هلمند : ۱۴ طالبانو په شمول ۱ پوليس وژل شوي
16.03.2010 08:08لښکرګاه: د تېر ماښام په شپږو بجو د هلمند په شاکاريز کې د وسلوالو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته پيل شوی چې په ترڅ کې يې ۱۴ وسلوال او ۱ پوليس وژل شوی .
نښته هغه وخت پيل شوه چې وسلوالو طالبانو د پوليسو پر پوسته بريد وکړ .
د يو شمېر وسلوالو په ګډون ۴ پوليس ټپيان شوي دي .
د دې پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ويل خو قاري يوسف ويلي دي چې د هلمند په مارجه کې د يوې چاودنې په ترڅ کې يې ۷ بهرني سرتيري وژلي دي .

