د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مستعار ليکونکي "امام" ته څو ټکي!

احمد شاه عادل 29.08.2010 09:52

په پېښور کې چاپېدونکي د تنوير په نامه مجله کې مې د " له ځينو طالبانو څو پوښتني او ځينو ته څو مشورې" سرلیک لاندې ليکنه ولوسته چې د امام په نامه کښل شوي وه. د ليکني له لوستلو څخه وروسته ډير خسته او ستړى ستومانه مې له ملګرو سره د ليکنې په اړه بحث وکړو، ټولو په يوه خوله ليکنه وغندله او ويې ويل چې دغه ډول خلک غواړي چې يو ځل بيا زمونږ په واحد او متحد ولس کې په دغه او هغه نامه سره د نفاق کرښې د پخوا په څېر و کاږي او خپله پکښي کبان ونېسي. زه چون د حکمتيار له ليکنو سره آشنا وم او دهغه د ليکنو او دې ليکني ترمنځ مې ارتباط هم لېده خو دا ګومان مې ځکه نه کاوه چې د حکمتيار په څير د يو حزب مشر به هيڅکله دغه ډول سپکه ليکنه ونکړي. ورځ وروسته مي يوه ډير نږدي او معتمد دوست ته د ليکني يادونه وکړه؛ په ډيره تاسف سره بايد ووايم چې هغه راته وويل چې ددي ليکني ليکوال خو ګلبدين حکمتيار، د حزب اسلامي مشر دى! خداى شاهد دى ډير خواشنى شوم چې په ښاغلي حکمتيار هم نورې ټولې لارې بندې شوې اوس يې دې لارې ته مخه کړه! وروسته راته هماغه دوست د يو داسي حزبي يادونه وکړه چې په حکمتيار يې سر ورکاه، ويل يې چې حتى دهغه هم دا ليکنه خوښه نشوه او دومره تعصب يې ونه زغملو.

په هر صورت نه غواړم پدې اړه نور څه ووايم، غواړم له درنو لوستونکوسره ليکنه د امکان تر حده وسپړم، که څه هم ليکنه ډيره اږده ده په اصطلاح پړ پړې يې ليکلي دي خو بيا هم د يو افغان ليکوال په توګه دا راته ننګ ښکاري چې ددغسي ليکني له لېدو سره سره بياهم غلى پاته شم دا به مې له خپل ملت سره جفا کړي وي، څه ناڅه بايد له خپل ولس سره پري شريک کړم:
له لومړنيو پاراګرافونو څخه د ليکونکي موخه دا ده چې طالبان بايد د حزب اسلامي او افغانستان په وړاندي خپل موقف څرګند کړي! ماته ډيره د حيرانتيا وړ خبره بريښي چې يو څوک ځان، مال او وطن قربان کړي او لا يې هم هدف او غايه نه وي څرګنده! د طالبانو اسلامي تحريک پر افغانستان د امريکا له تيري څخه وروسته بي دريغه قربانۍ ورکړي دي، ډير لږ به داسې طالبان پاته وي چې د هغوي له کورنيو څخه يو يا دوه تنه شهيدان شوي نه وي يا يې کورونه نه وي وران شوي يا يې خپلوان تري تم شوي نه وي، له دغو ټولو قربانيو څخه وروسته که بياهم ددغه ډول يو تحريک موقف څرګند نه وي دا به له عقل او منطق څخه ډير واټن ولري. هر طالب چې د جنګ ډګر ته ځي هغه ته په مکمل ډول د تحريک د موقف په اړه سپيناوى کيږي تر څو هغه مجاهد ډاډه زړه او اخلاص سره کار وکړي. ليکونکي هڅه کړي چې حزب ډير ستر وښيي، حال دا چې حزب او ټولو د وطن وروانوونکو ټولي ناکردي دي ملت او ولس ته څرګندي دي، لا وضاحت ته يې اړتيا نه ليدل کېږي.

