د هلمند په نادعلي کې ۳۲ طالبان وژل شوي
04.02.2010 10:43هلمند: تيره شپه بهرنيو ځواکونو د هلمند د ناد علي په ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې دوه ديرش طالبان وژل شوي دي .
د خبر له مخې د طالبانو لخوا په ځوابي ډزو کې کورنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د سرچينو له مخې چې په دې عملياتو کې بهرني ځواکونه هم ټپيان شوي دي
خو بلخوا د طالبانو وياند قاري يوسف دا ادعا کوي چې د دوی پلويانو د هلمند په نادعلي سيمه کې د دولت ۶ سرتيري وژل دي

