د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دولت د باور په ستونزه کې

قدرت الله هېوادپال 16.10.2010 10:45

د ولس زور د خدای زور (پښتو متل)

دولتونه تل هڅه کوي چې له خپل ولس سره ښی متقابلی پر باور ولاړی اړيکی ولري. دا ښی اړيکی د دی سبب ګرځي چې ولس د دولت په چارو کې پراخه ګډون وکړي او خپلی اړونده وجيبی او نوری چاری په ښه توګه ادا کړي او په مقابل کې دولت خپل ولس ته ښه او روڼ خدمتونه او آسانتیاوی برابری کړي. له دی لاری د حکومت او ولس تر منځ د باور فضا منځ ته راځي، چې د دواړو د قناعت باعث ګرځي.
خو که اوسني دولت ته وګورو نو داسې بريښي چې دولت د اعتبار له ستونزی سره مخ دی، د اکثرو څېړنو او شمېرنو له مخی ولس د دولت باره کې منفي انګيزی لري، رشوت، خپلوئ پالنه، بې ظرفيتي او داسې نور ډېر تورونه دي چې هر يو يې پر دولت تپي. دا چې دولت دا هر څه څومره مني یا نه مني، دا بیله موضوع ده، خو د ولس اکثره برخه په دولتي چوکاټ کې بهتري غواړي او باور پری نه لري.
دا ستونزه يوازی د ولس او دولت تر منځ نه ده، بلکه دولت پخپله په خپل منځ کې هم د باور له لږوالي سره مخ دی. د باور نه شتون يو ښه ښکارندوی د معلوماتو پټول او نه شريکول دي، اوس هم تر ډېره حده د دولتي ادارو تر منځ د معلوماتو شريکولو جنجالونه شته دي، او کله چې دا ستونزه د مرکز او ولاياتو تر منځ شي نو نوره هم پراخيږي. د ساده معلوماتو تبادلی لپاره بې شمېره مکتوبونه تبادله او وخت ضايع کېږي، او لدی هر څه سره د معلوماتو صحيحوالی تل تر پوښتنی لاندی وي.
موږ په ولسواکئ کې ژوند کوو، سره لدی چې زموږ د ولسواکئ دا ډول به ډېر نواقص او نېمګړتياوی ولري، خو د ديموکراسئ يو اصل روڼوالی، جوابدهي او معلوماتو ته لاسرسی دی، او همدا اصل دی چې د نړۍ اکثرو پرمختلليو هېوادونو په اساسي قوانينو کې معلوماتو ته لاسرسی د ولس يو له اساسي حقوقو څخه دی. همدا اصل تر يوه حده د افغانستان په اساسي قانون او نورو اړونده قوانينو کې هم په ماته ګوډه ژبه ذکر شوی دی.
خو، که د دولت کارونو او عملياتو ته وګورو، نو له ورايه ښکاري چې دولت يا چارواکي يې تر ډېره هڅه کوي معلومات پټ، کنټرول او تر ځانه وساتي، سمه ده هر څه نه خپريږي، خو هر څه هم نه پټيږي، نن وي که سبا ولس خبريږي. د نن په زمانه کې ستونزه د معلوماتو موندل نه دي ځکه په هره موضوع هر ډول معلومات هر ځای شته دي، او انټرنېټ خو دا کار يوازی تر څو بټنو رالنډ کړی دی، بلکه ستونزه د سمو، مؤثقو او ريښتونو معلوماتو موندل او خوښول دي.
انسان د علم او پوهی وږی دی، او تل د معلوماتو او علم په لټه کې وي او هڅه کوي ځان باخبره وساتي. نن موږ د معلوماتو په پېړۍ کې ژوند کوو، نو که چېری د معلوماتو منظمی وسيلی لکه ټلويزون، راډيو، اخبارونه، انټرنېټ او نور ټپ يا کنټرول شي، نو ورسره ځان له نامنظمو وسيلو لکه ګنګوسو، شخصي ارزونو، افواهاتو ا و نورو خبر وساتي، چې ممکن ډېر دروغ رښتيا پکی ورګډ وي، خو بيا هم د معلوماتو ضرورت پوره کوي. وايي کنه څو چې رښتيا راځي دروغو به کلي وران کړی وي.