ليکونکى په څلورم پارګراف کې کاږي: " خو كله چي د مجاهدينو د واقعي اسلامي نظام حاكمېدو ورځي را نږدې كېدلي د اسلام او افغانستان داخلي او بهرني دښمنانو لاسونه سره وركړل او د واقعي مجاهدينو په ضد ئې خطرناكي توطئي جوړي كړې. په كابل كي د شمالي ائتلاف ټولي ډلي ټپلي؛ كمونيستان او هغه ډلي چي ظاهراً ئې د اسلام نارې وهلې خو په زړه كي ئې نوري خبري وې، ټولو د اسلام له بهرنيو خطرناكو دښمنانو سره لاسونه يو كړل، او هغه په فساد كي غرق حكومت ئې جوړ كړ چي د خونړيو جگړو باعث شو او په كمين كي د ناستو دښمنانو هيلي ئې تر سره كړې. د دغي توطئې په سبب د حق او باطل تر منځ يوه بله جگړه چي ډېره دردوونكې وه رامنځته شوه چي يوې خوا ته ئې كمونيستان، په نوم جهادي تنظيمونه لكه ربانى، سياف، شيعه ډلي، د دوستم مليشه، مجددى، گيلانى، مرحوم مولوي محمد نبي او تر شا ئې خارجى دښمنان لكه روسيه، هند، امريكا او گاونډي هيوادونه وو او بل خوا ته يوازي حزب اسلامي د حكمتيار په مشرۍ ولاړ وو. كله چي د حزب اسلامي مجاهدين د دغه شوم ائتلاف په مقابل كي برياليتوب ته نږدې شول، نو د اسلام دښمنان يو ځل بيا وخوزېدل او د حزب اسلامي په ضد ئې بله توطئه پيل كړه، سياسي څېړونكي وايي چي جنرال نصيرالله بابر په پټه، د انگرېزانو په مشوره او د ځينو عربو هېوادو په مالي مرسته د طالبانو تحريك په نوم غږ پورته كړ، ظاهراً خو طالبان د صلح شعار سره ښه معلومېدل خو د پټو خبرو معلومات ئې هرچاته نه و". ليکونکى غواړي د لوستونکو په سترګو خاوري و شيندي او د حزب له جناياتو څخه سترګي پتي کړي. دا يو څرګند حقيقت دى چې هغه مهال به چې د هيواد په هر ګوټ کې جګړه وه نو يو خوا به خامخا د حزب د بړيڅو وو. که يوخوا به جمعيت اسلامي وو نو بلي خوا حزب، که يو خوا اتحاد اسلامي بلي خوا ته حزب او که ... د هر يوه به له حزب سره په جګړه کې وو؛ دا پخپله ددې څرګندونه کوي چې اصل مشکل په حزب کې وو، دا به د انصاف فيصله نه وي چې دا ټول ګرم وبلو او حزب تري پاک را وباسو لکه خوار ليکونکي چې نيمګړي هڅه کړي ده. په پورتني پاراګراف کې دوه نور ټکي د پام وړه دي، يو دا چې ليکونکي هرځاي په افغانستان کې د ښکيلو بهرنيو لوريو په ليست کې هند هم يادوي. د هند له يادولو څخه د ليکونکي موخه داده چې پر پاکستان پرده وغوړوي، که رښتياهم منصفانه قضاوت وکړو نو له هند څخه چې زمونږ له وطنه ډير واټن لري، پاکستان په ځلونو ډيره لاسوهنه کړي او زمونږ په وينو يې لاسونه سره دي، پاکستان ځکه نه يادوي چې دى ښاغلى (حکمتيار) پخپله د پاکستان له بړيڅو څخه وو. او بله دا چې دى تل له طالبانو سر ټکوي حال دا چې تر ټولو مخکي همدا حکمتيار وو چې د طالبانو د تحريک په وړاندي يې ډير ستوغ غبرګون وښود، طالبان يې د نصيرالله بابر زامن وبلل، او په مقابل کې د استاد رباني حکومت طالبان د سولې کوترې وبللې؛ زه نه پوهيږم چې ولې حکمتيار صيب بياهم دا تمه لري طالبانو دې دده له ځواکونو سره غرض نه وو کړى. د طالبانو شعار د شراو فساد پر ضد مبارزه وه، آيا حزب له شر او فساد څخه پاک و؟؟؟ زرداد، قلم ، چمن، ناصراو ... څوک وو، آيا دوي شر او فساد نه وو چې بايد د ظلم ټغريې ټول شوى واي تر څو خوار ملت تري آرام شوى واي.

