لمر پر يوه ګوته نه پټيږي
28.03.2010 12:54د سيد عبدالله مسعود ورور دويمې ليکنې ته مې نه غوښتل ځوا ب ورکړم، ځکه زموږ دريځونه په ليکنوکې سره معلوم شول. خو دا چې نوموړي ورور د ټول افغان له ادارې غوښتي و، چې ليکنې ته يې د تبصروخونه پرانيزي،چې نور پښتانه ليکوال دده د ليکنې په منښت ( تاييد) او نه منښت خپل اندونه، انګېرنې او ننګېرنې څرګندې کړي. ټول افغان يې هم د رسنيو د ازادۍ او د هر چا نظر ته د احترام په سترګه کتلو اصل ته پام سره غوښتنه د سر په سترګو ومنله او د تبصرو کړکۍ يې ورته پرانيسته . ما د ليکنې د تبصرو خونه څارله ،چې د نوموړي ورور ليکنې ته نور پښتانه ليکوال څه ډول غبرګون ښيي،د د ووه اوونيو په اوږدو کې يواځې څلور کسانو ، چې ليکوالان هم نه په يوه ورځ کې د څو ساعتونو په موده کې خواره واره نظريات ورکړل . ماته داسې برېښي چې سيد عبدالله مسعود ورور د خپلې غوښتنې په بدل کې مايوسه شو او خپلو څو تنو ملګرو ته يې ويلي، چې د تبصرو په خونه کې څه وليکي او يا يې هم د څو کسانو د ايميل په پتو پخپله څو کرښې وليکلې ټول افغان ته يې واستولې دادی دوه اوونۍ تېرې شوې د سيد عبدالله مسعود ورور ليکنه هم نن پنجشنبه له مخې پناه شوه او زه هم دې منتظر وم ، چې ليکنه پناه شي بيا به يې زه ځوا ب ليکم دادې اوس يې زه هم ځواب ليکم. له ښه مرغه ووايم او که له بده مرغه ډېرو پښتنو او ناپښتانو ليکوال په دغه ليکينه هغه دپېښورو خبره ( هډو غوږ يې هم پرې ونه ګراوۀ ) . دا چاره څو لاملونه لري، ښايي ځينو ليکوالو به ويلې وي، چې عبدالله پوه شه او نظر يې او حزب اسلامي بويه او چارې يې. بل لامل يې ښايي دا و اوسي چې نن سبا خلک د مهال له غوښتنو سره سمې ليکنې لولي، يو دليل يې دا هم کېدای شي چې ليکوالان د نوموتو ليکوالو ليکنې لولي چې څه ترې زده کړي نه داسې ليکنې ( زما او د عبدالله ورور ليکنې) چې د پښتوپښويې له ارونو او پرنسيپونو سره برابرې نه وي. په هر صورت نورو ليکوالو ته دغه غوښتنه په زړه پورې نه و. عبدالله ورور ليکلي دي : ( اوس داسې شرايط برابر شوي چې يو کس پرته له دې چې د خپل مخالف کس نظر د ټوپک پواسطه ردکړي ،د قلم پواسطه يې ردوي خو له دې ټولوسره سره بيا هم پکې داسې ټکي تر سترګو کيږي .... چې د ورور حوصله او پوهه له ورايه معلوميږي).
عبدالله ورور ته وايم چې حزب اسلامي پخواهم د ټوپک ځواب په ټوپک ويلی او دقلم ځواب يې په قلم ويلی اوس يې هم وايي او د راتلونکې له پاره هم همدغه عقيده لري. موږ روسانو او کمونستانو ته له افغانستان او اسلام څخه د د فاع په موخه د ټوپک په ژبه ځواب ويلی اوس يې امريکايانو ته هم وايو په راتلونکې کې هم هر نيواکګر ته ددغه ډول ځواب ويلو هوډ او ګروهه لرو. د قلم په برخه کې خو د حزب اسلامي اويا سلنه غړي له مشر څخه نيولې ترکشره پورې د افغانستان د بلې هرې يوې ډلې پر تله الحمدالله د غوره او نوښتګر قلم خاوندان دي،چې د بېلګې په ډول به يې د مجاهد ورور حکمتيار( حفظ الله تعالی) په قلم له اتياوو څخه د ډېرو اسلامي، ادبي، تاريخي، ټولنيزو، سياسي،اقتصادي، د قران کريم تفسير... او نورو برخو کې ليکلو اثاروته نغوته وکړو، چې د پښتو او دري ادبياتو په معاصرو ليکوالو کې حکميتار صيب د هغو څو ليکوالو په کتار کې راځي ، چې ډېر اثار يې پنځولي دي او دا يو روښانه څرګند حقيقت دی د حزب اسلامي د نورو غړو د اثارو او پښتو او دري ادب ته د نوموړې ډلې د خدمت په مسله به سره دلته نه غږېږو، نو هيله ده چې ته د حزب اسلامي قلمي ځواک او متره درک کړې.
