د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انتقاد دوستانو او تهمت ددښمنانوکاردئ

د،ب،هيښ 29.09.2010 21:59

په انساني دنیا کې تراوسه هیڅ داسې ،ډله،تنظیم ،ګوند او یا سازمان نه دئ پیدا شوئ چې ټول کړه وړه او حرکات ئې کامل او بې نقصه وي او که څوک په فردی او یا ټولینز ډول داسې ادعا کوي چې هر کار او عمل ئې کامل او بې عیبه دئ ،یا به عقلي اوفکري ناروغه وي او دواقعیتونو دلیدلو او درک کولو توان به نه لري او یا به د یوه شخصي،سازماني او ګوندي غرض دپاره په سر تمبګۍ او سرزورۍ سره خپل کامل توب او پوره توب په زور او جبر سره په نورو او ټولنه تحمیلوي،چې په دواړو صورتونو کې تولنه دمرضیانو او غرضیانو دلاسه دردمنه ، متضرره او دمشکلاتو سره مخامخ کیږي او دځاني ،مادي او معنوي تاوانونودروند بارئې په اوږو وربارشي.نو دیوې سالمې ټولنې دمنځ ته راتګ دپاره تر ټولو مهمه داده چې دمرضي او غرضي افرادو او ډلو څخه ټولنه پاکه شي او دهغوئ دلاسه داحتمالي ستونزو او تاوانونو دبروز مخه ونیول شي.

دا چې انسانان او دهغوئ په واسطه جوړشوي سیاسي ـ اجتماعي ګروپونه او ډلې بې عیبه نه دي او اشتباه دانسان سره لکه سیورئ ئې تل ورسره ملګرې ده ،نو دهغې دنه تکرار او اصلاح دپاره انتقاد او نیوکه لازمه ده ،ترڅو مقابل لورئ بیدار شي اودهغه ضرر او تاوان مخه ونیول شي چې دصورت نیولیو غلطیو له امله منځ ته راځي.

انتقاد او نیوکه په یوه ټولنه کې یومجاز او غیر قابل انکار ضرورت دئ ،چې دخودکامه ګئ او بې کنترولئ مخه نیسي او ټولنه په یوه سالم او بې تشنجه مسیر رهبري کوي .بناً په انتقاد او نیوکه باید افراد او ډلې خوښ شي ،ځکه ددوئ اوږد مهاله ژوند او په ټولنه کې بریالیتوب یوازې دلږو غلطیو او بیا دهغوئ داصلاح او نه تکرار په حالت کې تضمین کیدائ شي چې دانتقادونو له امله دوئ ورته متوجه کیږي او داصلاح په لټه کې ئې کیږي.

له بده مرغه چې په افغانی ټولنه کې دانتقاد او نیوکو دکولو او دهغې دزغملو فرهنګ لکه چې لازم دئ ښه رشد نه دئ کړئ او دسالمواو سازنده انتقادونو او نیوکو ځائ بې اساسه ،بې ثبوته او غیرمستندو تورونو او تهمتونو نیولئ دئ او تورونه ،تهمتونه اوبهتانونه یوازې دهغه چا دلورې ویل کیږی چې دریځ ئې دښمنانه او مغرضانه وي او دلویو سیاسي اوملي ګټو او ارزښتونونه ددفاع او دټولنې دخیر او صلاح موضوع په کې مطرح نه وی،حال داچې په ټولنیز ژوند کې د سیاسي ،اجتماعي ،اقصادي ،روزنیزو او کلتوري مسائیلو د مناسب او درست حل دپاره یوه ټولنه دقیقو او دفاکتونو په بنا انتقادونو او نیوکوته ضرورت لري نه ددروغو په اساس تورونو او تهمتونو ته .