کله چې دولت د ولس پر رايو د واک ګديو ته رسيږي، نو بېرته دی ولس ته جوابده او مسئول هم دی. نن د دی په ځای چې دولت بايد هڅه وکړي ځان پرانيزي او خپله بيوروکراسي او ارتباطات نور هم ساده کړي، د جنجالي کېدو او پټوونکي په لور روان دی. چې دی نږدی وختونو کې د ټلويزون دوو کانالونو او ویبپاڼو بندول يې ښه بېلګه ده، چې د بېلابيلو تبصرو او افواهاتو خپرېدو سبب شو. زه فکر کوم د دی په ځای چې موږ د رسنۍ بندی کړو، بهتره ده چې د هماغه رسنيو له لاری خپل پیغامونه ورسوو، او قضاوت ولس ته پرېږدو.
همدا وجه ده چې په ټولنه کې تشنج او وارخطايي احساسيږي، پر دولت اعتبار له منځه ځي، د هېواد راتلونکی شکمن ښودل کېږي، په عمومي ډول ټولنه کې يو ډول اضطرار شته دی، چې اساسي وجه يې د دولت او ولس تر منځ د پراخه ارتباطاتو او اړيکو نه شتون دی. له رسمي خبري کنفرانسونو پرته د دولت چارواکي ډېر کم ولس ته کيني او غوږ نيسي، زه فکر کوم د دولت چارواکي بايد لږ تر لږه په دوامداره توګه ولس باخبره وساتي او تر ټولو لوړ پوړي چارواکي په مياشتني يا دوامداره ډول ولس ته وينا وکړي، زه دا نه وايم چې ژړا مې خوښيږي، خو په کال کې په يو ځل راښکارېدو هم څه نه کېږي.
په ځینو پرمختلليو هېوادونو کې داسې قوانين شته چې دولتي مامورين مجبوروي په مشخص وخت کې د ولس پوښتنو ځوابونه ورکړي، يعنی که تاسې له کوم دولتي مامور معلومات وغواړئ نو هغه د قانون له مخی مجبور دی چې په اته څلويښت ساعتو يا کمو ډېرو کې تاسې ته ځواب درکړي، موږ بايد داسې او نور قوانين مروج کړو تر څو د ولس او دولت تر منځ په هر سويه د اعتماد او معلوماتو تبادلی فضا رامنځ ته شي.
بدبختانه تر اوسه موږ دولت پر اشخاصو پېژنو، پخپله حکومت یا وزارتونه له اشخاصو سره تړل کېږي، تر اوسه مو ونشو کړای چې يو فعاله او ځوابده نظام جوړ کړو چې پر شخص د اتکا پر ځای ملت ضرورتونه او اړتياوی پوره کړي. اکثره خلک فکر کوي چې د دولت اکثره چوکۍ پر سياسي نزاکتونو او اړيکو ويشل کېږي، او همداسې نوری ډېری ګيلی دي چې ولس له دولت ليری کوي، د ښه نظام جوړولو اساس ارتباطات او پرانيستنه ده، او دولت اوس مجبور دی چې ځان ځوابده احساس کړي او بهتره ده چې دا کار وخته پیل کړي. تر څو چې موږ مستحکمی او فعاله اداری ونه لرو تر هغی موږ د يو باثباته دولت خاونديدلی نه شو، او که د اوسنۍ جګړو پیل ته وګورو نو اساسي لامل يې همدا وو چې ادارو خپل اعتبار او استحکام له لاسه ورکړ چې نتيجه يې نن موږ ټول وينو.
د نن ټکنالوجۍ د خبر رسولو او معلوماتو بريدونه بې حده پراخه کړي دي، او موږ بايد له همدی ټکنالوجۍ ګټه واخلو، معلومات ډلبندي کړو او ولس ته يې خپاره کړو، ځکه همدا ولس دی چې دولت يې د خدمت لوړه کړی، او همدا ولس دی چې دولت پری دولت دی، او د همدی ولس واک دی چې دا ټولی جګړی او لانجی پری روانی دي، او د همدی ولس باور دی چې دولت ورته د خپلی بقا لپاره ضرورت لري.