د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان کورنې کرکټ - وژاړم که وخاندم

مشتاق رحیم 15.05.2011 17:41

“د افغانستان د کرکټ کورنۍ لوبې به د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت کې تر سره کیږي” دا هغه خبر وو چی حیران یې کړم او نه پوهیدم چی وخاندم او که وژاړم ـ کورنۍ لوبې، خو د هیواده بهر! ډیرراته عجیب بریښي او همدا دلیل دی چی د لوبو او بیا په ځانګړي توګه د کرکټ د يومینه وال په توګه یی ډیرخواشینې کړې یمه ـ
کورنۍ لوبې د یو هیواد د لوبو په پرمختګ کې یو ځانګړې رول لوبوي او د لوبواوږد مهال پرمختګ کې د ملا تير ګڼل کیږي ـ د کورنیو لوبو پر مهال ځوان لوبغاړي د ملي ټیم د لوبغاړو سره یو ځاې د لوبې کولو پر مهال د هغو څخه زدکړې کوي او دا راز خپله لوبه نوره هم پیاوړې کوي ـ د ځوانانو او رسیدلو لوبغاړو دغه ګډه لوبه یوښه چانس وي ترڅو د راتلونکي دپاره یوه ښه ډلګۍ برابره شي ـ اوس به زمونږ د کرکټ بورډ کارکونکي واي چی د کورني کرکټ د هیوداه بهر تر سره کول هم دغه موخه ترلاسه کوي او زه به قانع هم  شم خو له بله اړخه هغه ځوانان چې په بیله بیلو لوبډلو کې یې ځاې نه دې موندلې د زدکړې یوه ښه موکه له لاسه ورکوي ـ د کورنیو لوبو پر مهال خو یواځې دوه ویشت کسان په میدان کې لوبه کوي خو د میدان څخه دباندې سلګونه ځوانان چې د لوبډلو برخه نه دي ګرځیدلي د لوبو د دمو پر مهال د بیلا بیلو لوبډلو د لوبغاړو سره ناسته پاسته کوي او همدا راز د لوبې تخنیکونو په اړوند د تجربو او نظرونو شریکولو له لارې زدکړه کوي-
دا چې زمونږ کورنې کرکټ اوس په ګاونډي هیواد کې ترسره کیږي، ډیرې ځوانان به اوس دغه چانس نه لريی چې د حمید حسن څخه د توپ خوځول (swing)او د شهزاد څخه د چټک توپ اچونکو پر ضد د لوبې کولو تخنیکونه زدکړي ـ هیره دې نه وي چې په ګاونډیو هیوادونو کې د لوبې پر مهال د توپ اچونې په برخه کې ځوانان د توپ نیونې (fielding) د پاره کارول کیږي او دا راز ځوانان د لوې کچې دلوبې خوند او رنګ سره هم بلدیږي ـ ددې ترڅنګ سیمه ایزه لوبډلې د لوبو څخه وړاندې او وروسته تمرینونه (Net practice) کوي چې دغه مهال ځوانان د توپ وهنې او توپ ویشتنې په وخت دغه لوبډلو سره ګډه لوبه کوي او د خپلو استعدادونو د ښودلو او د مشرانو څخه د زدکړې امکانات لاس ته راوړي ـ دغه ډول هڅو نړۍ ته لوې لوې لوبغاړي ورکړي او لرې به نه وه چې افغانستان هم دغه راز لاسته راوړنې درلودې ـ
خو ددې ټولو نه غټ تاوان چې ما ژړوي هغه د افغانستان د خلکو د ښې لوبې دلیدو څخه محرومول دي ـ مونږ افغانان چې د ښې تفریح په لټه کې یو ، دغه کورنۍ لوبې راته یوه ښه د تفریح لار ګرځیدې شوه ـ ما ډیر ځل لیدلي چې د ډیرې ټیټې کچې لوبې د کتو دپاره سلګونه کسان راټولیږي او د لوبې څخه خوند اخلي ـ دغه کورنيو لوبو به د بیلا بیلو سیمو خلکو ته یو چانس په ګوتو کړې وې چې نه یوازې يې صحتمنده تفریح دلودې بلکې د بې ځایه ناستو څخه به یې هم خلاص کړي واې ـ همدا راز د بحث دپاره به هم ورته ښه موضوع برابره شوې واې او دوي ته به کم ترکمه یوڅو ورځو دپاره موکه برابره وه چې د سیاست پر ځاې یې د لوبغاړو په لوبه او لوبڅارو په پریکړو بحثونه کولې ـ د یو سپورټ مینه وال په توګه زه تل په دې اند پاتې شوې یمه چې لوبې په افغانستان کې د سولې ، ثبات او ټولنیزو پرمختګونو په څانګه کې رغنده او اوږد مهاله رول لوبولې شي ـ
په افغانستان کې د کرکټ د ودې دپاره اړینه ده چې عامه خلک دې لوبې سره اشنا او ددې اصولو او تخنیکونو سره بلد شي – په داسې حال کې چې د هیواد لوړه برخه د بریښنا د نشتوالي له کبله رسنیو ته لاس رسې نه لري،کورنۍ لوبې د کرکټ د عامه پوهاوي د ودې یوازینۍ لاره ده ـ خلک په میدان کې د لوبو د نندارې پر مهال کولې شي د کرکټ په اړوند خپله پوهه پیاوړې کړي ـ مونږ ډیرو دغه پوهه د نړیوالو او کورنیو لوبو د کتلو پر مهال ترلاسه کړې خو د افغانستان خلک به سږ کال دغه چانس و نلري او دې سره به سم زمونږ کرکټ یو کال په شا وتمبول شي ـ
