د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د كيسه ډايجست شپږمه ګڼه له چاپه راووته

محبوب خان 16.07.2011 23:17

د پښتو کیسه ډایجست شپږمه ګڼه  تر يو كلن ځنډ وروسته په کابل کې دشپون پروډکشن له خوا خپره شوه چې په دې ګڼه كې  د ښاغلي  رزين انځور ، صفيه حليم،ايمل پسرلي ،وكيل شينواري، اجيت کور، روشن لال ملهوترا ، صديق الله بدر، پروين ملال ،طوبا ندا ،احسان الله ارينزي، لينا شريفي ، ګلزار ، ميرويس افغان ، ثنا ساپۍ ، نصير احمد احمدي ، باز محمد عابد، فريبا ظاهر رحيم الله بشارت ،نجيب منلي ،زليخا عزيز ،محمود نظري، قاضي حسن حقيار، بي بي سيده عارف، خالد نويسا  اوډاکتر محب الله زغم په زړه پورې کیسې د پیاوړي انځورګرعبدالهادي تپاند دښکلو انځورونو سره راټولې شوې دي . د یادونې وړده چې کیسه ډایجست دمحبوب الله خان او راحلې نوري په زیار په کابل کې ددانش خپرندويې ټولنې په تخنیکي څانګه چاپ شوې ده او په دې ګڼه کې ټول ټال پينځه ويشت لنډې کیسې راټولې شوې دي.

دکیسه ډایجست مینه وال کولای شي کیسه ډایجست په لاندې پتو ترلاسه کړي :
پېښور :
دانش کتابتون قصه خوانۍ بازار، پېښور
جلال اباد :
مجید مومند کتاب پلورنځی ،دخالد مېلمستون ترڅنګ ، مخابراتو څلور لاری
هارون کتاب پلورنځی ، اسحاقزی مارکېټ ، لاندې پوړ
ګودر کتاب پلورنځی ، اسحاقزی مارکېټ ، لاندې پوړ
کابل :
دانش کتاب پلورنځی ، پخته پلورۍ کوڅه ، جا ده څلور لاری
بهزاد کتاب پلورنځى ، نوى ښار تورابازخان څلور لارى
بهيقي كتاب پلورنځى ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته څېرمه
کندهار :
افغان کتاب پلورنځی ، ارګ بازار ، کندهار
کوټه :
صحاف کتاب پلورنځی کاسي روډ ، کوټه
غورځنګ کتاب پلورنځی ، ريګل پلازه ، جناح روډ ، کوټه
خوست :
غرغښت کتاب پلورنځی ، ښاروالۍ مارکېټ ، خوست
پکتیا :
علمي کتاب پلورنځی ، غزني لاین ، پکتیا
او همدارنګه په افغانستان کې د نی شبکې له ټولو څانګو .

يادښت : له درنو کیسه لیکوالو هیله کيږي چې خپلې نوې او ناچاپه کیسې په دې پته راواستوي .
برېښلیک: : kisa_daijast@yahoo.com
اړیکه : ۰۷۰۰۹۹۹۶۱۵