ليکونکى په پنځم پاراګراف کې ليکي: " د شمالي ائتلاف ډلو قومندانانو په قندهار او شاوخوا سيمو كي داسى جنايات شروع كړي وو چي هيچا ئې تصور نشو كولى، د طالبانو د ظهور په لومړيو كي د حزب اسلامي مجاهدينو، د حاجى سركاتب تر قومندي لاندي له طالبانو سره ډېري مرستي او همكارۍ وكړې. خو كله چي د طالبانو تحريك د قندهار ولايت ونيوو نو بيا ئې د شمالي ائتلاف قومندانان لكه ملا راكټي، ملانقيب او داسي نور ..... د قدرت په گدۍ كښېنول او په گډه ئې د حزب اسلامي مجاهدين له قندهار څخه وايستل، د شمال ائتلاف مشر استاد رباني او آمر مسعود په طيارو كي طالبانو ته له افغانيو ډك كانتينرونه د ملانقيب او نورو په لاس رسول . د دې مفسد ائتلاف طيارو به د حزب اسلامي سنگرونه د طالبانو په گټه بمباري كول، د حزب اسلامي مجاهدينو په دې هيله چي طالبان اسلام غواړي نو د مقابلې پرځاى ئې د دوى مرسته كوله او خپلي سيمي ئې له جگړي پرته پرېښودلې، تر هغه چي طالبان تر كابله ورسېدل." ددې په اړه خو مخکې وويل شول چې حزب څومره په جناياتو کې ککړ وو. پورته ليکي چې حزب خپلې سيمي بي له کوم مقاومت څخه ګويا ددې لپاره چې طالبان اسلام غواړي ورته پريښودې او ددوي مرسته يې کوله. که پدي اړه ژور فکر وکړو د طالبانو په وړاندې د حزب د هغه مهال موقف په نظر کې نيولو سره چې طالبان يې د نصيرالله بابر بچيان بلل او بيا وايې چې مونږ ورسره مرسته وکړه، اول خو هيڅ مرسته ونکړه يايې ونشوه کړاي ځکه هغه مهال دوي په خپل غم وو او که يې ومنو چې ګويا کړي يې ده نو دا خو يې ستر ملي خيانت کړى چې افغانستان يې د نصيرالله بابر په اصطلاح بچيانو! ته پريښود!

ليکونکى په بل پاراګراف کې په ډيره بي شرمۍ سره وايې چې طالبان پخپله د شر؟! او فساد؟! عامل شول. مونږ دا نه وايو چې ګواکې طالبانو کې هيڅ ستونزې نه وې؛ مونږ دا منو چې طالبانو کې هم ستونزې وې، د هغوي تحريک هم يو بشري تحريک وو، څه آيډيال حکومت يې نشواي راوستلاي خو که مونږ د حزب جنايت، قصاوت، ظلم، تعدى او داسې نور وګورو او دا خبره چې طالبان د شر او فساد عامل شول دا به هيڅ افغان چې ددغو دواړه ډلو د سلطې پر مهال افغانستان کې اوسيدلى وې د منلو وړ نه دې.

ليکونکى او په عمومي ډول ټول د حزب کسان د ملا نقيب الله اخوند په حق کې ډيري ستغې سپوري وايې؛ حال دا چې ملاصاحب د روسانو پرضد جهاد کې يو له نامتو جهادي قومندانانو څخه وو، بيا يې د مجاهدينو د حکومت پر مهال هم ډير خدمتونه کړي وو، وروسته د طالبانو له اسلامي تحريک سره شو. په مقابل کې که د حزب هرکس هرڅه کوي هغه حق دى. استاد فريد په حزب کې له سترو شخصيتونو څخه وو چې د حامد کرزي له خوا مشرانو جرګه کې انتصابي غړى وو، کله چې په کابل کې وويشتل شو نو سمدلاسه د حزب له خوا ورته د شهادت کلمه ډالۍ شوه! البته مونږ د استاد ته احترام لرو الله دې ورته بخښنه وکړې؛ ولې زمونږ ستونزه له حزب سره ده چې که ددوي د ګوند کوم کس په کابل کې وژل کيږي هغه شهيد او که د کوم بل پخواني جهادي ګوند غړى وي نو فورا پري د مردار ټاپه ولګوي! کاشکې ددوي موقف اوس هم يو واضح او منصف موقف وو نه ګوندي او تنګ نظره!

