لغمان:دوه چاودنو لسګونو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واړوله!
20.11.2010 07:37شيبه وړاندې دلغمان مرکز دمهترلام ښار دوه پرله پسې چاودنو ولړزاوه لوړۍ چاودنه ددغه ولايت دمرکزې روغتون ودانۍ ته څيرمه په يو موټر سايکل کې دايښودل شويو چاوديدونکو توکيو له امله رامنځته شوه دلغمان سرپرست والي مرتضى هدايت قلندرزي ټول افغان ته وويل په چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي چې يوه ميرمن يو ماشوم او يو سپين ږيرې دي وژل شوي او دښځو او ماشومانو په ګدون ٢٥تنه ملکي وګړي ټپيان شويدي ده وويل هغه ټپيان چې روغتيايي حالت يې دانديښنې وړ ودجلال اباد مرکزي روغتون ته ليږدول شويدي که څه هم چې دلغمان سرپرست والي امنيتي ځواکونو ته دسرزيان په اړه څه ونه ويل خو ويل کيږي چې په دې چاودنه کې دوه تنه پوليس هم ټپيان شويدي تر اوسه ددې چاودنې پړه ددولت کومي مخالفې ډلې پرغاړه نده اخيستې دهمدې رپوټ دليکلو پر مهال دچاودنې سيمې ته څيرمه ديوې بلې چاودنې خبر هم تر لاسه شو په سيمه کې يو عيني شاهد ټول افغان ته وويل چې ددې چاودنې له امله يې درې تنه ټپيان روغتون ته وړيدي ويل کيږي چې دوروستۍ چاودنې موخه دملي امنيت هغه موټر و چې له سيمې نه دتيريدو په حال کې و

