په کندهار کې ازمايشي سرشمېرنه تر سره کېږي
13.07.2010 16:20له سورغر ورځپاڼې په مننه چې دا خبر یې د جون په ۶مه نېټه خپور کړی.
کندهار - سورغر: د کندهار له پنځلسو رسمي ولسواليو څخه د نااامنيو له کبله يوازې په پنځو ولسواليو د سرشمېرنې تر سره کېدو ته زمينه برابره ده.
په پام کې ده چې په کندهار کې د روان لمريز کال په سرطان مياشت کې ازمايشي سرشمېرنه پيل شي، خو دا سرشمېرنه به په ارامو ولسواليو کې دقيقه او پاتې نورو کې د اټکل پر اساس تر سره کېږي.
شاوخوا دېرش کلونه مخکې په ١٣٥٨ لمريز کال کې په لومړي ځل په هيواد کې د دقيقې سرشمېرنې پروگرام پيل شو، خو وروسته د ناامنيو او ځينې سياسي ملحوظاتو پر اساس وځنډول شو، چې تر ننه همداسې نيمگړى پاتې دى.
کندهار، چې د جغرافيوي موقعيت له پلوه د افغانستان تر ټولو مهم ولايت بلل کېږي، ټول ټال ١٧ ولسوالۍ لري، چې ١٥ يې رسمي او پاتې ٢ نورې نارسمي دي. نارسمي ډنډ او تخته پل ولسوالۍ دي، چې دا مهال د کندهار ښار په حدودو کې ورشامل شوې دي. دا گام د ښاري پراختيا د پروگرام پر اساس پورته شوى دى.
د ښاري پراختيا دغه پروگرام د کندهار ښار او ولسواليو حدود له يو بل سره گډ کړي او دا مهال آن خپله دولتي ادارې ته هم د ښار او ولسواليو اصلي حدود څرگند نه دي. دا ستونزه د ښار په داخل کې هم تر سترگو کېږي او زياتره د کندهار ښار اوسېدونکي د ښار د لسو ناحيو چې د نوي وېش پر اساس رامنځ ته شوي، حدود نه پېژني.
همدا راز کندهار ښار لس ناحيې او په ټولو ولسواليو کې تر ٤٠٠٠ زيات کلي لري، چې د کندهار د مرکزي احصائيې ادارې له خوا ثبت شوي دي.
د کندهار ښار او ولسواليو د نفوسو وروستي ارقام، چې پر دقيقه احصائيه ولاړ وي، نه دي څرگند، خو د تېرو سرشمېرنو له مخې چې تر ډېره پر اټکل ولاړې دي، د کندهار ښار نفوس يو مېليون او سل زره تنه او د ولسواليو هغه شپږ لکه تنه دى. دا ارقام د هغو ارقامو په پرتله کم دي چې خلک او چارواکي يې اټکل کوي.
د کندهار دوې نورې ولسوالۍ (غورک او ميانشين) چې د څه مودې راهيسې د دولت له ولکې وتلې، له لويه سره د احصائيې په گډون له هره پلوه د دولت له خوا له پامه غورځول شوې دي. په دغو ولسواليو کې د عامه خدماتو ادارې هم هېڅ ډول فعاليت نه لري.
د کندهار د مرکزي احصائيې آمر رحمت الله عمرزى وايي، په پام کې ده چې په کندهار کې مقدماتي او ازمايشي سرشمېرنه تر سره شي، خو دا سرشمېرنه به يوازې تر پنځو ولسواليو چې په نسبي ډول ارامې دي، ورټوله وي.
(( موږ پلان لرو چې په سرطان مياشت کې د کندهار په ډنډ، دامان، ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي او بولدک ولسواليو ازمايشي سرشمېرنه وکړو، دا هغه ولسوالۍ دي، چې سرشمېرنې ته پکې زمينه برابره ده.))
ښاغلي عمرزي وويل چې د پاتې نورو لسو ولسواليو سرشمېرنه به د اټکل پر اساس ترسره کېږي او تمه ده چې د نفوسو تخميني شمېر به څرگند کړي، خو ده د اټکلي سرشمېرنې د څرنگوالي په اړه ډېر توضيحات ورنه کړل.
د نفوسو د دقيق شمېر د نه څرگندتيا ستونزه يوازې تر کندهاره ورلنډه نه ده، بلکې د ټول هيواد په کچه هم د نفوسو اصلي شمېر څرگند نه دى. اټکل دا دى چې ښايي د افغانستان اوسنى نفوس په ټوليز ډول د دېرش مېليونه تنو په شاوخوا کې وي.
دا مهال د کورنيو او بهرنيو ارگانونو په شمول نږدې ټول ارگانونه د خپلو احصائيو او معلوماتو پر اساس پروگرامونه پلي کوي او ډېر کم يې د مرکزي احصائيې له ادارې سره شريکوي، د دې ستونزې لامل مو هم له ښاغلي عمرزي وپوښت. د نوموړي ځواب دا و چې دى يې په راز نه پوهېږي.
د ولسمشر حامد کرزي د تېرې نږدې لس کلنې واکمنۍ په اوږدو کې دوه درې ځله د ټول هيواد په کچه د دقيقې احصائيې د تر سره کولو وړانديزونه شوي او کله خو يې آن د عملي کولو لپاره عملي اقدام هم شوى، خو تر سره شوې نه ده.
په هيواد کې د سرشمېرنې له تر سره کېدو سره ظاهراً له دې کبله چې په ځينو سيمو کې سرشمېرنې ته زمينه برابره نه ده او يا په دې چې لکه څنگه چې ښايي په دقيقه توگه به ترسره نه شي، مخالفت ښودل کېږي.
په کندهار کې د نفوسو له زياتوالي او د ښار له زياتې پراختيا سره د خدماتو د پراختيا اړتيا هم زياته شوې او په ځينو مواردو کې همدا د خدماتو او اړينو اسانتياوو زياتوالى تر سترگو کېږي.
خو بايد وويل شي چې دا زياتوالى زياتره د خصوصي سکټور له خوا رامنځ ته شوى. د کندهار د مرکزي احصائيې آمر وايي، يو مهال په کندهار کې يوازې يو دولتي روغتون و، خو اوس د روغتيايي مرکزونو شمېر پام وړ زيات شوى دى.دغه راز د مسجدونو شمېر، چې يو مهال يوازې پنځوس بابه و، اوس په تخميني ډول اووه سوه بابه هغو ته لوړ شوى دى.
له يوه پلوه په کندهار کې د نفوسو بې ساري زياتوالي او له بله پلوه په دې ولايت کې په دولتي ادارو کې د مامورينو کموالي عامه خدمات ټکني کړي او خلک يې له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان کړي دي.
د کندهار له سلگونو دولتي څوکيو څخه، چې عامه خدمات وړاندې کوي، تر درې سوه زياتې يې دا وخت خالې دي، چې د دولت اعتبار يې زيانمن کړى دى.
د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وايي، که په دې ولايت کې دقيقه سرشمېرنه تر سره شي، د نفوسو اصلي شمېر څرگند شي، نو د دوى په باور، د نفوسو زياتوالي ته په کتو ښايي له دولتي لوري هغه امتيازات زيات شي چې دا مهال کندهار ته ورکول کېږي.

