د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوان اتلان د تلويزون په ښيښه

حيات هجران شيرزاد 03.10.2010 17:21

دافغانستان د کرکټ دڅانګی، دشمشاد تلويزون او د اتصالاتو د مخابراتی شبکی په مټو نن د 

افغانستان ځوان اتلان کوم چې د کرکټ په ډګر کې لوبی کوي کولاشو په ټوله نړۍکې دشمشاد تلويزون په ښېښه وګورو او خوند تری واخلو زه ولايتی سيالي يادوم کومي چې په همدي دوه اونيو کې شروع شوي او زما په شمول ډیر هيوادوال يي ډیر د ليدلوتږي او ليواله دي. زه هم خپله اتلان د تلويزون په پرده ګورم او هغه ارمانونه خو می يو څه وخت مخکې په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې د افغانستان د ملی لوبډلی اتلانو پيل کړه او دا دی اوس په نورو لوبو کې هم کولاشو چې وه يي ګورو. ما د ښونځی د لوستونو په خاطر نه شوه کولای چې ولايتی سيالی د لومړی ورځی نه وګورم نو دا هېله مي هم د جمعی په ورځ چې د تلی دمياشتی نهمه نيټه وه ماته شوه او لوبه هم دننګرهار او بدخشان د لوبډلو تر منځ روانه وه او لومړی پنډوس وهنه د ننګرهار لوبډلی پيل کړه ډيره ښايسته لوبه يي وکړه او وه يي کولای شول چې دبدخشان لوبډلی ته په ۱۲۰ پنډوسو باندی ۲۰۳ منډي هدف وټاکه چې په دی سيالۍ کې تر ټولو ډيري منډي دي او په ۱۰۴ منډو ماتی ورکړه . او همدارنګه دوهمه لوبه دننګرهار او نورستان دلوبډلو ترمنځ وه او بيا هم ننګرهار لوبډلی د تير په څير لومړی يي پنډوس وهنه غوره کړه او د نورستان لوبډلی ته يي په ۱۲۰ پنډوسو باندی ۱۵۱ منډی هدف وټاکه مګر دنورستان لو‌بډلی چې ښايسته مقابله يي ورسره هم وکړه خو په ۲۹ منډو يي د ننګرهار لوبډلی ته وبايلله او په همدی توګه د ننګرهار لوبډله منځلوبی ته بريالۍ شوه او تر دی دمه د پکتيا ، لوګر، پنجشير او خوست لوبډلی منځلوبی ته بريالي شوي دي او دا لوبي جريان لري د کنړ، پکتيکا ، هرات، کندهار، لغمان، جوزجان، کابل، تخار او وردګ ولايتونو لوبډلی سره لوبه کوی او دا هم د شمشاد تلويزون په پرده ليدل کيږی . نو زه په اخر کې دننګرهار لوبډلی او نوري لوبډلي کومي چې مخکې منځلوبي ته بريالي شوي دي مبارکی وايم او د نورو برياو په هيله او همدارنګه هغه لوبډلی چې وه يي نه شوه کولای مخي ته لاړي شي ډيري ښایسته لوبي يي وکړي او په راتلونکي کې ورته د بريا په هيله او دافغانستان د کرکټ دڅانګی، دشمشاد تلويزون او د اتصالاتو د مخابراتی شبکی څخه زياته مننه چې دومره يو غټ خدمت ته يي پام شوی دی چې ډير هېوادونه کوم چې پرمختللی او په نړيوالو سياليو کې لوبي کوي هم دغسی په ژوندی بڼه لوبي نه ښایی لکه تاسی چې يي هېوادولو ته وړاندی کوی او اميد لرم چې په راتلونکې کې نور هم همداسی ورته سيالي جوړي کړي تر څو ځوان اتلان نور هم وروزل شي چي په نړيوالو لوبو او سياليو کې ګډون وکړي .
په مينه