زما حوصلې او پوهې ته دې اشاره کړې ده ، زه په دې اړه پخپله د ځان په اړه باټې نه ليکم او نه هم ځان ته ډېر پوه او هوښيار وايم ، زه لا هم داسې يو انسان يم چې زده کړه کوم او د عمر تر پايه پورې زده کړې ته اړتيا لرم زما او ستا د پوهې او وړتيا پرېکړه په لوستونکو ته پرېږدو.
عبدالله وروره ته بالکل دا حق لرې چې د حزب اسلامي مخالف و اوسې،خو لکه څنګه چې تا د قلم عفت ته پام نه وکړی د يو سياسي مخالف په توګه نه بلکې د سر د قاتل د ميرڅمن په توګه د ې حزب اسلامي غندلی و، نو پښتانه وايي :( څه چې کری هغه به رېبې ) ته څنګه ځانته له دغه ډول کړنې سره سره دا حق ورکوې چې په دغه ډول الفاظو څوک وغندې؟
ما تاته په خپله لومړنۍ ليکنه کې د اويايمې لسيزې جګړې په اړه ويلي وو،چې د هاغې جګړې د لسګونو اړخو يو اړخ هغه هم داسې چې جګړه پرې تپل شوې وه حزب و. نه يوازې حزب هر انسان چې څه کوي د قيامت په ورځ به ترې پوښتنه کيږي، د يوه تن په جرمونو سترګې پټول ګناه ده خو ديوې سپګې له امله ټول پوستين ته څوک اور نه اچوي، حزب اسلامي بار بار افغانانو ته دا ويلي دي ان پخپله حکمتيار صېب په خپلو ويډوي پيغامونوکې دا خبرخ څرګنده کړې ده چې د حزب يو غړې هم نه ښوونځي ورانولی او سوځولی شي، نه پلونه سړکونه، کلينيکونه او نور ټولګټي ځايونه که تا په ټول افغانستان کې د حزب اسلامي يوه دغه ډول کړنه راوښوده چې ته هر څه وايې زه يې درسره منم. دبېلګې په ډول به درته ووايم د افغانستان د بل هر ولايت پر تله د لغمان ولايت خلک د حزب اسلامي ډېر خواخوږي لري دغلته له لغمان سره په ګاونډ کې ننګرهار هم د ښوونې او روزنې دومره امتياز نه لري لکه لغمان يې چې لري نو ولې هلته تر دې دمه کوم ښوونځی نه دی سوځول شوی؟ په ډېر درنښت درنه هيله کوم موږ ويده خلک نه يو، د هر چا هر ه کړنه له نږدې څارو په حزب اسلامي پسې دغه ډو ل افواهات مه ليکه .
ګرانه وروره ! د هماهنګۍ شورا په جوړېدو د پښتنو او ازبکو او هزاروو جګړې د هغه مهال لپاره پای ته ورسېدې. دا څنګه شونې ده چې دوه ډلې دې هم جګړه کوي او هم دې سره په ټلواله کې ګډ وي.
ملګروملتونو څه هم نه شوکولی ، نه يې وکړل که هغوی رامخې ته شوي وی او د نظار شورا ته يې بېخرته پيسې نه ورکولی د افغانستان به دغه حال نه و، زه بيا هم په تاکيد سره وايم هغه ټلواله چې د روسانو، ايرانيانو، فر انسويانو، هنديانو او نورو په مرسته په جبل السراج کی جوړه شوې وه د حزب اسلامي د بصيرت او درايت په مټ ماته شوه کنه نو څېړنه وکړه چې درته معلومه شي.
ښاغليه ما کله هم تاته دا نه دي ويلي چې ګنې حزب اسلامي يوازې د پښتنو استازې ډله ده. د حزب اسلامي کړنلاره د اسلام پر بنسټ جوړه شوې، نه د پښتونولۍ . حزب اسلامي د ټولو مومنو افغانانو ډله ده ، خو په دې کې هم شک نشته چې د افغانستان د نورو وګړو او قومونو پر تله په کې د پښتنو ونډه ډېره ده . هر غړی يې د اسلام د اصولو پر بنسټ حق لري.
