لوبډلې پاپا نیوګیني ته ورکړه. پي انجي توپوهنه پېل کړه او په ۲۰ اورنو کې ۶ لوبغاړي د ۱۱۲ منډو هدف په کولو وسوځيدل.

افغانستان د دمې څخه وروسته لوبه پېل کړه چې لوبه د همیشه په شان تیزه  او هر توپ ته یې د وهلو کوښښ کولو نو همدا وجه و چې په ۳۰، ۳۵ او ۸۰ منډو کې ویکټې د لاسه ورکړي.

افغان لوبډلې په ۱۹ اورونو کې مخالفې لوبډلې ته ۱۱۶ منډې وکړي او ۴ لوبغاړي یې د لاسه ورکړه، په ننۍ لوبه کې محمد نبي عیسی خېل په زړه پورې لوبه وکړه او ۴۹ توپونو باندې یې ۵۲ منډې وکړي.

سبا ته چې ۱۴ د مارچ دی افغانستان د نیدرلینډ سره په همدې لوبغالي کې چې د دوبۍ په سپورت سیټي کې موقعیت لري لوبه کوي.

افغان لوبډلې لوبغاړي په نن لوبه کې: 

نوروز منګل(کپتان) کریم صادق، محمد نبي عیسی خېل، شهزاد محمدي، شاپور ځدران،نور علي ځدران،ګلبدین نایب، میرو اشرف خروټی،دولت ځدران، عزت الله دولتزی او سمیع الله شینواری.