ليکونکى په اوج د بي شرمۍ او سپين سترګۍ کې د شهيد مولوي نصرالله منصور صاحب او دهغه د جهادي ډلي په اړه سپکې او له عقل او منطقه ليري څرګندونې کوي، دى ليکي: "مرحوم مولوي صاحب منصور چي له ايران سره ئې نږدې اړيكي درلودې او د رباني رژيم ملگرتيا ئې كوله او د همدې ملگرتيا په دوران كي ئې جنرال دوستم ته د خالد بن وليد لقب وركړ، د هغه پلويانو د طالبانو په رژيم كي فعاله ونډه درلوده، هغوى د ايران په اشاره له حزب اسلامي سره په ناحقه دښمني كوله، د طالبانو د رژيم له سقوط سره سم د دې ډلي اكثر غړي د كرزي په حكومت كي شامل شول، د طالبانو په ليكو كي د دوى شته والي هم ځيني طالبان د حزب مخالفت ته هڅولي، اوس چي د صليبي ځواكونو د وتلو ورځي رانږدې شوې او د كابل په امريكايي رژيم كي پخواني طالبان بېرته د دوى خوا ته ورنږدې كېږي گورو چي يو ځل بيا د طالبانو په ليكو كي د حزب اسلامي په ضد حسادتونه او حساسيتونه راڅرگند كېږي" لومړى غواړم درنو لوستونکو ته دا څرګنده کړم چې شايد ستاسې په ذهن کې سوال پيداشي چې ولي سره لدې چې حکمتيار منصور صاحب شهيد کړ خو دلته ورته د مرحوم لفظ کاروي؟! دا ددې لپاره چې پخپل هغه جنايت پرده واچوي چې دهغې په ترڅ کې يې مرحوم منصور صاحب او مرحوم مولوي صاحب ضبطوخان (د لوګر مستوفي) په شهادت ورسول او هېواد يې له دوه سياسي او علمي شخصيتونو څخه بي برخي کړ. راشئ چې لږ څرګند او واضح وغږيږو، آيا دا به د ماشوم عقل ومني چې ګوندي منصور صاحب له ايران سره نږدي اړيکي لرلې؟! منصور صاحب خو د حنفي مذهب کلک پيرو وو او کله يې هم د ايران په څېر له شيعه متعصبه ډلو سره اړيکي نه ساتلي او نه ايران ورته کومه د پام وړ ګټه رسولاي شوه. دى وايې چې منصور صاحب جنرال دوستم ته د خالد بن وليد (رض) لقب ورکړ؟! ګرانه امامه! تاريخ ولوله، دا له شرمه او عاره ډک لقب منصور صاحب نه، بلکې حضرت مجددي ورکړ تر څو ددې پواسطه دوستم را خپل کړي او خپل دوه مياشتنى حکومت د هغه پر مټ وغزوې، منصور صاحب هيڅکله دا شرميدلي عمل ندى ترسره کړى او بل دا چې همدا ته حکمتيار وي چې د هماهنګي شورا په نامه دې له کافر، ملحد، کمونست، قاتل، غله، فاسدالاخلاق او... دوستم سره لاس يو کړ او د استاذ رباني د حکومت پر ضد مو د کودتا ناکامه هڅه وکړه. ډاډه اوسه چې افغان ولس به ستا د ا جنايت کله هم هير نکړي چې د مجاهدينو-که څه هم فاسد حکومت و- پر ضد دې حتى دوستم ته د دوستۍ لاس اوږد کړ او اوس په ډيره سپين سترګۍ سره دا دروغ تور پر مولوي صاحب منصور لګوې چې هغه دوستم ته د خالد بن وليد لقب ورکړى و!!!