د ژوند په هره برخه کې نوې نسل د مشرانو تر اغیزې لاندې وي او همدا راز د هغو په څیر غواړي چې په ژوند کې لاسته راوړنې ولري ـ دوي دغه مشران د نمونې (Role Model) په توګه په خیال کې ساتي چې دغه راز ددوي د کاري وړتیاو د پرمختګ باعث ګرځي ـ د کرکټ میدان ددغه څیر کیسو څخه ډک دې ـ د ساري په ډول د پاکستان عمران خان یواځینې دلیل دې چې ددغه هیواد  لوبډلې په تیرو دوو لسیزو کې پیاوړي تیز توپ اچونکي دلودل ـ د افغانستان کرکټ هم دغه نمونه شخصیتونو ته اړتیا لري چې د ځوانانو د هڅونې دلیل وګرځي ـ دا چې مونږ د خپلې ملي لوبډلې نړیوالې لوبې نه شو کتلې ، کورنۍ لوبو کې به مونږ حمید حسن ، شهزاد ، سمیع او نور لوبغاړي د نږدې څخه کتلي واې او بیا به مو خپلو نمونو په توګه یو یا دوه ټاکلي واې ـ زه یقین لرم چې دغه کار به مونږ ته ډیر حمید حسنان راکړي وو ـ   
د دغه ټولو کورنیو ګټو ترڅنګ ، اړینه ده چې مونږ د کرکټ نړیوالې شورا ته هم خپل پرمختګونه وروښایو – دا اوس مهال افغانستان د نړیوالې شورا د (affiliate) ټیمونو په ګروپ کې ځاې لري ـ د تیرو دوو کلنو پرمختګونو په رڼا کې افغانستان دا اوس مهال پکار ده چې کم تر کمه په (Associate) ډله کې وي ـ دغه لوړې درجې ته د رسیدو دپاره افغانستان هر څه کړي او یوازې یو څو شرطونه دي چې پوره یې کړي چې یو هم یې د معیاري میدانونو دلودل دي ـ تر کومه ځایه چې زه خبر یم زمونږ شته میدانونه دغه شرطونه ترسره کوي او یوازې دې ته اړتیا ده چې نړیوالو ته وښودل شي ـ دکورنیو لوبو په دغه میدانونو تر سره کیدل به یوه ښه لار د نړیوالو د پام د ګټلو واې ـ دې سره سره د دغه بنسټونو د پراختیا دپاره هم باید هرو مرو ددغو څخه کار واخیستل شي ـ دا منم چې زمونږ شته میدانونه په نړیوالو معیارونو نه دي برابر خو د افغانستان په کچه تر ډیره حده اړتیاوې پوره کوي ـ یادول یې اړین بولم چې د پرمختللو میدانونو پرته د کرکټ نړیواله شورا به مونږ ته د یو ورځنیو لوبو او یا هم د تجربوي (Test) لوبو درجه رانکړي ـ
دتخنیکي بحث نه وروسته اوس یو څه سیاسي خوا هم څیړل ضرور دي ولې چې دا غم لړلې سیاست په هرځاې کې شتون لري ـ د کرکټ مینه والو نه به هیر نه وي چې د شل اوریزو لوبو په اوږدو کې بعضې رسنیو دا وویل چې افغانستان خپل لوبغاړي نه لري او دغه اوسني ټول د پاکستان اوسیدونکي دي ـ دا چې اوس نو مونږ خپلې کورنۍ سیالۍ هم د ګاونډي هیواد په میدانونو تر سره کوو، دغه ادعاوې نورې هم پیاوړې کیږي ـ اوس نو مونږ په ځان پخپله عریضه کوو او دا ثبوت ته رسوو چې دغه لوبغاړي زمونږ نه بلکې زمونږ د ګاونډي هیواد دي ـ
له بله پلوه، د کرکټ نړیواله شورا د ټولو نوروهڅوترڅنګ په یو هیواد کې د ددغه هیواد د خپلو لوبغاړو شتون د یو ملک د کرکټ د لوړو درجو ته دپرمختګ شرط په توګه وړاندې کوي ـ اوس نو دغه شک چې ګوندې زمونږ شته لوبغاړي زمونږ نه دي ، د افغانستان د کرکټ د پرمختګ پر مخ یو لوې خنډ جوړیدې شي او دا به دومره لوې خنډ وي چې کیدې شي چې زمونږ کرکټ لسیزې وروسته وتمبوي او یا هم د مړ کیدو د خطر سره یې مخ کړي ـ له بده مرغه د کرکټ نړیواله شورا هم ډیر ځان نه په عذابوي او همدا راز دغه شک کیدې شي د هغو دپاره د پریکړو د کولو دپاره بسیا وکړي ـ
اوس نو لوستونکو تاسې راته ووایاست چې ایا زما حیرانتیا چې وخاندم او که وژاړم بی ځایه ده! ددغه پریکړې او پلان په منطق چې کله فکر کوم نو لومړې خو په دغه ساده توب او په بی منطقۍ خندا راځي او بیا چې منفي اغیزې يې وینم نو د دډیره درده ژړا راځي- د کرکټ د یو مینه وال په توګه ماته راڼه راڼه ښکاري چي زمونږ کرکټ د شا په لور روان دې او د تیر کال خوشحالۍ به نو اوس یوازې د تاریخ د پاڼو برخه وګرځي ـ د تیر په شان یووار بیا له کرکټ بورډ څخه هیله او غوښتنه کوو چې د خداې دپاره نور نو بس کړئ او دغه پرمختګونه په اوبه مه لاهو کوئ ـ