دافرادو اوډلو په ارزونه کې موږ افغانان دافراط اوتفریط په لومو کې نښتي یو ،ځنې وخت مودیوه شخص او یا یوه تنظیم سره علاقه او مینه دجنون سرحد ته ورسیږي او دمجنون په شان دخپلې لیلا په وصال کې داسې غرق شو،چې دپاڼ نه دلویدوپه کیسه کې هم نه یو او که څوک مودنجات دپاره تلاش کوي او خبردار نارې راته وهې چې لویږې،مګر نارې ئې راته غمازانه او دښمنانه ښکار ي ولو که د مرګ نه دراګرزیدو دپاره دي،ځکه چې په کوم وخت ئې زموږ دلیلا دزلفو خیرنتوب او پریشانتوب په ګوته کړئ و،نو موږ ته ابدي غماز ښکاري.
همدارنګه با المقابل بیا کله داسې برخورد کوو چې دیوې ډلې دیوې غلطئ او تیروتنې له امله ټول نیک او مثبت کارونه ئې چې ډیر لوئ حیاتي ارزښت لري نه منو اوټولو قربانیو او فداکاریو ته ئې دشک او تردید په سترګه ګورو او ددې په ځائ چې تشویق اوترغیب ئې کړو،خپله همبستګي ورسره اعلان کړو او دلوړو ملي ګټو ددفاع په مقصد ورسره صادقانه همکاري وکړو،دافواهاتو او دافغانستان ددښمنانو دزهراګینه تبلیغاتو اودساسیو په استنادد ناروا او ناحقه تورونو او تهمتونو ناځوانمردانه ګذارونه پرې کوو، چې دا ډول دریځونه او تعاملونه نه دیني مشروعیت لری او نه ملي مکلفیت تمثیلوي ،بلکه دوطن ددښمنانو په ژرنده اوبه ورسمول دي او دهغوئ وحشیانه اعمالوته دتائید او تحقق بڼه ور کول دي.
له دې کبله دافراط او تفریط په اساس سیاسي ،ټولنیز او ملي مسائیل تحلیول اوارزیابي کول نه یوازې داچې مثبتې پایلې نه لري ،بلکه نور هم پیچیده او مغلق کیږی .

انتقاد په یوه شخص او یا ډله دهوښیارتیا،خبرتیا اود تیروتنو نه دژغورلو په منظور وي ،ترڅو هغه مشترک هدف ته چې دټولنې خیر او رفاه په کې وي په مناسبه او معقوله لاره حرکت صورت ونیسي او دهغه خطرونو مخه ونیول شي چې دبې خبرئ اوتیروتنو له امله ټولنه ورسره مخامخ کیږي . انتقاد ددوستانو او خیرغوښتونکو له لوري تر سره کیږي او هدف داشتباهاتو او عیبونو دکچې راکمول او داصلاحاتو لوری ته دشخص او ډلې سمول دي.

مګر تهمتونه او تورونه دغرضیانو او مرضیانو کاردئ او یوازې دیوه شخص او یا ډلې دسپکوالې او بې اعتباره کولو له پاره ورڅخه استفاده کیږي .دناحقه او بې بنیاده تورونو په نتیجه کې نفرتونه او کینې نورې هم زیاتیږي او هغه فضا چې دیوه تفاهم او مشترک تصمیم نیولو له پاره لازمي او ضروري ده له منځه وړي او اشخاص او سازمانونه دسیاسي انعطاف په ځائ دراډیکالیزم لوري ته بیایي،چې نتیجه ئې په ټولنه کې داغتشاشونو او ناورینونو زیږیدل دي او هغه باور احترام او اعتبار چې په ټولنه کې دیوه ارامه او با ثباته ژوند دپاره باید دافرادو او سازمانونو په منځ کې موجود شي ،دناروا تورونو او تهمتونو په وسیله محو شي.همدا وجه ده چې ټولنه دشر او فسادډګر وګرزي او دملیونونو انسانانو په ژوند او عزت لوبې شروع شي.

په دې اساس زموږ افغانانو دپاره لازمه اوضروري ده چې اول داومنو چې بې عیبه اوکامل یوالله (ج)دئ او په ټولنه کې افراد او ډلې بیله نیمګړتیاوو او عیبونو وجود نه لري.
ددې دپاره چې نیمګړتیاوې مو کمې شي او تکرار نه شي ، باید دانتقاد کولو اوانتقاد زغملو هنر زده کړواو دخپل سیاسي ـ اجتماعې ژوند دکولو له پاره ئې دخپل کلتور یوه برخه وګرزوو ،تر څو ستونزې او مشکلات مو په ټولنه کې را کمې شي .همدارنګه دتورونو او تهمتونو چې دشر او فساد له پاره واردیږي او دسازنده او سالمو انتقادونواو نیوکو ترمنځ چې دټولنې دخیر او صلاح له پاره صورت نیسي په دقت او هوښیارئ سره توپیر وکړو ،ترڅود هغه زیانونو او تاوانونومخه چې دانتقاد دنه زغملو اودبې بنیاده تورونو دواد ردولو له امله ټولنه ورسره مخامخ کیږي ونیول شي او دداسې ټولنې دجوړیدو زمینه برابره شي چې بنیاد ئې په دوستانه او تفاهمي روابطوولاړوي .