امام د ليکنې په بله برخه کې ليکي: " د ظاهرشاه او داؤد تورو او ديكتاتوري رژيمونو د روسانو په اشاره د افغانستان او پاكستان اړيكي او مناسبات دومره ترينگلي او كړكېچن كړې وو چي هر شېبه د دې وېره وه چي دا دواړه مسلمان گاونډي هېوادونه په يوې پاى نه منونكې نښتي كي ښكېل شي. هغه مهال به د افغانستان د فوځ لپاره مثالي دښمن پاكستان وو، د پاكستان په ضد دومره تبليغات كېدل چي د عامو خلكو په ذهن كي هر پاكستاني د افغانستان دښمن وو، نن هم د غرب، هند او روسيې په اشاره دا تبليغات او هڅي رواني دي چي دا دواړه هېوادونه په يوې جگړي كي ښكېل كړي". ډېره د ننګ او شرم خبره ده چې ته د يو افغان په صفت د مرحوم داود خان پر حکومت چې حتى تر اوسه يې اکثريت افغانان ستايي، د پاکستان لپاره پري نيوکه کوي او د پاکستان د دفاع لپاره چې په دا ديرش کلن ناورين کې تر ټولو ډير مسئول دى، قلم پر کاغذ څرخوې. ايکاش چې تا دهغو خرابو اړيکو په اړه پاکستان هم څه نا څه ګرم بللى وو، کاش چې د افغانستان په داخلي چارو کې دي د پاکستان د هغه مهال مداخلې او حتى يوځل بمبارد-چې د پاکستان د الوتکو لخوا د افغانستان پر خاوره وشو- په اړه هم څه ليکلي وو. په دې کې شکه نشته چې مرحوم داود خان څه تيروتنې وکړې، خو د ټولو تيروتنو او اشتباهاتو ترڅنګ يې خپل وطن او خلکو ته د قدروړ خدمتونه وکړل چې کله به يې هم افغان وفادار ولس هېر نکړي او کله به هم دا نمک حرامي ونکړې چې د داود خان په څير مشر ته سپکاوى وکړي، داسې داود خان چې د خپل مرګ په وروستۍ شيبه کې کمونست ته وايې چې بي له خدايه، کمونستانو ته نه تسليميږم! دې ته وايې د غيرت او غزت النفس عروج! ددې په مقابل کې دا اوس ټول افغان ولس د حکمتيار پر ضد دى، که يې ثبوت غواړئ نو د ټول افغان په ويبپاڼه کې د پورتنۍ ليکني لاندې تبصري وګورئ.

ښاغلي "امام" ته د ټولي اسلامي نړۍ معياري علما د پاکستان دي، دى وايې: "د پاكستان ټول واقعي علماء په دې خبره متفق دي چي حزب اسلامي د افغانستان په مخكني او اوسني جهاد كي دومره لويه، نه هېرېدونكې او ځلانده ونډه لري چي يوازي له انصاف او عقل نه محروم وگړي به ترې انكار كوي. د اسلامي نړۍ روڼ ضميره علماوو هم په وار وار دا خبره تصديق كړې ده چي دا حزب اسلامي وو چي د جهاد هېره شوې فريضه ئې په داسي حال كي راژوندۍ كړه چي له پېړيو پېړيو رادې خوا ئې چا نوم هم نه اخيستو" آيا د احزب اسلامي وو چې په افغانستان کې يې د امريکايانو پر ضد د جهاد هېره شوي فريضه ژوندۍ کړه؟؟؟ هو دا د حزب لښکري وي چې په جنګې کلا کې د وحشي دوستم د مليشه وو لخوا په شهادت ورسيدل؟! دا حزب و چې په لومړي ځل يې د امريکايانو پر ضد د پکتيا ولايت د شاهي کوټ له ولسوالۍ څخه عمليات پيل کړل؟! دا حزب دى چې امريکايان يې له بشپړې ماتې سره مخ کړې دي؟! ليکن دا حزب دى چې استازي يې په آزاد ډول له اروپا او امريکا او پېښور څخه بي له کوم امنيتي تهديد څخه د امريکايانو په شتون کې کابل ته د مذاکراتو لپاره ځي او هلته له امريکايي چارواکيو سره هم ګوري او په پايله کې، ډپلومات حامدکرزى دوي تش لاس په تمه خپلو استوګنو هېوادونوته ليږي. کرزي په دې پوهيده چې که حزب راشي يا نه، کومه ګټه نه کوي. اوس خو د اسلامي امارت مجاهدين دي چې جنګيږي او نوم پکښي د حکمتيار هم دى چې ګويا مخالف دى؛ که دا نن حکمتيار له خپلو څو کسانو سره کابل ته لاړشي زه په ډاډ سره ويلاي شم چې د مقاومت پر ليکو به هيڅ منفي اغيز ونلري،بلکې مثبته غېزه به ولري.

ليکونکى د جهاد پر مهال له حزب اسلامي سره د امريکا او نوري کمونيزم ضد نړۍ له پريمانه مرستو څخه سترګي پټوي او ليکي: " د جهاد په دوران كي حكمتيار له مسلمانانو او اسلامي هېوادو مرستي ترلاسه كولې هغه هم له هر راز قيد او شرط پرته، خو له هيڅ غيراسلامي حكومت او ډلي ئې مرسته نه ده ترلاسه كړې.

