د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان لوبه بایلوده خو زړونه یی اوګټل

بختیارحسین خیل 07.05.2010 15:07

د دوه لوبو له بايلودې سره سره افغانستان په نړیوال کپ کی ښی لاسته راوړنی درلودی چی د لوړې درجی لوبډلو سره ښه لوبه کول او په میدان کی اتحاد ساتل او د لوبغاړو ترمنځ د وکټو ترمنځ په منډه کی تفاهم ښه اړخونه دی.

د سویلی افریقا لوبډله چی د هند په خلاف ۱۷۲ منډی اوکړی افغان بالرانو اوکړای شول چی هغوی تر ۱۳۹ منډو محدود کړی. او په بیګانئ لوبه کی د نیوزیلانډ سره یې ۱۷۰ منډی جوړی کړې. د سویلی افریقی سره په لوبه کی د حمید حسن بالنګ چی د ۲۱ منډو مقابل کی ۳ نامتو لوبغاړی اوټ کړل چی عبارت دي له جیک کیلس، اې بي ډی ولیرس او جین پال ډومنی او دسویلی افریقی د لوبډلی د ملا تیر ګڼل کیږی. د سویلی افریقی د منډو جوړولو مخه سمیع شینواری ډب کړه او عمده فیلډنګ یې اوکړ. نوروز منګل هم دری کیچونه واخستل او خپله وړتیا یې اوښوده.

د لوبډلی فیلډنګ په عمومی توګه د ستایلو وړ دی ځکه چی پاکستان د انګلستان په مقابل کی ۵ کیچونه او غورځول. د میرویس اشرف او حمید حسن بیټنګ او شپږیزه وهل هم د هیرولو نه دی او په آخر کی زمونږ د ضعف نقطی د تکړه توپ وهونکو نه چلیدل ؤ چی خبرو ته تکړه دی او نور بیټنګ ته چی اوګوری نو صفر درجه ده لکه کریم صادق ویلی ؤ چی د ډیل اسټین څخه نه ویریږم او لوبه دی...!

شهزاد د کاناډا په خلاف مهمه لوبه افغانستان ته وګټله خو نور د هماغی لوبی راهیسی داسی لوبه نده کړی چی یادؤنه تری وشی. محمد نبی په کویت کی اوځلیده خو په ویسټ انډیز کی معلومه نده چی د چا سترګو له نظره کړ. رئیس احمدزی خو خپله غاړه په تقاوت اخستو خلاصه کړه او نوي ځوانانو ته لاره هواره کړه

بله د ضعف نقطه د بیټنګ کوچ نه درلودل دي. د کبیرخان دی کور ودان وی چی لوبډله یې دې حد ته اورسوله خو اوس د کبیرخان سره سره بیټنګ کوچ ته هم اړتیا لیدل کیږی.

په اخر کی مونږ خپل په لوبغاړو ویاړو چی په ویسټ انډیز کې یې د خپل وس نه ډیره خواری وکړه. دلوبی په ډګر کی داسی کوم عکس العمل ونښود چی د افغانانو برم ته څه نقصان رسیدلی وی. ټولو افغانانو ته د زړه له کومې د تسلیت پیغام لرم چی تاسو لوبډله تشویق کړه او ستاسو زړه پری خړوب نشو هغه څه چی تاسی هیله درلوده ترسره نشوه خو لوبغاړو خپله خواری کړی وه.

د افغانستان د کرکټ اداری چارواکو ته پکاروه چی د کرکټ نړیوالی شورا څخه غوښتی وای چی د افغان لوبډلی د لوبی پر مهال دی جنکئ نه ګډوي. او بیا هم د افغانستان د بریا په هیله هغوی تشویق کړئ او استقبال ته یې هوایی ډګر ته راشئ.