قدرمن وروره د جبل السراج ټلواله او مشران ېې بدګڼې د افغانستان د راوروسته کړکېچونو مسوو لين يې بولې، خو بيا دې هم د روسانو د مزدور ( احمد شاه مسعود) مسعود تخلص د ځان لپاره غوره کړی دی ، دا خبره درته ځکه کوم ، يو څوک چې ځانته د پښتنو استازی وايي ځان پښتون پښتون کوي او بيا د دغه ډول پښتون دښمنه انسانانو تخلصونه د ځان لپاره غوره کوي دا څه معنا لري؟( البته د عبدالله ابن مسعود رض) سيرت او مقام ته دې احترام وي.
ماته دې د ورورو حکمتيار د ( پټې طوطيې او بربنډې څېرې ) کتاب لوستلو سپارښتنه کړې ده ،ما لوستی څو ځله . له جنرال رفيع سره د ورور حکمتيار ليدنه د جبل السراج ټلوالې له جوړېدو وروسته شوې نه مخکې ، داسې چې د وخت د بهرنيو چارو وزير عبدالوکيل او نور پرچميان لا د مخه دغې ټلوالې ته بلل شوي وو، نو هماغه و چې پښتنو خلقيانو د ځان لپاره د تېښتې لاره پيدا کوله چې په دغه لړکې جنرال رفيع او نور پښتانه خلقيان لوګر ته راغلل او له حکميتار صيب سره يې وليدل ، که خواشينی کېږي نه هغه کتاب يو ځل بيا وګوره چې يقين دې په باوربدل شي او د اخځليک په ورکولو کې ريښتينی والوسئ!
سياسي مخالفت او دوښمني به ستا سو د علمي سياست په قاموس کې بله معنا او مفهوم لري، خو يوې ډلې ته سپکې سپورې ويل زموږ په قاموس کې دوښمني ګڼل کيږي. ښاغليه ته د کومې داسې ډلې سياسي مشر يې چې حزب اسلامي دې درسره سياسي مخالفت کړی وي او ته يې د سيالې ډلې سياسي مخالفت ته اړويستی يې؟ ته کوم داسې سياسي شخص يې چې حزب اسلامي دې په وړاندې خنډونه پيدا کړي وي؟ چې ته د افغانستان په دغه ډول حالاتو کې چې نه دا ډله په صحنه کې شته ، نه په حکومت يا دولت کې ګډون لري، نه يې ستا ګټې له خطر سره مخامخ کړې دي او نه يې هم کوم بل زيان درته اړولی دی ، کمپيوټر ته ناست يې او د حزب اسلامي په وړاندې زهر پاشې، ايا افغانان اوس همدغو خبرو ته اړتيالري؟ دافغانستان دغه ډول ترينګلي حالات له تانه د همدغه ډول تبليغاتو غوښتونکي دي؟
دمسلمانانو ترمنځ نفاق خورول ، هغه مجاهدينو ته چې همد اوس د باندنيو يرغلګرو په وړاندې په جهاد بوخت دي په بده سترګه کتل، په يوې داسې ډلې پسې چې له افغانستان څخه يې د روسانو په وتوکې تر بلې هرې افغاني جهادي ډلې ډېره قرباني ورکړې او او س هم له هېواد ه دفاع کوي دغه ډول ليکنې کول، يوه داسې ډله چې ډېری خواخوږي يې پښتانه دي په دغه ډول ليکنو د هغوی زړونه بدول د مسلمان له وژلو درته کمه خبره ښکاري. ته به پښتون يې خو د ټولو پښتنو استازيتوب نه شې کولی نو ځکه درته وايم چې لمر په يوه ګوته نه پټيږي ، نه ستا په تبليغاتو د حزب اسلامي موقف ته زيان رسيږي او نه يې څه کميږي او نه هم ته داسې څوک ووتې چې پښتنو ليکوالو دې ستا خبره غبرګه کړې وي.
ګرانه تا ليکلي چې که زه وغواړم ته راسره دغه ډول بحث ته ادامه ورکولی شې، نو زه درته دا وايم چې تاته به خپله توله ستا له ليکنې درڅرګنده شوې وي ، چې په څومره اوبو کې يې؟ بل داچې زه بايد په دې و پوهېږم چې ايا ستا شخصيت له حزب اسلامي سره دپرتله کېدو دی کنه ؟ ته داسې څوک يې چې د حزب په اړه درسره خبرې وشي؟ ايا ته يا هغه ډله چې ته ورسره تړلی يې د حزب اسلامي په کچه مطرح ډله ده او کنه او که هسې د يوې انجوو کارکوونکی يې اڼتر نېټ ناست يې او بې مسووليته خبرې کوې ؟ افغانستان ، افغانانو ، پښتنو او نورو مسلمانانو ته د خدمت لاره دا نه ده ، چې ته يې فکر کوې .
په درنښت
محمد حماس