موږ نه وايو چي طالبان حق نه لري له چا نه مرستي ترلاسه كړي، بلكي دا وايو چي د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو دي مرستي ونه غواړي، له هغو هېوادو دي مرستي نه غواړي چي زموږ د دين او مذهب دښمنان دي. موږ دا پوښتنه لرو چي دا اوس ايران د طالبانو ځينو ډلو ته وسلې او پيسي وركوي دا ولي او د څه لپاره؟ آيا ايران همغه هېواد نه دئ چي د افغانستان په نيولو او د طالبانو د رژيم په نسكورولو كي ئې د امريكايانو مرسته او ملگرتيا وكړه؟ " که لږ واقع بين قضاوت وکړو، ايا دا شوني ده چې د ايران متعصب شيعه حکومت به له طالبانو سره مرستي وکړي. تعصب او ځان غوښتنې د ليکونکي قضاوت او بصيرت دواړه تري اخيستي او يواځي د ځان او خپل ګوند په اړه يې قلم څرخولى. کله چې حکمتيار له هر لوري ماتي سره مخ شو، ايران ته يې مخه کړه، دا فرضيه که د حکمتيار په اړه وکړو نو غير عاقلانه به نوي چې د ايران په حکم يې د امريکا پر ضد د جهاد اعلان وکړو. څوک به د جهاد پرمهال له دې حقيقت څخه سترګي پټي کړې چې له حزب سره د ټولو ګوندونو په پرتله زياته مرسته کيده او د مرستو دو يش منبع هم د پاکستان څارګره اداره وه؛ پاکستان ته د خلوص له کبله د مرستو ډيره برخه د حکمتيار ګوند ته ورکول کيده.

بي کچې تعصب د ليکونکي سترګي ړندي کړي او يو مخ د طالبانو د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو سترګي پټوي او ليکي: " هر ويښ او باضميره طالب دا حق لري چي وپوښتي: طالبانو اوه كاله د نږدې ټول افغانستان واگي په لاس كي درلودې، د هېواد پر لويي برخي ئې حكومت كولو، د ملاصاحب حكم او قومنده چلېده، د اسلام قلعه، تورغوندي، سپين بولدك او طورخم گمركونه هم د دوى په واك كي ول او كافي مقدار عايدات ئې درلودل، پاكستان، سعودي او اماراتو له يوې خوا او القاعدې له بلي خوا پراخي مرستي ورسره كولې، غربي ميډيا هم پراخ تبلغيات ورته كول او ويل ئې چي طالبان د صلحي سپيني كوتري دي، خو دا ولي موږ له جگړي پرته بل څه و نكړل، اوه كاله مسلسل په پروان، كاپيسا، تخار، هرات، بادغيس، دلته او هلته په بى فايدې او عيث جگړي بوخت وو؟!! زموږ د اقتدار په دوران كي حتي د تفسير، حديث، فقهي او اسلامي علومو داسي يو كتاب هم چاپ نشو چي ورباندي ليكلي وي: د امارت اسلامي له لوري طبع شوى!! " آيا طالبانو هيڅ لاسته راوړنه ندرلوده؟ تر ټولو خو لومړۍ خويې دا ستره لاسته راوړنه وه چې مظلوم افغاني ولس يې له وتجزيې څخه وژغوره او بيا يې له زرداد، قلم، چمن، دوستم او داسي نورو ټوپکمارو او فاسدو کسانو له ولکې څخه خوندي کړ. هر افغان د طالبانو ددغه احسان پوروړى دى چې زرداد له ختميدو څخه وروسته له کابله په ډاډه زړه ننګرهار ته تلو او راتلو. کله چې حکمتيار د هېواد پلازمينه، کابل يې تر خپلو بي رحمه توغنديو لاندې نيولى وو، کابل يې وران کړ، د کابل پر مظلومو خلکو يې ژوند دوزخ ګرځولى وو، هغه جګړه حقه جګړه وه؟؟؟ خو طالبانو چې له متحدې جبهې سره هغه هم له کورونو څخه ليري جګړه کوله نا حقه وه؟! مونږ دواړه جګړې محکوموو.

په پاي کې يوه يادونه اړينه بولم چې له درنو لوستونکو څخه بخښنه غواړم چې مقاله را څخه خورا اوږده شوه، ما خو داسې وړاندوينه نه وه کړي چې دومره به اوږده شي، خو ما هم مه ګرموئ، اصلي ليکونکى ګرم وبولئ چې پر دغه ډول بي ګټي خبرو يې دومره وخت ضايع کړى دى.